د اجرائيه رياست لغوه کېدو په اړه د ولسمشر جعلي فرمان بيا لاندې باندې کېږي
ناسم - اکتوبر 1, 2019

د اجرائيه رياست لغوه کېدو په اړه د ولسمشر جعلي فرمان بيا لاندې باندې کېږي

کابل (پژواک، ٩ تله ٩٨): د اجرائيه رياست د لغوه کېدو په اړه د ولسمشر جعلي فرمان د دويم ځل لپاره په ټولنيزو شبکو کې خپور شوى دى. پر دغه جعلي فرمان د دې لپاره چې خلک باور پرې وکړي، د پژواک خبري اژانس پخوانۍ لوګو هم لګول شوې ده.

د اجرائيه رياست لغوه کېدو په اړه د ولسمشر جعلي فرمان بيا لاندې باندې کېږي

سپوټنیک (Sputnik) خبري اژانس په نوم یوه روسي رسنۍ د ټولنیزو شبکو تر اغېز لاندې راغلې او همدا خبر يې د تلې په ۹مه په خپله ويبپاڼه کې خپور کړ خو ژر یې بېرته لرې کړی دی.

د اجرائيه رياست لغوه کېدو په اړه د ولسمشر جعلي فرمان بيا لاندې باندې کېږي

دغه فرمان يو ځل د روان زېږديز کال د اپرېل مياشتې په ٢٢مه هم په ټولنيزو شبکو کې  د سلګونو کسانو له خوا خپور شوى و چې بيا په خپله د ارګ او اجرائيه رياست ترڅنګ پژواک هم په خپلو پاڼو کې د هغه د جعل په اړه سپيناوى خپور کړى و.

پژواک د سپيناوي په يوه پوسټ کې ويلي: “پژواک د اجرائيه رياست د لغوه کېدو په اړه نه د ولسمشر کوم فرمان ترلاسه کړى او نه يې له خپلې لوګو سره خپور کړى دى، پژواک رسمي ويبپاڼه، د فېسبوک او ټويټر رسمي پاڼې لري او په دې پاڼو کې د خپرېدونکو موادو مسووليت اخلي، په جعلي پاڼو کې د جعلي مکتوبونو مسووليت نه مني.”

د اجرائيه رياست لغوه کېدو په اړه د ولسمشر جعلي فرمان بيا لاندې باندې کېږي

هغه مهال د اجرائيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون په يوه پيغام کې له پژواکه مننه کړې وه چې پر وخت يې د رد او جعلتوب خبر خپور کړ.

اوس وروسته له هغه چې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو په درېيمه ورځ د ولسمشرۍ کانديد او  اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله په يوه خبري کنفرانس کې د ځان بريا اعلان وکړ، ګڼ شمېر کسانو د اجرائيه رياست د لغوه کېدو جعلي مکتوب يو ځل بيا په ټولنيزو شبکو کې خپور کړ.

خو جعل کارانو دغه ځل دې ته پام نه دى کړی او پر مکتوب هماغه د ١٣٩٨ کال د ثور يا غويي مياشتې د دويمې ليکل شوې نېټه پر خپل حالت پاتې ده.

د ټولنيزې شبکې فېسبوک ترڅنګ د خبريالانو او رسنيو په ګڼ شمېر ګروپونو کې هم دغه جعلي مکتوب لاندې باندې کېدل او ګڼ شمېر کسانو له پژواکه يې د کره والي په اړه معلومات غوښتل.

د پژواک اژانس رييس دانش کړوخېل وايي: ” کله چې موږ اسناد ترلاسه کوو، له اړوندو مراجعو سره له تصديق او کره والي وروسته يې پر خپلې لوګو يا له لوګو پرته خپروو او مسووليت يې هم اخلو.”

خو هغه زياتوي، پژواک هېڅکله له جعلي  پاڼو د خپريدونکو جعلي شيانو مسووليت نه اخلي.

په کونړ ولايت کې د ازادي راډيو خبريال روح الله انوري دغه جعلي زوړ مکتوب په خپل فېسبوک کې خپور کړى، خو ورسره يې څه نه دي ليکلي.

په کمېنټونو کې ځينو کسانو دا ښه اقدام بللى او ځينو بيا ليکلي چې دغه جعلي مکتوب دى.

د عوض خان لمر په نوم يوه بل کس هم په فېسبوک کې دغه جعلي فرمان خپور کړى او له ولسمشر اشرف غني يې مننه کړې چې اجرائيه رياست يې لغوه کړ.

د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم وياند فريدون خوځون پژواک خبري اژانس ته وويل چې اجرائيه رياست د ٢٠١٤ زېږديز کال ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د يوه سياسي هوکړه ليک له مخې رامنځته شوى دى.

هغه زياته کړه، څو پورې چې د ملي يووالي حکومت وي اجرائيه رياست به هم وي.

د دولت ساز ټاکنيز ټېم وياند جاوېد غفور وايي چې دوى پر جعل سازۍ او جعل کارۍ باور نه لري، تل يې قانون ته درناوى کړى دى.

هغه پژواک ته وويل، ولسمشر اشرف غني به هېڅکله هغه کار ونه کړي چې له قانون څخه سرغړونه وي.

د سياسي چارو څېړونکى شفيق همدرد وايي چې په ډېرو هېوادونو کې د ټاکنيزو سياليو پر مهال په ټولنيزو شبکو کې د دا ډول جعلي مکتوبونه، فرمانونه او افواهاتو خپرېږي.

نوموړي پژواک ته وويل، اجرائيه رياست د ولسمشر د يوه فرمان له مخې غير قانوني رامنځته شوى او د ولسمشر په يوه فرمان بېرته لغوه کېدلى شي.

همدرد وايي، همدې ته په کتو سره فېسبوکيان هم کله ناکله د اجرائيه رياست د لغوه کېدو په اړه جعلي شيان خپروي.

د هغه په وينا، د عبدالله له خبري کنفرانس وروسته چې خپله بريا يې اعلان کړه، د دولت ساز ټېم پلويانو دغه کار په شعوري کار کوي چې په يو فرمان راغلى او په يو ځي.

همدرد وويل، ځيني فېسبوکيان په غير شعوري توګه دغه کار کوي چې ګواکې اجرائيه رياست مخالفت لري او پر دغه کار خوشحالېږي.

جاوېد هميم کاکړ

Hits: 6246

Check Also

د سولې خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند او نورو باوري سرچینو تاييد…