ناسم - جولای 15, 2021

د روغتیا وزارت: «جانسون» واکسین د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړی او د تطبیق وړ دی

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت هغه خپاره شوي راپورونه رد کړي چې ګواکې د امریکا ساخت “جانسون” واکسین له تطبیق وروسته د عصبي ګډوډیو لامل کېږي او وایي چې دغه واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا تایید شوی، قانوني جواز یې اخیستی او د اندېښنې وړ نه دی.

اوازې:

کورنیو او نړیوالو رسنیو پرون په دې اړه یو راپور خپور کړی چې «د جانسون واکسین له تطبیق شپږ اوونۍ وروسته د رواني ګډوډیو لامل کېږي.»

هشت صبح ورځپاڼې هم د رویټرز اژانس له قوله خبر ورکړی چې د خوړو او امریکا د درملو سازمان معلوماتو له مخې، د جانسون- جانسون واکسین له تطبیق شپږ اوونۍ وروسته پر نادره عصبي ناروغۍ د اخته کېدو خطر موجود دی.

هشت صبح د دغه راپور پر اساس ویلي چې پر دې عصبي ګډوډۍ د اخته کېدو خطر ډېر لږ دی او زیاته کړې یې ده چې د دې ادارې په وینا، ضعف، د غړو ویده کېدو احساس، په لاره تګ او د مخ په حرکاتو کې ستونزې، د دې عصبي ګډوډۍ له نښو دي.

د دغه راپور له مخې، په امریکا کې د یاد واکسین له امله د جدي ګډوډیو ۹۵ پېښې ثبت شوې چې بستر ته یې اړتیا درلوده او له دې ډلې یوه د مړینې پېښه هم ثبت شوې ده.

دغه راز د هشت صبح له قوله د جانسون- جانسون شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه واکسین له امله د ګډوډیو په اړه له نظارتي ټيمونو سره خبرې کوي.

دغه راز اریانا نیوز پر ټویټر لیکلي چې د خوړو او د امریکا د درملو (FDA) سازمان، په یوه برنامه کې د جانسون شرکت ته ویلي چې له واکسینو وروسته په دې سندروم (نښو نښانو) د اخته کېدو امکان موجود دی.

د خوړو او د امریکا د درملو (FDA) سازمان ویلي، که چېرې د یاد واکسین له امله د ضعف، په لاره په تلو یا د مخ په حرکاتو کې د بدلون ستونزې رامنځته شي، باید مراقبت یې وشي.

حقیقت موندنه:

د عامې روغتیا وزارت وایي چې له نړیوال روغتیایي سازمانه د کرونا قانوني جواز لرونکي ټول واکسینونه ګټور، خوندي او د تطبیق وړ دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري پژواک ته وویل، هغه واکسین چې د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړي، هيڅ ستونزه نه لري او خلک دې اندېښنه نه کوي.

هغه د دې په ویلو سره چې د جانسون واکسین له هغو واکسینونو دی چې د روغتیا له نړیوال سازمانه یې تایید او قانوني جواز ترلاسه کړی، وویل: “اصلاً د اندېښنې وړ نه دی.”

د هغه په خبره، هغه مطلب چې د خوړو او امریکا د درملو (FDA) سازمان له لوري خپور شوی، تر اوسه د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا نه دی تایید شوی.

هغه څرګنده کړه: “په عمومي ډول ټول درمل او واکسین یو څه جانبي عوارض لکه تبه، ځان دردي، خستګي او زړه بدي لري؛ خو دا عوارض ژر له منځه ځي، تلپاتې او د اندېښنې وړ نه دي.”

د هغه په وینا، د جانسون واکسین تر اوسه پر هيچا ناوړه اغېز نه دی کړی او د هرې ورځې په تېرېدو د خلکو علاقه ډېریږي او مرکزونو ته یې مراجعه کوي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم ځینو فېسبوک کاروونکو او ډاکترانو له واکسین څخه استفاده خطرناکه بللې او ویلي یې وو چې د روغتیایي وضعیت خرابوالي او ان د یو شمېر نورو د مړیني لامل کېږي؛ خو عامې روغتیا وزارت هغه څرګندونې اوازه بللې وه او ویلي یې وو چې کرونا واکسین هيڅ ډول جانبي زیان نه لري.

په ورته مهال، ډاکتر کاروان میرهادي (Dr Karwan Mirhadi) چې ځان «په ویروس پېژندنه کې ستر کارپوه» معرفي کوي، پر ټویټر لیکلي چې کرونا واکسین نه یوازې له مړینې مخنیوی کوي، بلکې د دوامداره کوويډ مخه هم نیسي.

هغه لیکلي: “څېړنې ښیي چې له درېیو کسانو نږدې یو کس نورولوژیکي یا رواني لکه خپګان او اضطرابي ګډوډي لري.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې د جانسون ـ جانسون درې میلیونه دوزه واکسین له افغانستان سره مرسته کړې او له تېرې شنبې (د چنګاښ ۱۹مه) یې د ښوونکو او پوهنتونونو استانو په ګډون نورو هېوادوالو ته د تطبیق لړۍ پیل شوې ده.

پایله: د عامې روغتیا وزارت په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي چې ګواکې «جانسون- جانسون» واکسین تطبیق کېدونکو ته د عصبي ګډوډۍ خطر لري.

حکم: د امریکا له خوا د «جانسون- جانسون» په نوم جوړ شوی واکسین د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړی، خوندي او د تطبیق وړ دی.

عزیر الله همدرد


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 8718

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…