Arichive-Paktia-Operation
خبرونه - مې 24, 2021

د ډیورند کرښې پورې غاړه د امریکا پوځي اډې جوړول یوه نا تایید شوې ادعا ده

کابل (پژواک، د غبرګولی لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): ځینې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د امریکا متحده ایالتونو د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د پوځي اډې جوړول پیل کړي، خو امریکا وایي، د ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه د افغانستان له ګاونډیانو سره کومه هوکړه نه ده شوې.

ادعا: امریکایان د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته پوځي اډه جوړوي

سرخط ورځپاڼې د تېرې غویي میاشتې په ۳۰ مه راپور خپور کړی چې د امریکا متحده ایالتونو د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پراخې اډې جوړول پيل کړي.

سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې روسي رسنۍ وايي، داسې اسناد يې تر لاسه کړي چې ښيي امريکايانو له پاکستانيانو سره په ګډه، د ډیورنډ کرښې پورې غاړه له “شيلوزان نيولې ترمنګل او جازومیدان” سيمو کې د اډو په جوړولو بوخت دي. دغه راپور په ځینو ټولنیزو رسنیو کې هم خپور شوی دی.

کابل نیوز خصوصي رسنۍ هم نن یوه ويډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیلېدو سره هم مهاله، د ډیورند کرښې هغې غاړې ته د امریکایي پوځيانو مشکوک تحرکات پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غويي په ۲۲ مه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي و چې امریکایانو ته پوځي اډې نه ورکوي.

د پاکستان یو مشهور خبریال طاهر خان پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه هم له دغه ډول راپورونو خبر شوی، خو ګومان نه کوي چې حقیقت ولري؛ ځکه د ده په وینا، امریکا د داسې پوځي اډې جوړېدو ته اړتیا نه لري.

حقیقت موندنه:

کابل کې د امريکا د سفارت ويانده مېرمن هيلري د دې موضوع په اړه نظر ورنه کړ، خو له پژواک سره يې د امريکا د دفاع وزارت د مرستيال هيلوي هغه نظر شريک کړ، چې څو ورځې مخکې یې د کانګرس د ملي امنيت کمېسيون په استماعيه غونډې کې وړاندې کړی و.

هیلوي ویلي و: “موږ تر اوسه له دغو هېوادونو سره هېڅ ډول تړون نه لرو، خو لکه څرنګه چې د ځينو پوښتنو په ځوابونو کې مې اشاره کړې، موږ پر ټولو انتخابونو کار کوو.”

د ده په وينا، د امریکا د بهرنيو چارو وزارت او د استخباراتي ادارو کارکوونکي پر دې کار کوي چې د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنيوي لپاره پر ځينو اقدامات غور او کار وکړي.

د پکتیا ولایت اړوند د ډېورنډ کرښې د دواړو خواوو اوسېدونکي او ځينو سيمه ييزو چاراوکو پژواک ته وویل چې امریکایي ځواکونو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د پوځي اډې جوړولو کار پیل کړی دی.

د يادې سيمې يو قومي مخور عبدالله ځاځي وويل چې له کرښې هغې غاړې [پاکستان لوري ته] د “شليوزان، ترې منګل او جازو ميدان” سيمو کې د امريکايي ځواکونو د دېره کېدو لپاره د پوځي اډې جوړولو لويه پروژه پلې کېږي.

ځاځي زياته کړه: “موږ چې څومره خبر شوي يو او د کرښې له هغې غاړې افغانانو سره ارتباط لرو، هلته لوی کار شروع شوی او هره ورځ امريکايي طيارې ورته زيات تګ او راتګ کوي.”

د سيمې يو بل اوسېدونکي جمال نسيم هم دا خبره کوي او وايي، د اوازو له مخې په ياده سيمه کې د افغانستان او پاکستان د دولتونو د پرېکړې له مخې روغتون جوړېږي چې د افغانانو درملنه به هم په کې کېږي.

نسيم وایي: “خلک وايي چې دلته يو لوی هسپتال (روغتون) جوړېږي چې افغانان به هم په تذکره ورتلای شي او علاج به يې په کې کېږي، خو موږ چې حالاتو ته ګورو او  د “بی۵۲” او نورو غټو طيارو تګ، راتګ ګورو، نو معلومېږي چې بېس (اډه) جوړېږي، روغتون نه دی.”

د فرضي کرښې له هغې غاړې يو تن قومي مخور هم، د هغه د هويت د نه افشا کولو په شرط وويل چې په دې وروستيو کې په ياده سيمه کې د پوځي کسانو، موټرو او الوتکو تګ، راتګ پيل شوی دی.

د ده په خبره، په ياده سيمه کې د پيل شوي کار د تر سره کېدو لپاره پاکستاني ځواکونو شاوخوا امنيتي پوستې هم جوړې کړې دي. هغه وايي چې عامو خلکو ته سيمې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د پکتیا د ځاځي اريوب ولسوال کفتان اخلاص هم وايي چې امریکایي ځواکونه د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته د يوې لویې پوځي اډې په جوړولو بوخت دي او غواړي چې هلته دېره شي. دی وایي په دغې سیمه کې هره ورځ جنګي او باروړونکې چورلکې ليدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مېکنزي وړمه ورځ ويلي و، هېواد یې پلان لري چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم د امریکا کشفي الوتکې افغانستان کې فعاليت ولري.

د ده په وینا، د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره پر دې د امریکا خبرې روانې دي چې په دغو هېوادونو کې خپل يو شمېر سرتېري مېشت کړي او يا يې په فضا کې د خپلو پوځي الوتکو د تېرېدو موافقه واخلي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا تېره ورځ وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان ګاونډیانو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

هغه ویلي: “د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوې دي، څو وکړای شو چې د ترهګرو د راتلونکو فعالیتونو په برخه کې د افغانستان د وضعیت په څارنه او پر ترهګرۍ د راتلونکو بریدونو د قابلېت په اړه زیاته همکاري وکړي.”

د ډیورنډ له فرضي کرښې هغه خوا د امریکا د پوځي اډې د جوړېدو موضوع مو کابل کې د امریکا له سفارت سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

پایله: ځینې سرچینې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د امریکا د پوځي اډې د جوړېدو د کار د پیل خبره کوي، خو ځینې بیا وایي چې امریکا د داسې اډې جوړېدو ته اړتیا نه لري. امریکا د دغې اډې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو امریکایي چارواکو مخکې ویلي چې د افغانستان له ګاونډیانو سره يې «د پرمختللې همکارۍ» خبرې کړي تر څو «د افغانستان د وضعیت په څارنه او پر ترهګرۍ د راتلونکو بریدونو د قابلېت» په اړه همکاري وکړي.  

پرېکړه: د ډیورند کرښې هغې غاړې ته د امریکا د پوځي هډې جوړول یوه ناتایید شوې ادعا ده.

 

احمد صهيب حسرت

Hits: 4303

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…