ناسم - مې 16, 2021

د طالبانو له خوا د اوربند غځولو خبر ناسم دی

کابل (پژواک، ٢۶ غويى ١٤٠٠): په خواله رسنیو کې د طالبانو له خوا د اختریز اوربند غځولو اوازې لاس په لاس کېږي، خو طالبان وایي چې یاد درې ورځنی اوربند پای ته رسېدلی او دوی یې د غځولو پلان نه لري.

د افغانستان دولت او طالبانو د تېر کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او ویې ویل چې په دغو ورځو کې به یو پر بل بریدونه نه کوي. دغه اوربند تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېد.

ادعا: طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې له اختر وروسته هم پر دولتي ځواکونو بریدونه ونه کړي.

اتل پښتون په نوم یوې فېسبوکپاڼې د اختر په دويمه ورځ ولیکل: “د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل مشر په وينا خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې له اختره وروسته په دفاعي حالات کې و اوسئ او پر افغان ځواکونو حملې مه کوئ؛ ځکه دا د ولس غوښتنه ده او موږ ورته لبیک وایو او افغان حکومت یې هرکلی کړی.”

د اتل پښتون دغه لیکنه نن (د غویي ۲۶مه) له غرمې مخکې تر یوولسو بجو ۳۸۵ کسانو له خپلو ملګرو سره شریکه کړې او په ځینو ټولنیزو ګروپونو کې هم خپره شوې ده.

پر دې لیکنه ۷۱ کسانو تبصرې کړې، ځینو دغه لیکنه دروغ ګڼلې، خو ځینو بیا باور پرې کړی او له دې امله یې مبارکي ویلې چې ګواکې اوربند غځېدلی دی.

پژواک اتل پښتون ته پیغام ولېږه؛ څو په دې اړه جزئیات وړاندې او سرچینه یې په ګوته کړي، خو تر اوسه (له غرمې مخکې ۱۱نیمې بجې) یې ځواب نه دی ویلی.

خو هغه د یاد خپاره شوي مطلب د تبصرو په برخه کې لیکلي چې د دغو معلوماتو سرچینه «نن ټکی اسیا» ويبپاڼه ده.

حقیقت موندنه:

پژواک د نن ټکی اسیا ويبپاڼه چک کړه خو داسې څه یې نه دي خپاره کړي.

اتل پښتون یادې څرګندونې د طالبانو د یو ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې کړې، خو په دې اړه له خپور کړي متن سره یې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم انځور لګولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د اتل پښتون د یادو څرګندونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه څرګندونې ناسمې دي. د هغه په وینا، اوربند د اختر لپاره و او درې ورځې یې دوام درلود.

د راپورونو له مخې، له دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو، په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) او همدا راز د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له طالبانو د اعلان شوي اوربند غځولو غوښتنه کړې وه، خو طالبانو ویلي وو، د کوچني اختر په پار تر درې ورځني اوربند وروسته د دغه اوربند غځولو پلان نه لري.

د اختر درې ورځنی اوربند تېره شپه ۱۲ بجې پای ته رسېدلی، خو تر اوسه (د غویي ۲۶مه، له غرمې مخکې ۱۱بجې) په داسې حال کې د طالبانو له خوا د کوم برید خبر نه دی ترلاسه شوی چې له اوږده ځنډ او بندون وروسته د غويي په ۲۴مه د افغان دولت او طالبانو مرکچیانو په دوحه کې خپلمنځي غونډه وکړه او د سولې خبرو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

دولتي ځواکونو بیا نن خبر ورکړی چې په هلمند کې یې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.

په اختر کې د اوربند پر مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپور نه دی ورکړل شوی، خو د اختر په لومړۍ ورځ د ماین چاودنو له امله په کندهار، کندوز او غزني کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکیانو ژوند له لاسه ورکړ او د اختر په دویمه د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له امله د ملا امام په ګډون ۱۲ کسان ژوند وبایله او شاوخوا شل نور ټپیان شول.

پایله: په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له خوا د اوربند غځولو خبر لاس په لاس کېږي؛ خو طالبان وایي چې اوربند د اختر د درېیو ورځو لپاره و او د غځولو پلان یې نه لري.

پرېکړه: د طالبانو له خوا د اختریز اوربند غځولو خبر ناسم دی.

احمد صهيب حسرت

Hits: 4922

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…