ناسم - مې 5, 2021

طبي متخصصین: د «ورځې په دوه لېتره اوبو څښلو» د کرونا درملنه علمي او طبي اساس نه لري

کابل(پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي او هېوادوال وایي چې د ورځې په دوه لېتره اوبو څښلو د کرونا ناروغۍ درملنه کېږي؛ خو طبي پوهان یې بیا ردوي او وایي چې د کرونا درملنې په موخه د اوبو څښل تر اوسه نه دي تایید شوي.

د انسان بدن شاوخوا ۶۰ سلنه اوبه جوړوي او د حجرې، غړي او نسجونه اوبو ته اړتیا لري، څو وکولای شي تودوخه کنټرول او د بدن نورې طبیعي دندې ترسره کړي.

اوازې:

د محمد جواد جویا محمدي په نوم یوه فېسبوک کاروونکي «د کرونا درملنې لپاره د ورځې دوه لېتره اوبه وڅښئ» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی.

هغه لیکلي چې د روسیې د روغتیا وزارت د زړه ناروغیو یوه متخصص ډاکتر په کرونا ویروس د اخته کېدو، وینې د لخته کېدو او زړه سکتې د مخنیوي لپاره د اوبو څښل ګټور بللي دي.

یو شمېر نورو فېسبوک کاروونکو، د دغه خپور شوي مطلب له خوښولو سربېره لیکلي چې له روژې وروسته به دوی خامخا دغه وړاندیز عملي کوي.

د مجي په نوم یوه ټوېټر کاروونکي هم د اوبو څښل د کرونا له منځه وړونکي بللي او لیکلي یې دي، یوازې هغه څه چې کرونا له منځه وړي، اوبه دي نو د ډېرو اوبو څښل مه هېروئ.

په ورته مهال، بل ټوېټر کاروونکي رضا امیدوار تجریشي لیکلي چې د کرونا درملنې یوه غوره لار د ډېرو مایعاتو په ځانکړي ډول د اوبو څښل دي.

د ټولنیزو شبکو له کاروونکو سربېره یو شمېر خلک هم د کرونا د درملنې لپاره له اوبو استفاده ګټوره بولي.

د کابل اوسېدونکی کریم هم د کرونا درملنې لپاره د اوبو څښتل ګټور بولي او وایي چې د کورنۍ یو غړی یې په کرونا اخته شوی و چې د اوبو له څښلو سره په یوه اوونۍ کې جوړ شو.

حقیقت موندنه:

د روغتیایي چارو پوهان وایي چې د کرونا درملنې لپاره د اوبو څښل تر دې مهاله نه دي تایید شوي.

د افغان-جاپان روغتون د جدي پاملرنې په برخه (ICU) کې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل چې د کرونا درملنې په اړه ډېرې اوازې خپرېږي، چې د اوبو څښل هم یوه له هغو اوازو ده.

هغه زیاته کړه، د اوبو څښل بدن ته ګټور دي؛ خو د کرونا درملنه نه کوي او علمي اساس نه لري.

د افغان-جاپان روغتون پخوانی رییس حکیم صالح پژواک ته وویل چې د کرونا درملنې لپاره د دوه لېتره اوبو څښل اوازه ده او تر اوسه د کرونا درملنې لپاره نه ده ثابته شوې.

یادو دواړو سرچینو له خلکو وغوښتل چې پر کرونا د اخته کېدو مخنیوي لپاره دې په پرله پسې ډول د لاسونه مینځل، ماسک اچول، د استوګنې سیمو ضد عفوني کول او یومتر فاصله جدي رعایت کړي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي پژواک ته وویل چې د کرونا درملنه مشخصه ده او ځانکړی غذایي رژیم لري.

هغه په ټولنیزو شبکو کې د یاد مطلب خپرېدل اوازه وبلله او ويې ویل چې د کرونا درملنې لپاره د دوه لېتره اوبو څښل تر اوسه نه دي ثابت شوي، علمي او طبي اساس نه لري او د منلو وړ نه ده.

نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره روغتیايي لارښوونې (د واټن مراعاتول، له ماسکه استفاده، د لاسونو پرله پسې مینځل او د استوګنې د سیمو ضد عفوني کول) مراعات کړي.

پایله: د ټولنیزو شبکو ځینې کاروونکي او هېوادوال وایي چې د ورځې په دوه لېتره اوبو څښلو د کرونا ناروغۍ درملنه کېږي؛ خو طبي پوهان وایي، د کرونا درملنې په موخه د اوبو څښل تر اوسه نه دي تایید شوي.

پرېکړه: د کرونا درملنې لپاره د ورځې دوه لېتره اوبه څښل علمي او طبي اساس نه لري.

عزیزالله همدرد

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 3323

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…