ناسم - مې 1, 2021

پاکستان ته د ولسمشر غني پټ سفر په اړه خبر ناسم دى

کابل (پژواک، ٩ غويى ١٤٠٠): د افغانستان حکومت هغه اوازې او راپورونه رد کړي چې ګواکې ولسمشر اشرف غني پاکستان ته پټ سفر کړى دی.

ادعا: ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته پټ سفر کړی

د پاکستان د دنيا ټلوېزيون رييس او مشهور خبريال کامران خان پرون په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي وو چې افغان ولسمشر اشرف غني څو مياشتې مخکې پاکستان ته سفر کړى او هلته يې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره دوه په دوه ليدلي وو.

هغه زياته کړې: “ولسمشر غني څو مياشتې مخکې د پينډۍ چکلالې پوځي هوايي ډګر ته په پټه راغلی و او پرته له دې چې له الوتکې ښکته شي، په الوتکه کې يې د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره اوږد ملاقات کړی و.”

نوموړي ادعا کړې ده چې دغه سفر د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه پټ ساتل شوى و.

دغه راز يو بل پاکستاني ژورنالېست او د جيو ټلوېزيون د يوې سياسي خپرونې چلوونکي حامد مير په يوه ليکنه کې چې د پاکستان په مشهورې ورځپاڼې (جنګ) کې خپره شوې، دغه ډول ادعا کړې ده.

دغه راز يو شمېر نورو پاکستاني رسنيو هم دغه موضوع خپره کړې او په ټولنيزو شبکو کې د دواړو هېوادونو يو شمېر فعالو کسانو پر دې موضوع بحثونه کړي دي.

د افغانستان کابل نیوز خصوصي ټلوېزيون هم د پاکستاني ژورنالېستانو او رسنيو په حواله دغه خبر ورکړى دى.

حقيقت موندنه:

د ولسمشر اشرف غني مرستيال وياندې فاطمې مورچل، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړيکو دفتر د رسنيو څانګې مسوول ميراحمد ياد او د حکومت د رسنيو مرکز رييس دواخان مينه پال په خپلو ټويټرپاڼو کې ياده ادعا په کلکه رد کړې او دا يې بې بنسټه ګڼلې ده.

هغوى په ټويټر کې ليکلي دي: “ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته وروستی سفر د ۲۰۱۹ زېږديز کال د جون په مياشت کې کړی دی، له هغه وروسته یې پاکستان ته هېڅ سفر نه دى کړى.”

ميراحمد ياد په يوه بل پوسټ کې ليکلي: “د پاکستان سیاست په خوبونو او د ژورنالېزم په وهمونو روان دی، حامد میر او کامران خان لیکلي چې ولسمشر غني پاکستان ته پټ سفرونه کړي، خو څوک ترې دا پوښتنه نه کوي چې که دومره پټ وو، نو تاسې ترې څه خبر شوئ؟”

پايله: پاکستاني رسنيو او مشهورو ژورنالېستانو دغه هېواد ته د ولسمشر اشرف غني د پټ سفر او د پوځ له مشر جنرال باجوه سره په الوتکه کې د ليدنې په اړه راپورونه ورکړي، دغه راز د افغانستان کابل نيوز هم دا ډول خبر خپور کړى، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه راپورونه په کلکه ردوي.

پرېکړه: پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني پټ سفر ناسم دی.

 

احمد صهيب حسرت

Hits: 2766

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…