ناسم - اپریل 29, 2021

هغه خبر ناسم دی چې ګواکې ژر به ۷۰۰۰ طالب بندیان خوشې شي

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۰): هغه خبر چې ژر به ۷۰۰۰ طالب بندیان خوشې او د طالب مشرانو نومونه به له تور نوملړه وایستل شي، ناسم دی او د «شېرمحمد عباس ستانکزي» په نوم له جوړ شوي جعلي ټویټر څخه خپور شوی دی.

ادعا: په نږدې راتلونکې کې به ۷۰۰۰ طالب بندیان خوشې او د طالب مشرانو نومونه به له تور نوملړه وایستل شي.

خامه پرس، خبريال وېبپاڼې، اريانا نيوز خصوصي تلوېزيون او ځينو نورو رسنيو نن خبر خپور کړی، وایي، د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي تېره ورځ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې ډېر ژر به د طالبانو ۷۰۰۰ نور بندیان خوشې او د طالبانو د مشرانو نومونه به د ملګرو ملتونو له تور نوملړه وايستل شي.

دا خبر په خواله رسنیو کې هم ډېر لاس په لاس شوی دی.

حقیقت موندنه:

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه خبرونه ناسم بولي،وایي:”د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراټي ټيم مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزی د ټويټرهېڅ اکاونټ نه لري.”

مجاهد، د عباس ستانکزي په نوم د جوړ شوي ټویټر انځور هم خپور کړی او وایي :”دغه اکونټ جعلي دی، اعتنا مه ورته کوئ.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبې (د غویي څلورمه) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ويلي و، تر هغو چې د سولې تړون نه ‌وي شوی، د افغانستان دولت د طالبانو نور زندانیان نه‌ خوشې کوي؛ ځکه چې د ده په وینا، حکومت مخکې هم د طالبانو بندیان خوشې کړل، خو د سولې لپاره یې ګټه ونه کړه.

د افغانستان حکومت مخکې ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو زر تنه د دولت کسان له زندانونو خوشې کړل.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم مخکې ویلي و چې د پنځو زرو طالبانو خوشې کول د حکومت لویه تېروتنه وه او بیا به تکرار نه ‌شي.

د دوحې تړون له مخې بايد د بين الافغاني خبرو تر پيل (تېر کال د وږي تر ۲۲مې) وروسته په درېیو میاشتو کې د طالبانو ټول بندیان خوشې شوي وای.

دغه راز په دغه تړون کې راغلي چې د بين الافغاني مذاکراتو له پيل سره به متحده ايالتونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له نورو غړو او افغانستان سره په دې هدف دیپلوماټيکې هڅې پيل کړي چې د ۲۰۲۰ کال د مې تر ۲۹مې د بنديزونو له نوملړ څخه د طالبانو د غړو نومونه وايستل شي.

پايله: ځینو رسنیو د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال د ټویټري پوست پر بنسټ خبر ورکړی چې د طالبانو اووه زره نور بندیان خوشې کیږي او د طالب مشرانو نومونه له تور نوملړه ایستل کیږي، خو طالبان دغه ټویټري پاڼه جعلي بولي او وایي چې عباس ستانکزی تویټرپاڼه نه لري.

حکم: په نږدې راتلونکې کې د طالبانو د ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو او له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو ایستلو خبر ناسم دی.

 

احمدشاه عرفانیار

Hits: 3276

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…