سم - اپریل 15, 2021

د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې طرحې په اړه د سرور دانش د نقد خبرونه حقیقت لري

کابل(پژواک،۲۴ وری ۱۴۰۰): د سرور دانش له قوله د ځینو رسنیو هغه خبرونه چې د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې طرحه یې د ولسمشر طرحې ته سپکاوی بللی حقیقت لري، دانش په خپله فیسبوک پاڼه کې دغه طرحه کمزورې ګڼلې او ویلي یې دي چې په قصدي توګه غوښتل شوي چې د حکومت طرحه مبهمه وښودل شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلی: “د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې د طرحو د جوړونې او توحید کمېټې نن د وري په ۲۲مه  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې طرحه تدقیق او وروستۍ کړه.”

سرچینه لیکي چې ټاکل شوې دغه طرحه ډېر ژر د ملي روغې جوړې عالي شورا ناستې ته د تایید په موخه وړاندې شي. د ملي روغې جوړې عالي شورا لیکلي چې یاده طرحه له تحلیل، توحید او د سولې په اړه له مطرحه شويو نظرونو وروسته جوړه شوې چې د جمهوریت د پیاوړتیا، بشري حقونو، بیان ازادۍ او ټاکنو په خوندیتوب او د جګړې په پای ته رسېدو ټینګار کوي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا له لوري د دغې موضوع له خپرېدو وروسته ځینو رسنیو د دغې طرحې په اړه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش نقد خپور کړی دی.

خامه پرس لیکلي: “دانش: د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې طرحه د ولسمشر طرحې ته توهین دی.”

خامه پرس همدارنګه لیکلي، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د هغې طرحې په اړه چې د تېرې یکشنبې په ورځ خلیلزاد ته سپارل شوې په خپله فیسبوک پاڼه نقد لیکلی او ویلي يې دي چې دغه طرحه تر ډېره د یوې ډلې د نظر څرګندونه کوي چې په دې طرحه کې د جمهوریت او د ولسمشر د طرحې توضیح نشته.

دغه راز صبح کابل ورځپاڼې په دې اړه لیکلي: “دانش: د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې طرحه د ولسمشر طرحې ته توهین دی.” بلې ورځپاڼې اطلاعات روز لیکلي:”دانش: د ملی روغې جوړې د عالي شورا طرحه جامع نه او د استانبول په ناسته کې د وړاندې کولو وړ نه ده.”

حقیقت موندنه:

د ولسمشر د دویم مرستیال مطبوعاتي دفتر هم د دغه نقد یوه کاپي خپره کړې ده. دانش ویلي: ” د وري په ۲۲مه چې د ملي روغې جوړې عالي شورا لخوا د سولې د توحید شوې طرحې په عنوان کومه طرحه وړاندې شوې ډېرې نیمګړتیاوې لري چې باید د افغانستان خلک او د نظر خاوندان په دې اړه خپل نقد او نیوکې وړاندې کړي.

هغه وایي چې په دغې طرحه کې رییس جمهور او د افغانستان حکومت سره توهین امیزه کړنه شوې او په دې اړه هيڅ توضیح نه ده یاده شوې فقط د نوملړ یو تفصلي تصویر وړاندې شوی دی.

دانش د ملي روغې جوړې عالي شورا کاري ډله په کم کارۍ تورنه کړې او ویلي یې دي چې د دې طرحې محور د خلیلزاد پر طرحه راڅرخي او د ملي روغې جوړې شورا د خلیلزاد په طرحه کې له تعدیل او صلاحاتو پرته هیڅ نوښت نه دی کړی.

نوموړي منلې چې دغه طرحه د استانبول په ناسته کې د وړاندې کولو جوګه نه ده او باید له سره بله جامع او ټولو ته د منلو وړ طرحه جوړه شي. ویل کیږي په دغه طرحه کې چې د ملي روغې جوړې عالي شورا له خوا نهایی شوې یوازې د یوه ګوند لیدلوری منعکس شوی، ځکه په وینایې صدارتي نظام یوازې د یوه حزب غوښتنه ده چې د ټولو لوریو استازیتوب نه کوي.

خو د ولسمشر دویم مرستیال په خپل نقد کې د هغه ریاستي نظام ملاتړ کړی چې د یوې ښځې په ګډون څلور مرستیالان ولري. هغه وایي: ” که د سولې له طرحې هدف د جګړې پای او د ټولو قومونو ترمنځ عادلانه مشارکت وي، ریاستي نظام په هرلحاظ کولی شي چې دغه موخه ښه ترلاسه کړي چې ولسمشر د خلکو په رایه وټاکل شي او د یوې ښځې په ګډون څلور مرستیالان ولري، مرستیالان یې باید اساسي قانون په رڼا کې له خپلو صلاحیتونو برخوداره وي، دغه راز سیمه ییزو ادارو ته د واک ورکول، خلک د والیانو او ښاروالانو په ګومارنه کې دخیل کول او ټولو ولایتونو د عادلانه بودیجه ورکړه او متوازن انکشاف ته پام کول.”

دغه راز د یادې طرحې د توحید کمېټې غړي عطامحمد نور د سرور دانش د نقد په اړه وايي: ” موږ د ولسمشر او دولت طرحه کمه نه ده ګڼلې موږ ته د خلکو غوښتنه چې سوله ده ارزښت لري.”

 پایله: ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې سرور دانش د ملي روغې جوړې عالي شورا له خوا نهایي طرحه نقد کړې او هغه یې د ولسمشر طرحې ته سپکاوی بللی دی چې د دغه نقد یوه کاپي د ولسمشر د دویم مرستیال په فیسبوک پاڼه کې هم خپره شوې ده.

 پرېکړه: د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې طرحې په اړه د سرور دانش د نقد په هکله راپورونه حقیقت لري.

 

خواجه نصیر احمد صدیقی

Hits: 9750

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…