سم - مارچ 9, 2021

روغتیا وزارت: د کرونا واکسین لوړ خوندیتوب لرونکی دی او جانبي زیان نه لري

کابل (پژواک، ۱۵ کب ٩٩): په هېواد کې د کرونا واکسین له تطبیق وروسته یو شمېر فېسبوک کاروونکي او ډاکتران له دغه واکسینه استفاده خطرناکه بولي، وایي چې د روغتیایي وضعیت خرابوالي او ان د مړینې لامل ګرځي؛ خو عامې روغتیا وزارت بیا دغه څرګندونې اوازه بولي او وایي چې یاد واکسین هېڅ جانبي زیان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د سلواغې په ۱۹مه هند له افغانستان سره ۵۰۰زره دوزه واکسین مرسته وکړه.

د پژواک د یوه راپور له مخې، په افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر د کب په پنځمه له کابله او ورپسې ولایتونو کې پیل شو.

د واکسین د زیان په اړه خپاره شوي مطالب:

په دې وروستیو کې د فېسبوک ځینو کاروونکو داسې مطالب خپاره کړي چې ګواکې د کرونا واکسین تطبیق د نرانو لپاره لویه ستونزه پیدا کوي.

یوه فېسبوک کاروونکي انصار یاري د «کرونا واکسین تطبیق د نرانو لپاره اساسي ستونزه رامنځته کوي» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

هغه لیکلي، تر هغه چې یاد واکسین د ولسمشرۍ چارو ادارې رییس

ډاکتر فضل محمود فضلي پر خپل ځان تطبیق نه کړي، دی به یې

هېڅکله تطبیق نه کړي.

هغه څرګنده کړې: «زما پر پلټنو شک مه کوئ، زما یو ویل و، نور ستاسو کار دی.»

ډاکتر عبدالباسط امل هم پر فېسبوک پاڼه پر یو شمېر ډاکترانو د کرونا واکسین پر بدې اغېزې نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې د کرونا واکسین له تطبیق وروسته یې د ځینو همکارانو روغتیایي وضعیت بدتر شوی دی.

هغه لیکلي چې څو خپلوانو او همکارانو یې د کرونا واکسین له تطبیق وروسته سخته تبه، درد او خوا ګرځېدنه پیدا کړل، او بده یې لا دا چې یو له هغوی تېره شپه په کابل کې د یوه روغتون د ځانکړې پاملرنې (ICU) برخه کې بستر دی.

نوموړی د هندي واکسین تطبیق او ځیني ازمایښتونه د بمونو مور بولي وایي: «له بده مرغه داسې ملت یو چې هر څه پر موږ ازمویل کېږي او څوک نشته چې پوښتنه وکړي.»

درې ورځې وړاندې یوې کورنۍ رسنۍ ویلي وو چې په بامیان کې یو روغتیايي کارکوونکی د کرونا وکسین له تطبیق وروسته مړ شوی دی.

د فېسبوک کاروونکي محمد انور سعادتیار لیکلي وو: «د بامیان روغتون کې ځینې سرچینې وایي چې په دغه روغتون کې یو روغتیایي کارکوونکی د کرونا واکسین له تزریق وروسته مړ شوی دی.»

په ورته مهال د کابل په رابعه بلخي روغتون کې د داخلي ناروغیو اسوشېټ پروفیسور او د زړه، تنفسي ناروغیو او بحراني مراقبتونو فوق تخصص نبیل پاکطین د سلواغې په ۲۶مه پر فېسبوک پاڼه د «څنګه د کووېډ-۱۹ د لومړۍ کرښې کلیدي مبارزینو په شان له سیاسي واکسینه ګټه وانه خلو!؟» تر عنوال لاندې مطلب خپور کړی دی.

هغه څرګنده کړې، ځکه پر ځان د کرونا واکسین نه تطبیقوي چې د افغانستان خلک د بهرنیانو پټ او غیر رسمي تحقیقاتي لابراتوار مخلوق نه دی.

هغه لیکلي: «په نړۍ کې د واکسینونو په اړه هېڅ پلټنه کره نه ده، د واکسین د اغېز او خوندیتوب په اړه اصلي څېړنه د هغه له عمومي تطبیق او جواز وروسته پیلېږي.»

نوموړي پژواک ته وویل چې له کرونا سره په مبارزه کې سیاسي چلند شوی او د مسوولینو له خوا هېڅ ښه نیت نه دی ښودل شوی.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه د نړیوال روغتیایي سازمان له خوا هېڅ واکسین نه دی تایید شوی،او دغه سازمان له پیله تر اوسه ناکام دی او سلیقوي چلند یې درلود او اوس یې هم یو ډول انزوا غوره کړې ده.

نوموړي وویل چې فایزر او انګلیسي امریکایي واکسین نسبتاً تایید شوي؛ خو لا هم په نړۍ کې د کرونا واکسین په اړه پلټنې روانې دي او افغانستان باید ګړندی عمل ونه کړي.

پاکطین په هند کې د کرونا واکسین د تطبیق په اړه وویل چې دغه واکسین په ځینو روغتونونو کې یوازې پر ډاکترانو تطیق شوی؛ خو تر اوسه د دغه هېواد یوه سلنه نفوس هم د واکسین تر پوښښ لاندې نه دی راغلی.

هغه چې نه غواړي منفي ذهنیت رامنځته کړي، وایي که د کرونا واکسین ګټور نه وي، مضر هم نه دی؛ خو په ټوله کې واکسینونه خپلې نښې لري چې کوچنیان یې هم د دوره یي واکسین د تطبیق په لړ کې تجربه کوي.

ډاکتر پاکطین زیاته کړه چې په افغانستان کې د کرونا واکسین تطبیق ښایي د مرسته شوي واکسین د نتیجې سروې وي چې د افغانستان او نړۍ پر نورو خلکو تطبیقېږي.

حقیقت موندنه:

یو شمېر روغتیا پالان او عامې روغتیا وزارت وایي چې دا ډول مطالب خپرول فېسبوکي اوازې دي او تر اوسه د کرونا واکسین په اړه هېڅ تحقیقات کره نه دي.

د افغان- جاپان روغتون پخواني رییس ډاکترا حکیم الله صالح پژواک ته وویل چې د کرونا واکسین لکه د نورو واکسینونو په شان ډېر لږ جانبي عوارض لکه ځان دردي، تبه او زکام لري.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د هند له خوا مرسته شوی واکسین څومره اطمیناني دی؟ وویل هر واکسین چې د نړیوال روغتیایي سازمان، د امریکا د خوړو او درملو سازمان له خوا تایید شي، اطمیناني وي؛ خو ویل کېږي چې له افغانستان سره مرسته شوی واکسین یوازې د نړیوال روغتیايي سازمان له خوا تایید شوی دی.

نوموړی پر فېسبوک د دې ډول مطالبو خپرول اوازه بولي او وایي چې د واکسین مینه والو کمولو، د دې پروسې د تطبیق بدنامولو او پر فېسبوک پاڼو د ډېرو لیدونکو پیدا کولو لپاره دا ډول بې بنسټه مطالب د خلکو له خوا خپاره شوي دي.

نوموړی له هېوادوالو غواړي چې د رسمي او باوري پاڼو پر مطالبو له باور پرته د نورو له خوا پر اوازو خپرولو باور نه کوي.

خو ډاکتر بازمحمد شېرزاد هم وویل چې یاد پوسټونه علمي اړخ نه لري او تشې اوازې دي.

نوموړي د کرونا واکسین له امله په بامیان کې د یوه روغتیایي کارکوونکي مړینې په اړه وویل چې هغه د زړه ستونزه لرله، د واکسین له امله نه دی مړ شوی.

نوموړي وویل چې په ننګرهار ولایت کې پر ځینو روغتیايي کارکوونکو  واکسین په زور تطبیق شوی او زیاته یې کړه چې د خلکو ترمنځ د منفي ذهنیت له امله یو شمېر روغتیایي کارکوونکي پر خپل ځان د کرونا واکسین نه تطبیقوي.

مسوولین:

خو د عامې روغتیا وزارت وایي چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې پر سړو او ښځو د کرونا واکسینود تطبیق منفي اغېز نه دی تثبیت شوی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر غلام دستګیر نظري وایي، د کوویډ- ۱۹ واکسین پر خلکو منفي اغېز نه کوي او د لوړ خوندیتوب لرونکی دی.

هغه زیاته کړه: «د هند له خوا تولید شوی واکسین د نړۍ له ۷ په ډېرو هېوادونو کې تطبیق شوی چې له تطبیق وروسته یې هېڅ منفي اغېز نه دی راپور شوی.»

نوموړي پر دې سربېره چې د کرونا واکسین هېڅ جدي ستونزه نه لري، وویل، د هند مرسته شوی واکسین د هغه هېواد کورنی تولید دی او تازه د نړۍ روغتیایي سازمان له خوا تایید شوی دی.

واکسین او د هغه فعالیت:

واکسین کول د معافیت سیستم روزنې یوه لار ده چې څنګه یو بهرنی عامل وپېژني او له منځه یې یوسي،  واکسین د لومړني مخنیوي یوه مهمه بېلګه ده چې کولای شي یو کس له ناروغۍ وساتي.

واکسینونه معمولاً په تزریقي ډول ورکول کېږي او ډېری واکسینونه دوه برخې لري چې لومړۍ برخه یې انتیجن یا د ناروغۍ لامل دی چې بدن یې زده کړي او ویې وپېژني او دویمه برخه یې کومکي درمل دي چې بدن ته اخطار ورکوي او د بدن معافیت سیستم پباوړی کوي.

په ورته مهال، د ناروغۍ ځیني لاملونه کولای شي د بدن معافیت سیستم تر اغېز لاندې راولي او د جدي ناروغۍ لامل شي او هغه لاملونه چې د ناروغۍ رامنځته کېدو سبب ګرځي، هغه موارد دي چې بدن یې نه پېژني.

په ټوله کې تشنج، ستړیا، د عضلاتو ضعف، د خوب ګډوډي، د حافظې له لاسه ورکول، ټیټه یا لوړه تبه، درد، د تطبیق د ځای پړسوب یا سور والی، د اورېدو حس کمزوري یا له لاسه ورکول او د بدن د ځانګړې برخې غړو فلج پر خلکو د واکسینو د تطبیق عمومي عوارض بلل شوي دي.

پایله: هغه څرګندونې چې ګواکې د “کرونا واکسین خطرناک او ان وژونکی دی، د عامې روغتیا وزارت او روغتیایې کارپوهان یې یوه ادعا بولي او ردوي یې او دغو سرچینو ویلي چې کرونا واکسین د لوړ خوندیتوب لرونکی دی او جانبي زیان نه لري.

حکم: کرونا واکسین د لوړ خوندیتوب لرونکی دی او جانبي عوارض نه لري.

 

عزیزالله همدرد

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 6464

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…