خبرونه - ناسم - جنوري 14, 2021

قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو درېدو په اړه خپاره شوي خبرونه تېرايستونکي دي

کابل (پژواک، ۲۵مرغومی۹۹): رویټرز، په قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو په پرمختګ کې د ځنډ راپور ورکړی، خو ځینو سرچینو په داسې حال کې ویلي چې د سولې یادې خبرې درېدلي چې دواړه لوري په خبرو کې هر ډول ځنډ رودي.

د افغانانو تر منځ د سولې خبرو په لومړي پړاو کې د خبرو پر تګلاره هوکړه شوې او د دغو خبرو دویم پړاو د روانې مرغومې په ۱۷مه د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل شوی دی.

ادعا: قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې درېدلې دي.

ازادۍ راډیو لیکلي چې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د سولې مذاکرات ځنډېدلي دي. دغه راز آریانا تلوېزيون، عزم خبري وېبپاڼي، کابل -۲۴ وېبپاڼې او ځینو د ټویټر او نورو ټولنیزو پاڼو چلوونکو د رویټرز خبری اژانس په حواله لیکلي چې دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې مرکچي پلاویو «خبرې درولې» دي.

دا په داسې حال کې ده چې روېټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي چې دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کې «پرمختګ درېدلی» دی؛ ځکه چې مرکچیان دې ته په تمه دي چې د امریکا متحده ایالتونو منتخب ولسمشر جوبایډن د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره غوره کوي.

رویټرز تېره ورځ لیکلي چې د سولې مرکچیان غواړي وپوهېږي چې د امریکا د متحده ایالتونو نوی منتخب ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د ځواکونو ایستلو په برخه کې د ډونالډ ټرمپ مهالوېش تعقیبوي او که څنګه.

ټاکل شوې جوبایډن، چې د روان کال د لړم په ۱۷ مه یې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې، یوه اوونۍ وروسته د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم تر سره کړي.

په کابل کې یوې دېپلوماټیکې سرچینې روېټرز ته ویلي، فکر نه‌ کوي چې د بایدڼ د لوړې تر مراسمو دې د دوحې په خبرو کې د پام وړ کوم پرمختګ وشي.

رویترز لیکي چې د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي ورته ویلي، دوی د امریکا د نوې ادارې تګلارې ته په تمه دي چې د سولې هوکړې ته څومره ژمنه پاتې کېږي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوحه کې د مرکچي پلاویو تر منځ د خبرو ځنډېدو خبرونه حقیقت نه لري.

دغه راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم وایي چې د سولې د مرکچي پلاویو ترمنځ خبرې نه دي ځنډېدلي.

انوري، د بایډن د تګلارې تر روښانه کېدو د خبرو د ځنډ په اړه وایي:«امریکا د افغانستان ستراتېژیک همکار او د سولې په برخه کې افغانان خپل نوښت او تصمیمونه لري او چاته نه په تمه کیږي.»

هغه زیاتوي:« دواړه ټیمونه اوس مهال خپل مجلسونه لري او د خپلو اجنډاوو په ترتیب کار کوي، ځینې کارونه دي چې دوی یې باید په خپلو ټیمونه کې وکړي او اوس مهال په خپلو کارونه بوخت دي.»

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي یوه غړي چې نه غواړي نوم یې څرګند شي هم پژواک خبري اژانس ته وویل:« موږ نورمال حالت کې یو، په دې مو توافق وکړ چې موږ به خپله اجنډا کټګوري کوو او دوی به خپله اجنډا کتګوري کوي او وروسته له هغه به بیا سره کېنو، د اجنډا پر  مسایلو باندې به په ګډه کار کوو، داسې نه ده چې خبره بن بست ته تللې او یا ناسته نه ده شوې، نن به وي که سبا ناسته به کیږي.»

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې مذاکرات ځنډېدلي دي.

هغه وایي چې د مذاکراتي ټيم خپلمنځي او له طالبانو سره ناستې تر سره شوي او پر اجنډا ځينې بحثونه هم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، له تېرې پنجشنبې راهيسې چې د مذاکراتو دويم پړاو پيل شوى، تر اوسه د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ درې ناستې شوې، خو د روانې اوونۍ له دوشنبې راهيسې یې ناسته نه ده کړې.

یوې سرچينې پژواک ته ویلي، د ګډو ناستو نامنظم والي یو لامل دا دی چې د طالبانو مرکچي پلاوي د مشر مولوي عبدالحکیم په ګډون ځیني غړي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي څلور غړي (فوزیه کوفي، نادر نادري، متین بېک او فاطمه ګيلاني) لا هم قطر ته نه دي رسېدلي.

پایله: رویټرز قطر کې د افغانانو تر منخ د سولې خبرو په پرمختګ کې د ځنډ راپور ورکړی، خو ځینو سرچینو په داسې حال کې ویلي چې د سولې یادې خبرې درېدلي چې دواړه لوري په خبرو کې هر ډول ځنډ رودي.

پرېکړه: قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د درېدو په اړه خپاره شوي خبرونه تېر ايستونکي دي.

احمد صهیب حسرت

Hits: 6632

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…