فیچري راپورونه - جنوري 16, 2021

څېړنه: افغانستان «دارالحرب» نه دی

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۹): دیني عالمان ټینګار کوي چې افغانستان «دارالحرب» نه دی او هغه څرګندونې بې اساسه بولي چې ګواکې افغانستان دارالحرب دی او د طالبانو ویاند هم وايي «چې افغانستان چا دارالحرب نه دی اعلان کړی.»

دا په داسې حال کې ده، ځیني علما چې په افغانستان کې نه اوسېږي، ادعا کوي چې افغانستان دارالحرب دی؛ ځکه چې د غربي هېوادونو مسیحیان او یهودان افغانستان ته راغلي او دغه هېواد کنټرولوي.

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد په داسې حال کې چې وایي نه غواړي د افغانستان د دارالحرب او نه دارالحرب په اړه له فقهي زاویې خبرې وکړي؛ ځکه د ویاند په توګه یې دنده نه ده چې د دې ډول مسایلو په اړه خبرې وکړي؛ خو زیاتوي: «په دې اړه خو ښکاره ده چې افغانستان چا دارالحرب نه دی اعلان کړی او دارالحرب خپل شرایط لري، له شک پرته یو د افغانستان دارالحرب کېدل دي او یو په افغانستان کې د اوسني جهاد جریان او بهیر دی چې دواړه له یو بله جلا دي؛ د اوسني جهاد پر مخ وړلو لپاره چې هېوا له اشغاله ژغوري او افغانستان له اشغاله باسي، په همدې حال کې د هغه موخه د اسلامي دولت رامنځته کول دي، دې ته اړتیا نه لري چې لومړی افغانستان ته دارالحرب وویل شي او وروسته جهاد مخېته یووړل شي.»

د اراده ملت افغانستان ګوند مرستیال خلیل احمد شنکر له پژواک سره مرکه کې د ذبیح الله مجاهد خبرو ته په اشاره وايي، دې ته په کتو چې طالبانو له بهرنیو ځواکونو سره اوربند کړی او دغه راز وايي چې افغانستان چا دارالحرب نه دی اعلان کړی، د دې ډلې اوسنۍ جګړه هېڅ توجیه نه لري او باید هر څو ژر د خلکو له وژلو لاس واخلي.

هغه وویل: ((پخوا طالبان د دې لپاره چې بهرنيو ځواکونو په افغانستان کې حضور درلود، جنګېدل، خو اوس طالبانو له هغوی سره سوله کړې ده او د افغانانو په مقابل کې چې مسلمان او د دغه هېواد اسېدونکي دي، جګړه کوي چې له شرعي اړخه هېڅ دیني بنسټ نه لري او له افغان ځواکونو سره د هغوی اوسنۍ جګړه، په ځانمرګو او چاودنو کې د ملکي خلکو وژنه د هغوی پر وړاندې له ډله ییز نفرت پرته بل پیغام نه لري او باید دا ټول ودروي.

د نوموړي په خبره، طالبان چې د دغه هېواد برخه دي، د نورو د ګټو لپاره دې افغانان نه وژني او نه دې د هغوی د موخو لپاره بې منطقه توجیه وړاندې کوي.

د اسلام په سیاسي فقه کې د سیاسي وېش له مخې نړۍ په څلورو برخو «دارالاسلام، دارالحرب، دارالکفر او دارالعهد» باندې وېشل شوې ده. دغه وېش د هغه تعریف له مخې شوی چې په بېلابېلو او متفاوتو سرچینو کې نقل شوی دی.

په یو تعریف کې دارالاسلام هغه ځای ته ویل کېږي چې د مسلمانانو په کنټرول کې وي او هلته اسلامي احکام ترسره کېږي.

خو د یوه مطلب پر اساس، قاضي ابو یوسف، امام مالک، امام شافعي او امام احمد پر دې باور دي چې دارالاسلام ښايي دارالحرب شي او دا په داسې شرایطو کې ده چې د شرک احکام په کې ترسره کېږي؛ ځکه د اسلام ظهور هغه وخت دی چې احکام یې ترسره شي، له دې پرته به دارالحرب وي.

سرچینه زیاتوي چې امام ابو حنیفه (رح) د دارالحرب او دارالاسلام توپیر په درېیو ټکو کې کوي: «الف: د کفر د احکامو ظهور او نفوذ، ب: سیمه له کفري سیمو سره تړلې او جګړه په کې روانه وي او ج: په یاده سیمه کې مسلمانانو او هغه ذمي ته امان نه وي چې د مسلمانانو له امان سره یې ژوند کاوه.»

د یاد مطلب پر اساس، دلته د امام ابو حنیفه او د هغه د دوو شاګردانو ابو یوسف او محمد بن حسن شیباني د رایې ترمنځ توپیر موجود دی؛ امام ابوحنیفه په دې اړه چې دارالاسلام څرنګه پر دارالحرب بدلېږي، د درېیو پورته یادو ټکو تحقق لازمي ګڼي، په داسې حال کې چې دوه شاګردان یې د یوه ټکي تحقق یعنې په یوه سیمه کې د کفري احکامو ظهور د دارالحرب کېدو لپاره کافي بولي.

سرچینه زیاتوي، امام شافعي پر دارالحرب او دارالاسلام سربېره دار عهد هم زیات کړی چې د هغې سیمې اړوند دی چې مسلمانان یې د سیمې له کافرانو سره تړون ولري، څه دا چې لګښتونه ورکړي یا نور تړونونه لکه سوداګري او مصالحه ولري.

په یاد مطلب کې راغلي: «په هغه ښار کې چې مسلمانان او کفار ګډ ژوند کوي، دا اختلاف موجود دی چې دا سیمه دارالحرب ده که دارالاسلام؟ ځينو د یوه ښار اسلامیت اساس د نه زوال وړ بللی او ان که هلته کفار هم حاکم شي، دارالاسلام یې ګڼي او ټينګار کوي چې مسلمانان یې باید له کفارو ونیسي. یو شمېر نور پر دې باور دي چې په داسې سیمو کې د اسلام احکام جاري وي او کفار محدود او د ذمیانو په څېر وي، دا سیمه دارلاسلام ده خو برعکس که کفارو غلبه کړې وي، نو یاده سیمه دارالحرب یادېږي.»

دغه راز د مولوي جمال الدین تایب په یوه مقاله کې د دارالحرب په اړه ځینو یادو مواردو ته د اشارې ترڅنګ د کتابونو په حواله د دارالحرب د تعریف په اړه راغلي، دارالحرب د کفارو دښمن هېواد ته چې له مسلمانانو سره د جګړې په حال کې وي، ویل کېږي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د علمي مجمع ریاست د افتاء امریت د دارالحرب د تعریف او په دې اړه چې افغانستان دارالحرب دی او کنه؟ پژواک ته لیکلی تفصیلي ځواب ورکړی دی؛ د دغه وزارت د ځوابونو د کتلو لپاره پر دې ځای کلېک وکړئ.

سرچینه لیکي: «د دارالحرب او دارالاسلام د تعریفونو په اړه د حنفي فقهې مشهور فقیه، د بدایع الصنایع صاحب وايي چې دارالحرب او دارالاسلام د هغو مواردو پر اساس پېژندل کېږي چې د یوه هېواد د دارالحرب او دارالاسلام کېدو سبب کېږي.»

یاد وزارت په دې تړاو چې دارالحرب کوم هېواد ته ویل کېږي؟ د دارالحرب کېدو لپاره د امام ابوحنیفه رحمه الله درې یاد شرطونه ذکر کړل او د حنفي فقهې د مشهور کتاب (ردالمختار) د درېیم ټوک د ۳۴۹ مخ په حواله یې لیکلي: «دارالاسلام نه دارالحرب کېږي، مګر په دې درېیو شرطونو سره، یو دا چې د اهل شرک احکام به په هغه هېواد کې جاري کېږي، دویم دا چې هغه هېواد له دارالحرب سره تړلی وي او درېیم دا چې هېڅ مسلمان او ذمي په کې د مخکې په څېر په امن کې نه وي.»

خو یاده سرچینه زیاتوي چې د صاحبینو یعنې امام ابو یوسف او امام محمد رحمه الله په نزد د یوه هېواد د دارالحرب کېدو لپاره یوازې یو شرط دی، هغه دا چې په هغه ځای کې په علني ډول اهل کفر ترسره شي، لکه د بدایع الصنایع د اووم جلد په ۱۳۱ مخ کې راغلي: ژباړه: «دارالاسلام په هغه صورت کې دارالحرب ګرځي چې هلته کفري احکام جاري شي.»

د یادې سرچینې په حواله، د «الموسوعه الفقهیه الکوینیه» د شلم توک په ۲۰۶ ام مخ کې د دارالحرب په اړه داسې راغلي: «دارالحرب هغې ځمکې ته وايي چې په ښکاره ډول په کې کفري احکام چلېږي.»

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د علمي مجمع ریاست د افتاء امریت زیاتوي، د بدایع کتاب لیکوال د صاحبینو د قول په توجیه کې لیکلي چې اسلام او کفر ته د دار اضافت او نسبت د اسلام او کفر د ظهور په خاطر دي او د اسلام او کفر ظهور د دوی د احکامو له ظهور سره مل دی، نو له دې امله دارالاسلام هغه ځای ته ویل کېږي چې د اسلام احکام په کې ښکاره وي او دغه راز دارالحرب هغه ځای ته وېل کېږي چې د کفر احکام په کې ظاهر وي.

سرچینه د بدیع الصنایع د اووم جلد د ۱۳۱مې صفحې په حواله لیکي چې د امام ابو حنیفه رح د قول د توجیه په اړه ویل شوي چې اسلام او کفر ته د دار له اضافت څخه هدف د اسلام او کفر نفس مراد نه دی، بلکې هدف ترې امن او ډار دی، په دې معنا چې که هغه هېواد چې مسلمانان په کې په بشپړ ډول امن وي (قانوني، سیاسي او ټولنیز ملاتړ ولري) او کفار په کې مطلقاً په ډار کې وي، دارلاسلام دی او برعکس که کفار په کې په بشپړ ډول امن وي (قانوني، سیاسي او ټولنیز ملاتړ ولري) او مسلمانان به کې د ډار حالت ولري، دارالحرب دی.

د دارالحرب احکام:

مولوي جمال الدین تایب لیکلي چې د جګړې محل او د هغه پر ضد د جهاد فرضیت، له دارالحرب څخه د هجرت فرضیت، په دارالحرب کې د قتل او قصاص نه موجودیت او … د دارالحرب احکام دي.

خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لاندې موارد د دارالحرب د احکامو په توګه یاد کړي دي:

‍۱- د حنفي فقهاوو په نزد په دارالحرب کې حدود او قصاص نه ترسره کېږي، خو د امام مالک او امام شافعي په نزد په دارالحرب کې هم حدود او قصاص ترسره کېږي، خو د حنابله وو په نزد، په دارالحرب کې حدود او قصاص واجبېږي خو تطبیق یې د دارالاسلام له راتګ وروسته ترسره کېږي. (الموسوعه الفقهیه، ۲۰ ام جلد او ۲۰۹ مه صفحه.)

۲ــ د زوجینو ترمنځ تفریق؛ یعنې هرکله چې د زوجینو ترمنځ یو دارالحرب پرېږدي او دارالاسلام ته هجرت وکړي او بل دارلحرب کې پاتې شي، د حنفي فقهاوو په نزد، د زوجینو ترمنځ بېلوالی راځي، خو د جمهور فقهاوو په نزد، تفریق صورت نه نیسي.

۳ـ پر دارالحرب د وسلو د پلور بندیز.

۴ـ که دارالحرب داسې وي چې مسلمانان په کې خپل دیني عملونه نه شي په ډاګه او ترسره کولی او له دارالحرب څخه د هجرت توان ولري، هجرت پرې واجب دی. (الموسوعه، همان جلد، ص ۲۰۷)

۵ـ د هغو کسانو د مالي او ځاني خوندیتوب نه موجودیت چې په دارالحرب کې ژوند کوي. (الموسوعه، همان جلد، ص ۲۱۴)

افغانستان دارالحرب دی یا نه؟

د راپورونو پر اساس، په ۱۳۹۲ کال کې په ترکیه کې د اندونیزیا، ایران، عراق، مصر، فلسطین، لبنان، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او هند هېوادونو د دیني عالمانو په یوه کنفرانس کې پرېکړه شوې وه چې «افغانستان یو اسلامي هېواد دی او نه شو کولای دغه هېواد ته دارالحرب خطاب وکړو او خلک یې مباح الدم وګڼو.»

دغه راز راپورونه ښيي چې د افغانستان د عالمانو شورا هم ویلي چې افغانستان دارالحرب نه دی.

په ورته وخت کې یوه دیني عالم د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل چې افغانستان دارالحرب نه دی، ځکه د ده په خبره، په افغانستان کې د «ظلم، منکراتو او ګډوډیو» پر موجودیت سربېره د دارالحرب کېدو شرایط صدق نه کوي او مسلمانان کولای شي جومات ته ولاړ شي، روژه ونیسي، دعوت وکړي او حج ته ولاړ شي.

یاد دیني عالم وویل: «حتی اروپايي هېوادونو ته چې هلته د مسلمانانو ځان په خطر کې نه دی او مسلمانان کولای شي په ازاده توګه دیني شعایر ترسره کړي، دارالحرب نه شو ویلای.»

دغه دیني عالم زیاته کړه، په هغه سیمه کې چې د مسلمانانو ژوند له ګواښ سره مخ وي او مسلمانان نه شي کولای په ازاده توګه خپل دیني عبادتونه ترسره کړي، هلته د ظلم د مخنیوي او سیمې د دفاع په خاطر جهاد روا دی.

د حج او اوقافو وزارت د علمي مجمع ریاست د افتاء امریت هم په دې اړه چې افغانستان دارالحرب دی او کنه؟ لیکلي، افغانستان ډېر پخوا دارلاسلام و، اوس هم دارالاسلام دی او دارالحرب نه دی؛ ځکه د دارلحرب تعریف په کې صدق نه کوي او د دارالاسلام تعریف دلته صدق کوي.

سرچینه د یادې پوښتنې په ځواب کې زیاتوي: «ځکه چې په دې وطن کې کفري احکام، ظاهراً نه یوازې د پلي کېدو وړ دي، بلکې په رسمي ډول منعه شوي، دغه راز مسلمانان له پوره قانوني، سیاسي او ټولنیز امنیت څخه برخمن دي او ان ویلای شو له قانوني لحاظه چې د نظامونو مشروعیت اساس جوړوي، د سیمې د ټولو هېوادونو په پرتله اسلامي اساساتو ته نږدې او غوره موقعیت کې ځای لري.»

د افغانستان د اساسي قانون په درېیمه ماده کې راغلي: «په افغانستان کې هېڅ قانون نه شي کولای د اسلامي دین له احکامو او اعتقاداتو سره په ټکر کې وي.»

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد وايي: «بناءً اوسنی جهاد او د افغانستان د علماو فتوا، ۲۰ کاله کېږي چې د امریکا د هجوم او اشغال پر وړاندې پیل شوې او تر اوسه د اشغال نښې پاتې دي، دلته واقعي اسلامي حکومت چې په کلمه طیبه مزین بیرغ یې درلود، د بي ۵۲ په وسیله رانسکور شو، توپخانې او نظامي بریدونه، څو چې بیا نظام جوړ نه شي او څو چې افغانان یو ځل بیا د خپلواکۍ احساس ونه کړي، جهاد زموږ وجیبه ده او پر مخ وړل کېږي، دا د دې اړتیا نه لري چې افغانستان دارالحرب اعلان کړو یا نه؛ نو ځکه په دې اړه باید شک ونه لرو چې اوسنی جهاد د افغانانو او زموږ د ملت مشروع حق دی؛ څو له خپل هېواد او ارزښتونو دفاع وکړي، تر هغه چې زموږ ارزښتونه بیا خپل ځای پیدا کړي او هېواد مو خپلواکی ترلاسه کړي… اوسنی جهاد به د هغه د لاملونو او اشغال، د فساد د له منځه وړو او په افغانستان کې د اسلامي نظام تر رامنځته کېدو پورې دوام لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په پېښور ښار کې د «زبیریه» دارالعلوم مسوول شیخ رحیم الله چې د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه یې پر خپل یوټیوب د خپلو خبرو یوه ويډیو خپره کړې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د دغه هېواد امنیتي ځواکونه یې «د دجال عسکر» یاد کړي او ویلي یې دي: «که پولیس دی، یا امنیت دی، یا مشرف دی او یا سلمان ټرمپ دی، هره بلا چې ده، د مسلمان لپاره د هغوی زیان له کافر څخه ډېر دی.

کافر ته د مسلمان مدرسه، جومات او کور نه دي معلوم، پوښتنه شوې هغه کافر چې د مسلمانانو ملک ته راشي او د مسلمانانو ځینې ډلې له کافرانو سره مرسته وکړي، حکم یې څه دی؟ حکم یې دارالحرب دی، هغه افغانان چې له ټرمپ سره مرسته کوي، حکم یې دارالحرب دی، د هغوی وژل فرض دي، د اشرف غني او سرتېرو وژل یې واجب دي؛ ځکه هغوی له کلیساوو ساتنه کوي او د هغو وژل د امریکایانو په شان واجب دي.»

خو په مشرانو جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازی مولوي محی الدین منصف وایي: «له بده مرغه هغه دریځ چې د پاکستاني مدرسو د مسوولینو له خوا غوره کېږي، دا ښیي چې دوی عالمان نه دي، د عالم په نوم استخباراتي موضوعات پر مخ وړي، افغانان مسلمانان وو او مسلمانان به وي، د بهرنیو ځواکونو عسکر چې په افغانستان چې شتون لري، د یوه تړون او اړتیا له مخې راغلي دي، شریعت هم اجازه ورکړې څو هغه هېواد چې اړتیا ولري، کولای شي له بل هېواده مرسته وغواړي، د اسلام په لومړیو کې هم داسې شوي دي.»

په ولسي جرګه کې د سمنګان د خلکو استازی مخدوم ابدالله محمدي هم وایي: «هغه عالم چې ووایي افغانستان دارالحرب دی، هغه شرعي علمیت نه لري او د هغه اسلام په شک کې دی. په افغانستان کې هېڅ قانون نه شي کولای له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي؛ خو په ځینو اسلامي هېوادونو کې غیر اسلامي قوانین شتون لري. هر څوک چې فتوا ورکړي چې افغانستان دارالحرب دی، هغه عالم نه دی. د پاکستان ځینو حکومتي عالمانو چې دا ډول فتوا یې صادره کړې، د هغوی ريښه د هماغه هېواد له استخباراتو اوبه څښي.»

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي او په یوه خصوصي پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي استاد عرفان الله عرفان په دې اړه وویل: «په افغانستان کې هم رهبران مسلمانان دي او هم په افغانستان کې ډېری قوانین له دیني او فقهي احکامو اخیستل شوي او مستنبط شوي دي، که څوک افغانستان ته دارالحرب وایي، دا ډول څرګندونې مغرضانه دي او شرعي او اسلامي اړخ نه لري.»

خواجه بصیر فطري

Hits: 2971

Check Also

هېواد کې د قرنطین وضع کېدو په اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري

کابل(پژواک،۷ غویی ۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو ځينې کاروونکو داسې مطالب خپاره کړي چې ګواکې هېواد …