د «صالح» او «محقق» ترمنځ فېسبوکي ناندرۍ خبر جوړوونکې شوې
پاروونکې ویناوې - نوومبر 24, 2019

د «صالح» او «محقق» ترمنځ فېسبوکي ناندرۍ خبر جوړوونکې شوې

کابل (پژواک ٣ لېندۍ ٩٨): د دولت ساز او ثبات او همپالنې ټېم د دوو ټاکنیزو ټيمونو د مهمو غړو ترمنځ د نېښ لرونکو الفاظو کارول پر فېسبوکي ناندریو بدلې شوې دي.

د پژواک معلومات ښيي چې د دولت ساز ټېم لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو تازه څرګندونو کې چې څلور ساعته مخکې یې پر فېسبوک خپرې کړې ویلي: ” د بحران هستې یو غړی پوښتنه کوي چې ښايي هزاره قومونه په لاریونونو کې کم ګډون وکړي. د هستې سر یې په ځواب کې ویلي، دا چې ګډون به وکړي یا به یې ونه کړي، جلا خبره ده، خو د هزاره وو حق د هغو د پزو په اندازه دی؛ کله چې الله تعالی پزې وېشلې هزاره وو ته یې کوچنۍ پزه ورکړه او ویې ویل، زړه دې اخلې یې، کنه به بې پژې به وې، ټول خاندي، دغه دي هغه خلک چې همګرايي تمثیل کړي.”

صالح د خپل یادښت په دوام داسې لیکلي:” که څارنوالي یا محکمه وغواړي دغه نژادي او له تعصب څخه ډکې کلمې د عدلي تعقیب لپاره ترلاسه کړي، په واک کې به یې ورکړي. په هغه ټېم کې له ثبات او همپالنې پرته نور هر څه شته. په دغه بوینو ادبیاتو د سیاست دعوا مطلق شرم دی، په ګډونوالو کې یې د پارلمان وکیلان او څو دولتي چارواکي شامل وو.”

خو د ثبات او همپالنې ټېم یوه پلوي حاجي محمد محقق د امرالله صالح د یادو څرګندونو په غبرګون په خپله فېسبوک پاڼه هم پر تخریبوونکو کلمو ځواب ورکړی دی.

محقق شاوخوا یو ساعت وروسته د امرالله صالح په ځواب کې ویلي:” د دولت ساز ټېم ځیني مشرانو د هزارګانو په پزه پورې نښتي، تازه دوران ته رسېدلې دغه کس ته په ځواب کې باید ووایم، شرف په پزه کې نه دی، شرف په اخلاقو او انسانیت کې دی، ته د ځان په فکر کې اوسه چې له دې ټولو خوش خدمتیو د پشې په څو تايي حساب یې، زما په ګومان د پشې په دوه تايي.”

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د پلویانو ترمنځ د نېښ لرونکو کلمو کارول تازه موضوع نه ده، بلکې دغه مسایل د ولسمشرۍ ټاکنو له لومړۍ ورځې پیل او تر اوسه دوام لري.

د پژواک د راپور له مخې، د «دروغجن، قاتل، مضر، نفاق اچوونکي، لېوني، چاینکي پز، چیلک انداز، اشرار، خاین، پوچ مغز، دوکه باز، درغلي کوونکی» او نورو نېښ لرونکو او تخریبوونکو کلمو کارول دي چې ځیني نوماندان د یو بل پر وړاندې د اصولپاڼې خلاف استفاده کوي.

له نوماندانو او پلویانو یې د خلکو هیلې

د دوو ټاکنیزو ټکټونو د مهمو غړو له خوا یو او بل ته د سختو او تخریبوونکو کلمو کارول په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د هغه اصولپاڼې په الف جز کې چې ټاکنو کمېسیون د روان کال د زمري په درېیمه اعلان کړه چې پر قوانینو او مقرراتو، د صداقت اصل، شخصیت ته د احترام پر اصل، سیاسي ازادۍ او قانون پر حدود او نورو ټینګار شوی دی.

په ورته وخت کې خلک تمه لري چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان او پلویان یې د یو بل پر وړاندې د تخریبوونکو الفاظو کارول د سوله ییز کلتور له مخې پر مخ یوسي او د ټاکنیزو مسایلو غوټه خلاصه کړي.

په فرهنګي چارو کې د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي په خپله فېسبوک پاڼه ویلي:” له افغانستانه نور رونډونه مه جوړوئ، د کابل جګړې تجربې د ټولو لپاره بس دي، د کرکې پیغامونه له ټولو ادرسونو ویجاړوونکي دي.”

مرتضوي په یوه بل پوسټ کې لیکلي:” افغانستان اوږد تاریخ لري، د بحرانونو له زړه تېر شوی دی، خو خلکو یې د بامیانو له غرونو نیولې د بدخشان تر لوړو څوکو، د هلمند له دښتو نیولې تر فراه او نیمروز، له فاریاب نیولې تر کنړ او ننګرهار تل په هر ځای کې د افغانستان لپاره زړونه تپېدلي دي.”

مرتضوي زیاته کړې:” د یو کس د بریالیتوب لپاره باید له قوم، ژبې، مذهب، سمت او … څخه د وسیلې په توکه استفاده ونه شي. له یادو ادرسونو استفاده که له هرې مرجع وي، ملي خیانت دی.”

نوموړي د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو غوښتي چې خپلو پلویانو ته باید د دې ډول فضا رامنځته کولو زمینه برابره نه کړي.

دغه راز د ولسي جرګې غړي محمد عارف رحماني یادې موضوع ته په اشاره امرالله صالح ته په خطاب لیکلي:” د دغه ډول کیسې بیانول زما هزاره لپاره ترخه خاطره ده، د څوکۍ او څو ورځني مقام د ترلاسه کولو لپاره له هغو سلګونو امنیتي دوسیې ډېر بد دي چې بهرنیانو ته د خدمت په موخه هزاره ګانو ته د فلاني هېواد د جاسوسانو په عنوان جوړې شوې، په یاد یې لرئ، دغه سپکاوی نه هېروو او نه یې بښو! خو په هغه صورت کې چې دغه لیکنه همدا اوس پاکه کړې او له هزاره قوم څخه هغه ته د سپکاوي په خاطر بښنه وغواړې!.”

په ورته وخت کې د مخابراتو پخواني وزیر عبدالرازق وحیدي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:” د انسانیت معیار لوړ فکر او انساني او اخلاقي ارزښتونو ته احترام دی، نه لنډې یا لوړې پزې، څه مهمه ده چې فیل هم اوږد خرطوم لري.”

د بهنود په نوم یوه فېسبوک کاروونکي په دې اړه لیکلي:” د قوم نوم، ژبې او نژاد ته سپکاوی انسانیت او د الله ج پیدایښت او ارادې ته سپکاوی دی، هېڅ قوم بد نه دی او هېڅ ژبه بده نه ده، ځکه د هغه په ټاکلو کې موږ هېڅ رول نه درلود، هغه څه چې انسانیت ته سپکاوی ښيي، بد اخلاق، غیرانساني لید او فکر، د پوهاي او علم نه درلودل دي، د قوم نوم او ژبې ته له هر ادرسه سپکاوی منسوخ دی او سپکاوي کوونکی خپل بد فکر نندارې ته وړاندې کوي.”

خو امرالله صالح د ځينو هغو فېسبوک کاروونکو په ځواب کې چې له نوموړي یې غوښتي وو له هزاره قوم څخه بښنه وغواړي په خپله فېسبوک پاڼه په تازه پیغام کې لیکلي:” ثبات او همپالنه باید د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه هزاره شریف قوم څخه بښنه وغواړي، که څارنوالي او محکمه هره شېبه وغواړي د ثبات او همپالنې ټېم په ناسته کې هزاره شریف قوم ته د بې احترامۍ او سپکاوي ثبوت ورکوم. ان نن شپه …”

صالح زیاته کړه” … خو د ښاغلي محقق د خبرو په تړاو، ښاغلی محقق صاحب اوس د سولې او برابرۍ له ټېم څخه ثبات او همپالنې ټېم ته بېځایه شوی دی. دوی د خپل همېشني عادت له مخې چې د کلام احترام په کې کم یا هېڅ نه مراعاتېږي، زه د پشې دو تايي بللی یم، دا چې قيمارباز نه یم، د دغه بدو خبرو پر معنا نه پوهېږم، خو پر دې پوه شوم چې ښکنځل دي. ښکنځا ته په ښکنځلو ځواب نه ورکوم، د کلام په احترام کې تل ناکام له وخت مخکې دغه سیاست ته د سیاسي ادبیاتو د درک هیله لرم.”

پر ټاکنو د څار بنسټونو د چارو شنونکي

بلخوا د چارو شنونکي او پر ولسمشرۍ ټاکنو د څار ډلو د ټاکنیزو ټکټونو له مهمو غړو او سیاستوالو غواړي چې په دغه حساس وخت کې خپلو خبرو او پیغامونو ته پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرائیوي رییس یوسف رشید پژواک خبري اژانس ته وویل:” په ډېر حساس وخت کې یو، زموږ ټولنه ډېره اغېزمنه ده، که په دې برخه کې د هېواد سیاستوال وړه تېروتنه او بې احتیاطي وکړي، کولای شي د ټاکنو پر بهیر ډېر منفي تاثیر ولري.”

د هغه په خبره، د هېواد سیاسیون باید هڅه وکړي داسې کلتور رواج کړي چې د ټاکنو د روڼتیا په برخه کې همکاري وکړي او د هغه خبرو مخه ونیسي چې د خلکو فکرونه ګډوډوي.

دغه راز د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادې شهلا فرید وویل، د یو او بل پر وړاندې د بدو خبرو کول او جوړول ناسم او د ټاکنیزو کړنلارو خلاف کار دی.

نوموړې زیاته کړه:” یو شمېر نوماندان له حدودو تېر شوي او دومره بدې او سختې خبري یو بل ته کاروي چې مقابل شخصیت بلکې خپل شخصیت ته یې هم زیان رسوي.”

د ټاکنیزو کمېسیونونو لیدلوری

بلخوا ټاکنیز کمېسیونونو د یادو موضوعاتو په اړه ویلي چې د یو بل لخوا د نوماندانو سپکاوی او رټل نه یوازې له

قانوني موادو څرګنده سرغړونه ده بلکې انساني کرامت تر پوښتنې لاندې راولي او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده

آصف احمدزی

Hits: 15138

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…