د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لس ډوله رایو تفتیش او بیاشمېرنه کوي
فیچري راپورونه - نوومبر 14, 2019

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لس ډوله رایو تفتیش او بیاشمېرنه کوي

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې له ټولو ۲۶۵۸۰ پرانستو محلونو په لسو کټګوریو کې د ٨٢٥٥ محلونو رايې تفتیش کوي او له سره شمېرې چې په دغه راپور کې یادې لس کټګورۍ په بشپړ ډول تشريح شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو ۸۴۹۴ هغو مرکزونو رایې چې د کمېسیون له خوا مشخص شوي وو او ۱۷۰۹ نورو محلونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم په همدې اړه یاد کمېسیون ته راجع کړي وو، له ارزونې وروسته د تکراري توب له امله د رایې ورکونې ٨٢٥٥ محلونه د تفتیش او بیا شمېرنې وړ وبلل.

د ټاکنو کمېسیون په دې اړه دوه پرېکړه لیکونه صادر کړل چې په کې راغلي، دغه تصمیم د ټاکنو قانون د ۸۷ مې مادې پر اساس او د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د فورمونو د ترتیب او تنظیم او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو د تطبیق په موخه د ټاکنو قانون د احکامو، لوایحو، طرزالعملونو او د کمېسیون د نورو مصوباتو له مخې د دارالانشا له خوا د پایلو د فورمونو د دسته بندۍ وړاندې شوي راپور ته په پام نیول شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۰۴مې ګڼې پرېکړه لیک چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د دسته بندۍ او تنظیم به اړه دی، د لړم په ۱۳مه خپور او له مولانا عبدالله پرته د ټاکنو کمېسیون د شپږو کمېشنرانو له خوا تصویب شوی دی. په یاده پرېکړه کې د رایې ورکونې د ۶۰۷۱ محلونو په اړه چې د بېلابېلو لاملونو له امله پرې ملاحظه موجوده ده، لاندې اجراات غوښتل شوي دي.

لومړی ډول: ۳۸۹۳ محلونه چې د بایومټریک رایو او د پایلو په فورم کې د رسول شوو رایو ترمنځ له پنځو رایو ډېر توپیر موجود دی، باید تفتیش او بیا وشمېرل شي او مسوول کسان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته معرفي شي او قانوني چلند ورسره وشي.

دویم ډول: د رایې ورکونې د ۵۴۳ محلونو په اړه دي چې د پایلو فورم یې په ډیجیټلي مرکز کې موجود دی خو اصل یې د پایلو د جمع بندۍ په ملي مرکز کې نشته، داسې اجراات دې وشي:

۱ـ د ناظرینو او مشاهدینو په موجودیت کې دې د صندوق په داخل کې د پایلو د فورم کاپۍ ته مراجعه وشي او هماغه فورمه دې طی مراحل شي.

۲ـ که د صندوق په داخل کې کاپي موجوده نه وه، د لوستلو وړ نه وه او یا یې د طرزالعمل خلاف قلم خوردګي درلوه، رایې دې بیا له سره وشمېرل شي.

۳ـ که د صندوق د داخل فورمې لاسلیک او ټاپه نه لرله او د درغلۍ نښې په کې موجودې وې، تفتیش دې شي. دغه راز د دغو محلونو د رایې ورکوونکو بایومټریک معلومات دې اړوند ولایتي ادارو ته ولېږل شي.

درېیم ډول: د رایې ورکونې په ۹۳ محلونه کې چې د پایلو فورم یې په ډیجيټلي مرکز کې نشته، خو اصل یې د جمع بندۍ په ملي مرکز کې موجود دی، لاندې اجراات دې وشي:

۱ـ د پایلو ۷۶ فورمونه چې د رایې ورکوونکو د بایومټریک معلوماتو او پایلو د فورم ترمنځ یې پنځه یا له پنځو کمې رایې توپیر وي، د طرزالعملونو مطابق طی مراحل شي.

۲ـ د پایلو ۱۷ فورمونه چې د رایې ورکوونکو د بایومټریک معلوماتو او پایلو د فورم ترمنځ یې له پنځو ډېرې رایې توپیر وي، له طرزالعمل سره سم تفتیش او بیا وشمېرل شي.

څلورم ډول: د رایې ورکونې د هغو ۱۱۱۰ محلونو په اړه دي چې رایې یې د پایلو ‌ډیجیټلي مرکز په فورم کې صفر خو د پایلو په اصلي فورمه او بایومټریک معلوماتو کې رایې ولري، لاندې اجراات دې وشي:

۱ـ د رایې ورکونې هغه ۵۳۳ محلونه چې د پایلو د فورم او بایومټریک رایې ورکوړنکو ترمنځ توپیر یې پنځه یا له پنځو رایو کم وي، طی مراحل دې شي.

۲ـ د رایې ورکونې هغه ۵۷۷ محلونه چې د پایلو د فورم او بایومټریک رایې ورکوونکو ترمنځ توپیر یې له پنځو رایو ډېر وي، د طرزالعمل مطابق دې تفتیش او بیا وشمېرل شي.

پنځم ډول: د رایې ورکونې ۲۳ محلونه چې رایې یې په اصلي فورمه کې صفر، خو د ډیجیټلي مرکز د پایلو په فورمه او بایومټریک معلوماتو کې رایې لري، د طرزالعمل مطابق دې تفتیش او بیاوشمېرل شي.

شپږمه ډول: د رایې ورکونې هغه ۲۳ محلونه چې د موظفو ټيمونو له خوا د کمېسیون ناستې ته د تصمیم نیونې لپاره راجع شوي، هر یو په جلا ډول د کمېسیون له خوا موجوده اسنادو ته په کتو دې وارزول شي او په اړه یې دې تصمیم ونیول شي.

اووم ډول: د رایې ورکونې هغه ۲۴ محلونه چې د موظفو ټيمونو له خوا تفتیش ته راجع شوي، تفتیش او د اړتیا په صورت کې دې بیاوشمېرل شي.

اتم ډول: د رایې ورکونې هغه ۳۶۲ محلونه چې د موظفو ټیمونو له خوا بیاشمېرنې او تفتیش ته راجع شوي، تفتیش او بیا دې وشمېرل شي.

نهم ډول: د رایې ورکونې هغه ۱۱ محلونه چې د کمېسیون له خوا تړلي اعلان شوي وو، خو بایومټریک معلومات لري، قرنطین او په اړه یې دې څېړنه وشي او د څېړنې پایلې ته په کتو دې له اړوند طرزالعملونو او لوایحو سره سم اجراات وشي.

لسم ډول: د ټاکنو کمېسیون ۱۰۵ پرېکړه لیک د بایومټریک ماشینونو او د هغو د حافظې کارتونو چې د رایې ورکولو له ۲۴۲۳ محلونو تر اوسه نه دي راغلي، په اړه یې دغه پرېکړه لیک د پنځو کمېشنرانو (حوا علم نورستانۍ، سید عصمت الله مل، مسافر قوقمندي، اورنګ زېب او محمد حنیف دانشیار) له خوا لاسلیک شوی خو یوې کمېشنرې (رحیمې ظریفي) دغه پرېکړه لیک نه دی لاسلیک کړی او بل کمېشنر (مولانا محمد عبدالله) یې په مخالفت لاسلیک کړی دی.

مولانا محمد عبدالله له دغه پرېکړه لیک سره مخالفت کړی او داسې یې لیکلي: «دغه پرېکړه د ټاکنو قانون د تعدیل د ۱۹مې مادې د دویمې فقرې، د تفتیش، بیاشمېرنې او لغوې د لایحې د یوولسم او اتم جزونو او د رایو د لغوه کېدو د طرزالعملونو د اتمې برخې خلاف او غیر بایومټریک رایو ته مشروعیت ورکول دي چې د قانوني سرغړونې له امله قضايي تعقیب هم لري.»

د ټاکنو قانون د تعدیل د ۱۹مې مادې په دویمه فقره کې راغلي، د پلانونو، لوایحو او اجرایوي طرزالعملونو د تصویب موخه د ټاکنو تطبیق دی.

په ۱۰۵ پرېکړه لیک کې داسې راغلي:

۱ـ د رایې ورکونې هغه ۱۲۸۷ محلونه چې د محل د رییس، د مرکز د مدیر، ولسوالۍ د امر او مامور، د ولایت دفتر د رییس، د امنیتي ارګانونو او کمېسیون د دارالانشا د تایید شوي راپور له مخې د ټاکنو په ورځ خلاص وو او پایلې یې د جمع بندۍ ملي مرکز یا ډیجیټلي پایلو د ارزونې او جمع بندۍ مرکز ته لېږل شوې دي، خو بایومټریک ماشینونه، د حافظې کارت او بایومټریک معلومات یې مرکز ته نه دي انتقال شوي او د رایې ورکونې صندوق یې د ولایتي دفتر په ګودام کې موجود وي او یا یوازې د حافظې کارت نه وي، که درغلۍ او سرغړونو په اړه یې راپور یا سند نه وي، د رایې ورکونې صندوق دې ناظرینو، مشاهدینو، رسنیو او ټاکنیزو کمېسیونونو د استازو پر وړاندې تفتیش او بیا وشمېرل شي او د باوري بایومټریک د ثبت تصدیق دې د رایو د بیاشمېرنې په ځانګړي فورم کې ثبت او راپور دې یې د بیاشمېرنې/ تفتیش له فورمو سره یو ځای د کمېسیون ناستې ته وړاندې شي.

دغه راز په یاد پرېکړه لیک کې زیاته شوې، د بایومټریک ماشینونو او حافظې کارت په ګډون دې د بایومټریک معلوماتو ته د نه رسېدو موضوع د ټاکنیزو چارو، خدمتونو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ریاستونو له خوا وڅېړل شي او په اړه یې دې کمېسیون ته راپور ورکړي.

۲ـ د رایې ورکونې ۱۱۳۶ محلونه د محل د رییس، مرکز د مدیر، د ولسوالۍ د امر او مامور، د ولایت دفتر د رییس، د امنیتي ارګانونو او کمېسیون د دارالانشا د راپور پر اساس تایید وي، خو د پایلو فورم یا انځور یې نه وي رسېدلی، د بایومټریک ماشینونو د حافظې کارت نه وي او مرکز ته بایومټریک معلومات نه وي انتقال شوي؛ په هغه صورت کې چې د درغلۍ او سرغړونې په اړه یې راپور او اسناد نه وي موجود او د رایې ورکونې صندوق د ولایتي دفتر په ګودام کې موجود وي د رایې ورکونې صندوق ته دې مراجعه وشي او د دغه پرېکړه لیک د (۱) فقرې د حکم له مخې دې اجراات وشي.

۳ـ په پورته ذکر شوو ټولو مواردو کې دې لازمې څېړنې وشي او د اړوند ولایتي دفتر د ریاست د احوالو د حسب او د اسنادو له مخې دې د ولسوالۍ امر او مامور، د مرکز د مدیر او محل رییس تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

د ټاکنو کمېسیون د دوو پرېکړه لیکونو له مخې، د هغو محلونو شمېر چې بیاشېمرنې ته یې اړتیا لرله، ۸۴۹۴ دی، خو د روانې لړم میاشتې په ۱۸مه د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رهبرۍ غړو د پرېکړې له مخې، په ۳۴ ولایتونو کې د ۸۲۵۵ محلونو رایې تفتیش او بیا شمېرل کېږي.

هغه محلونه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یې د تفتیش او بیاشمېرنې غوښتنه کوي:

د ټاکنو کمېسیون ۱۰۴ پرېکړه لیک د دویم بند له مخې، د رایې ورکونې په ۱۷۰۹ ملحونو کې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د لړم د څلورمې نېټې د ۱۳۹۹ شمېرې مکتوب له لارې کمېسیون ته د تفتیش او بیاشمېرنې په موخه لېږل شوي دې، لاندې اجراات دې وشي:

 ۱ـ د رایې ورکونې د ۱۱۷ مرکزونو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې موضوع چې د تړلو راپور یې ورکړل شوی، له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره شریکه شوې او په دې اړه په ګډ بحث کېږي.

۲ـ د رایې ورکونې د ۱۵۹۲ نورو محلونو په اړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا راجع شوي، د کمېسیون په دغه پرېکړه لیک کې د هغو له شاملېدو یا نه شاملېدو په صرف نظر، د یاد کمېسیون له پرېکړو سره سم دې اجراات وشي.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارې پژواک ته وویل، ۲۱۱۸ محلونو رایې بیا شمېرنې ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۳۰ مرکزونه او ۱۰۵ محلونه لغوه شوي او د یادو مرکزونو او محلونو نوملړ ټاکنو کمېسیون ته لېږل شوی دی.

هغه وویل، د رایو د بیا شمېرنې په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې د تطبیق وړ دي او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون په جدي توګه د هغو مرکزونو او ملحونو د رایو د بېړنۍ بیاشمېرنې غوښتنه کوي چې بیاشمېرنې ته اړتیا لري، له دې پرته به د ټاکنو کمېسیون له ولایتي رییسانو سره قانوني چلند وشي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبيح الله سادات وایي چې د تکراريتوب او نورو ستونزو له امله د رایو د یباشمېرنې د محلونو شمېر کم شوی چې له دې ډلې یو شمېر داسې محلونه دي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا د ټاکنو کمېسیون ته د تفتیش او بیاشمېرنې لپاره استول شوي وو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون توضيح:

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ وايي چې دغه کمېسیون د روڼوالي ساتلو او له ناپاکو رایو د پاکو رایو بېلولو په موخه د پایلو ټولولو د ملي مرکز ټول معلومات د ډیجیټلي پایلو د جمع بندۍ له مرکز سره مقایسه کړې او وروسته یې د رایې ورکوونکو له هغو بایومټریک معلوماتو سره چې درملوک کمپنۍ تجزیه او تحلیل کړي وو، تطبیق کړل.

د نوموړي په خبره، له دې امله د رایې ورکونې له ټولو (۲۹۵۸۶) محلونو چې د ټاکنو په ورځ په پام کې نیول شوي وو (۲۶۵۸۰) خلاص او ۳۰۰۶ نور تړلي وو چې د فعالو مرکزونو د پایلو فورمونه د پایلو ټولولو ملي مرکز ته لېږل شوي او له بایومټریک معلوماتو سره تطبیق شوي دي، د رایې ورکونې ۸۲۵۵ ملحونو، طرزالعملونو او لوایحو ته په کتو سره، ستونزه درلوده، چې کمېسیون په بشپړ غور او قانوني احکامو، لوایحو او طرزالعملونو مراعاتولو له لارې د باوري رایو مشخصولو لپاره د ۱۰۴ او ۱۰۵ پرېکړه لیکونو مطابق تفتیش او بیاشمېرنې ته راجع کړي دي.

هغه وویل: “د هېوادوالو او په ټاکنو کې دخیلو لورو د لا ډېر اطمینان لپاره یو ځل بیا ټینګار کوو چې یوازې هغه رایې چې بایومټریکي اساس ولري او د طرزالعلمونو او لوایحوا پر اساس سمې وي، باوري ګڼل کېږي او یو شمېر ټاکنیز ټيمونه غیر بایومټریک رایو ته د باور ورکولو له امله سخت اندېښمن دي. موږ د دوی اندېښنې درک کوو او له دوی څخه غواړو چې د کمېسیون پرېکړو ته، په ځانګړې توګه ۲۴۲۳ هغو محلونو ته چې د ۱۰۵ ګڼې پرېکړې له مخې، ځانګړي تفتیش او بیاشمېرنې ته راجع شوي، کلک پام وساتي.”

د ده په خبره، کمېسیون د ټاکنو قانون د ۸۶یمې مادې، د رایو د جمع بندۍ لایحې د ۹مې مادې او د رایو د لغوې، بیاشمېرنې او تفتیش د لایحې د نهمې مادې د ۱۱ جز پر اساس مکلف دی څو هغه صندوقونه چې د درغلۍ نښې پرې ښکاري، تفتیش کړي او بیا وشماري.

هغه روښانه کړه، پر دې اساس کمېسیون به د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې او د هر محل په تړاو له تصمیم او بحث وروسته ډېر ژر د هغو د لغوې یا باوري ګڼلو په اړه قضاوت وکړي، خو د یادو مواردو د بیاشمېرنې او تفتیش د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته د هغو د لغوې یا تایید په اړه تصمیم نیول کېږي او د افغانستان خلکو او نوماندانو ته پر ټاکلي وخت اعلانېږي.

د ټاکنو کمېسیون یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل، له ۱۳۷زره ډېرې رایې قرنطین شوې، له ټاکلي وخت مخکې او وورسته ۱۰۲ رایې او د درملوګ کمپنۍ له خوا تر ۸۶زره ډېرې بې باوره ګڼل شوې رایې هم په تفتیش او بیا شمېرنه کې شاملې دي.

هغه د درملوګ کمپنۍ له خوا ۱۳۷ قرنطین رایو ته په اشاره وویل، دغه رایې د هغو ماشینونو اړوند دي چې د ټاکنو په ورځ د لسګونو رایو له استعمال وروسته خرابې شوې او پر ځای یې له تقویتي ماشیونونو ګټه اخیستل شوې ده.

نوموړي د بېلګې په توګه وویل، د نمونې په ډول په یوه دستګاه کې ۵۰ رایې استفاده شوې خو په یاده دستګاه کې د ستونزې له پیدا کېدو وروسته د پاتې رای ورکوونکو د معلوماتو د ثبت لپاره له تقویتي دستګاوو استفاده شوې ده.

هغه روښانه کړه چې د رایې ورکونې په یو شمېر محلونو کې له دوو استفاده شوو دستګاوو د یوې معلومات د دستګاه او د دویمې دستګاه معلومات د کمپیوټر کارانو په وسیله سرور ته انتقال شوي چې له همدې امله د ۱۳۷زره رایو توپیر رامنځته شوی دی.

د ده په خبره، درملوګ شرکت ژمنه کړې چې د استعمال شوو رایو په اړه به خلکو ته ډېر او عام فهمه توضيجات ورکوي.

سرچینې له ټاکنیز وخت مخکې او وروسته د ۱۰۲ رایو استعمال په بایومټریک ماشینونو کې د تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو له امله وباله او ویې ویل، په ځینو ماشینونو کې ان د رایې ورکوونکو تاریخ د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر تر میاشتې دی.

هغه روښانه کړه، د بایومټریک دستګاوو د وخت او نېټې تغییر شکونه راپورته کړي خو سازمان شوې درغلي نه وه، له همدې امله تفتیش او بیا شمېرل کېږي.

هغه د بېلګې په ډول وویل:”په یوه محل کې ۴۰۰ کسانو د رایې ورکونې لپاره نوم لیکنه کړې، خو په بایومټریک ماشین کې یوازې شپږو کسانو رایې ورکړې، که موخه درغلي وای، درغلي کوونکي کولای شول ۴۰۰ رایې دستګاه او د رایو صندوق ته زیاتې کړي او دغه شپږ رایې چې له ټاکنیز وخت بهر دي، ښيي چې ستونزه تخینکي ده، نه سازمان شوې درغلي.”

دغه راز نوموړي ۸۶ زره نامعتبرو رایو ته په اشاره وویل، دغه رایې چې د درملوګ شرکت له خوا نامعتبرې اعلان شوې، اوس تفتیش او بیاشمېرنه کې شاملې شوې او د دغه بهیر له پای ته رسېدو وروسته به د ټاکنو کمېسیون د هغو د لغوې یا باوري ګڼلو پرېکړه وکړي.

نوموړي د دې په روښانولو چې د رایو ورکونې د ۱۷۰۹ محلونو چې ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تفتیش او بیاشمېرنې وړ بللي، اسناد او مدارک شته، وویل، له همدې امله پرېکړه وشوه چې دواړه کمېسیونونه دې پر یو وخت تفتیش او بیاشمېرنه وکړي، څو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وکولای شي ټول محلونه پر یو وخت وڅاري.

هغه جدول چې پژواک ترلاسه کړی، په ډاګه کوي چې لس هغه ولایتونه چې د رایې ورکونې ډېر محلونه یې تفتیش او بیاشمېرنې ته تللي، په ترتیب سره په کابل کې ۱۱۳۲ محلونه، ننګرهار کې ۷۷۴، پکتیا کې ۷۱۵، بغلان کې ۷۱۲، هلمند کې ۵۹۰، پکتیکا کې ۳۸۸، غزني کې ۳۴۶، خوست کې ۳۲۷ او بدخشان کې ۲۸۶ محلونه دي.

دغه راز په غور ولایت کې ۲۴۶ محلونه، فاریاب کې ۲۳۴، میدان وردګو کې ۱۹۳، کاپیسا کې ۱۸۹، هرات کې ۱۷۷، زابل کې ۱۵۴، لوګر کې ۱۵۲، کونړ کې ۱۲۵، پروان کې ۱۰۶، نورستان کې ۱۰۶، فراه کې ۸۹، تخار کې ۷۷، لغمان کې ۶۰، دایکنډي کې ۵۸، نیمروز کې ۵۳، کندوز کې ۵۱، سرپل ۴۳ کې، بلخ کې ۳۵، سمنګان کې ۲۸، اروزګان کې ۲۴، بامیانو کې ۱۷، جوزجان کې ۱۳، پنجشېر کې ۹ او په بادغیس کې ۵ محلونه تفتیش او بیاشمېرنې ته اړتیا لري.

پر ټاکنو د څار بنسټونه:

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) وايي چې ټاکنو کمېسیون باید د اصولو او قوانینو په رڼا کې د ټولو نوماندانو له باصلاحیته استازو سره د ناظرینو په موجودیت کې فوق العاده ناسته ترسره کړي او د خپل کار منطق او لارې چارې له یو بل سره شریکې کړي.

دغه راز د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو له ټاکنیزو ټکټونو او د ټاکنو بهیر له اړوند لورو غوښتي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې مداخله ونه کړي او اجازه ورکړي څو کمېسیونونه په ارامه فضا کې خپل تخنیکي او مسلکي کار ترسره کړي.

د ټاکنو قانون:

د ټاکنو قانون د ۸۷ مې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي، د ټاکنو کمېسیون یا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له احوالو سره سم کولای شي په هغو مواردو کې چې د رای شمېرنې بهیر تر اعتراض لاندې راشي، د وروستیو پایلو له اعلان مخکې د رایې ورکونې د ټولو پاڼو یا یوې برخې شمېر په ټاکنیزه حوزه کې صادر کړي.

د یادې مادې په دویمه فقره کې راغلي، په یو شمېر ټاکنیزو حوزو یا مرکزونو کې د رایې ورکوونکو کم ګډون د ټاکنیزو ازادو او عمومي اصولو د زیان رسېدو په معنا نه دی.

دغه راز د یادې مادې په څلورمه فقره کې راغلي، د یوه نوماند په ګټه په یوه صندوق کې له ۸۰ سلنه د ډېرو رایو استفاده د جرم لامل نه شي کېدای خو په هغه صورت کې چې پر دلایلو او شواهدو ولاړ اعتراض د موجوده جرم ترسره کېدل توجیه کړي.

  ټاکنو کمېسیون د رایو د بیاشمېرنې بهیر د روان کال د لړم په ۱۹ مه پیل کړ، خو د ثبات او همپالنې ټېم رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دغه بهیر نامشروع وباله او د هغه د ژر درېدو غوښتنه یې وکړه، عبدالله ګواښ وکړ چې که د رایو د بیاشمېرنې بهیر دوام وکړي افغانستان به له بحران سره مخ شي او مسوولیت به یې د دولت ساز ټېم پر غاړه وي.

 دغه راز رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار هم دغه بهیر تحریم کړ. په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ټاکنو نهو نوماندانو هم د لړم په ۲۰ مه د رایو د بیاشمېرنې بهیر سره مخالفت وکړ، خو دولت ساز ټېم د رایو د بیاشمېرنې بهیر ملاتړ کړی دی.

 د پژواک د خبریالانو د راپورونو له مخې، د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې بهیر نورمال روان دی، په دوو ولایتونو کې بشپړ شوی او د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې یې د ثبات او همالنې ټېم مخه نیولې ده.

 ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷ مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶ اعلان شي، خو وروسته کمېسیون وویل چې لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳ مه او وروستۍ به د لیندۍ په ۱۵ مه اعلان کړي.

 په همدې حال کې ټاکنو خپلواک کمېسیون نن اعلان وکړ چې د ټاکنیزو ټېمونو اعتراضونو او شکایتونو ته د رسېدو په موخه یې په ټولو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه او تفتیش ځنډولی او له همدې امله لومړنۍ پایلې له ټاکلي وخت وروسته اعلانېږي.

عزیزالله همدرد

Hits: 7684

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…