پر شرایطو برابر ځيني کسان د نومونو د حذف له امله له رایې ورکولو پاتې شول
فیچري راپورونه - سپتمبر 29, 2019

پر شرایطو برابر ځيني کسان د نومونو د حذف له امله له رایې ورکولو پاتې شول

کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸): یو شمېر کسان چې پر پېژندپاڼو یې سټېکر هم لګېدلی وايي چې د رایې ورکونې مرکزونو ته د مراجعې پر مهال ورته مسوولینو ویل چې په سیستم او نوملړ کې یې نومونه نشته او رایه نه شي ورکولی.

د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکونې بهیر نن په ټول هېواد کې ترسره شو او خلکو د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.

د پژواک موندنې ښيي چې یو شمېر رایې ورکوونکي له بایومټریک ماشینونو د دوی د نومونو د لرې کېدو له امله له رایې ورکونې بې برخې شول.

ذکي دریايي پر خپله فېسبوک پاڼه داسې انځور خپور کړی، په ډاګه کوي چې د رحمن په نوم یو کس له دې امله چې په سیستم او پاڼه کې یې نوم نه و، له رایې ورکونې پاتې شوی دی.

د نیلوفر مرادي په نوم د فېسبوک یوې کاروونکې د رایې ورکونې د یوه مرکز د بایومټریک ماشین انځور خپور کړی چې ښيي، د محمد افضل په نوم یو کس هم د رایې ورکونې له حقه بې برخې شوی او نوم یې له لېسته لرې شوی و.

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د بي بي رابعې لېسې د رایې ورکونې مرکز له هغو مرکزونو دی چې دغه ستونزه په کې وه.

د پژواک خبریال د رایې ورکونې په مرکزونو کې اووه داسې کسان لیدلي چې نومونه یې د رایې ورکوونکو په نوملړ کې نه و.

۴۵ کلنې نسیمې په دغه مرکز کې پژواک ته وویل، مخکې یې په همدغه مرکز کې نوم لیکنه کړې او د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې هم دلته رایه ورکړې خو اوس د یاد مرکز کارکوونکي وايي چې نوم يې پاک شوی دی.

هغې زیاته کړه، نوم یې له کوم لامل پرته لرې شوی او د رایې ورکونې له حقه بې برخې شوې ده.

نوموړې وویل، نه یوازې زما، بلکې د پنځو نورو کسانو نومونه چې په دغه مرکز کې یې له ما سره یو ځای نوم لیکنه کړې او خپلوان مې دي، هم پاک شوي او نه شي کولای رایې ورکړي.

دغه راز یاده ستونزه د کابل ښار د څلورمې حوزې د حاجي محمد داوود جامع جومات د رایې ورکونې په مرکز کې هم موجوده ده.

یوه رایې ورکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل: ((په همدغه مرکز کې مې نوم لیکنه کړې وه، د ولسي جرګې په ټاکنو کې مې دلته رایه ورکړې وه، خو اوس د یاد مرکز مسوولین له کوم لامل پرته وايي چې نوم دې پاک شوی او که رایه هم ورکړم نه شمېرل کېږي.))

هغه زیاته کړه: ((زما په څېر نور کسان هم په یاد مرکز کې له ستونزو سره مخ وو… دا یوه بې عدالتي ده چې یو شمېر هېوادوال د رایې ورکونې له حقه بې برخې کېږي… له دغه وضعیته ښکاري چې نن ټاکنې نه وې، بلکې یوه ټاکنیز ډرامه وه چې ترسره شوه… مسوولین باید هغو کسانو ته ځواب ووايي چې نومونه یې له لېسته پاک شوي دي.))

د کابل ښار د درېیمې حوزې یوه اوسېدونکي محمد عابد وویل، په تېرو ټاکنو کې یې د کابل ښار د محمود هوتکي په لېسه کې نوم لیکنه کړې او پر پېژندپاڼه یې ځانګړی سټېکړ وهلی، خو نن یې ونه شو کولای چې په یاد مرکز کې رایه ورکړي.

هغه زیاته کړه: ((نن دغه مرکز ته ولاړم چې رایه ورکړم، خو په نوملړ کې مې نوم نه و او د هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو له حقه بې برخې شوم.))

له یو شمېر نورو ولایتونو هم د ورته ستونزو د شتون راپورونه ورکړل شوي دي.

د کندهار اوسېدونکي حاجي لعل خان چې له ورته ستونزې سره مخ و، وویل، د رایې ورکونې له مسوولینو سره تر بحث وروسته هم بریالی نه شو چې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

د پژواک د معلوماتو له مخې، په کاپیسا، پروان، پنجشېر، کندهار، تخار او ننګرهار ولایتونو کې هم یو شمېر کسان له ورته ستونزو سره مخ او د رایې ورکونې له حقه بې برخې شوي وو.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ وویل، ښايي د ځینو تخنیکي ستونزو له امله په یو شمېر مرکزونو کې د رایې ورکوونکو نومونه پاک شوي وي خو رایه ورکوونکي کولای شي خپله رایه وکاروي.

هغه زیاته کړه، د رایې ورکونې مسوولین په هغه صورت کې کولای شي چې د رایې ورکوونکو ته د رایې ورکونې شرایط برابر کړي چې نومونه یې په بایومټریک ماشینونو او یا ژورنالونو کې ثبت وي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((په دې اړه موږ ته یو شمېر راپورونه رسېدلي خو دا ستونزه جدي او سراسري نه ده. هر هغه رایې ورکوونکی چې نوم یې په بایومټریک ماشین یا ژورنال کې ثبت وي، کولای شي رایه ورکړي، ان که د رایې ورکوونکي نوم په دواړو کې هم ثبت نه وي، کولای شي رایه ورکړي.))

ننګ زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون د قانون له مخې مکلف دی چې په دغه بهیر کې خلکو ته د ګډون زمینه برابره کړي او د هغه څه په اړه  ځواب ورکوونکی وي چې مسوولیت یې لري.

هغه زیاته کړه: ((که کوم کس له دې ستونزې سره مخ وي او رایه یې نه وي ورکړي، دویم ځلي دې مراجعه وکړي او رایه دې ورکړي.))

د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له مخې، د رایې ورکونې بهیر د مازدیګر تر پنځو بجو غځېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، هغه کسان چې نومونه یې له لېسته پاک شوي وايي، له پرله پسې هڅو او ټینګار وروسته هم د رایې ورکونې د مرکزونو مسوولینو دوی ته د رایې ورکونې اجازه نه ده کړې.

خواجه بصیر فطري

Hits: 6281

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…