عبدالله و غنى به دليل وعده خلافيها در انتخابات قبلى، برخى حاميان کليدى خود را از دست دادند
فیچري راپورونه - سپتمبر 26, 2019

عبدالله او غني د تېر دور ټاکنو پر ژمنو نه درېدو له امله خپل ځیني پلویان له لاسه ورکړل

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): د ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله او اشرف غني د کمپایني دورې ژمنو نه عملي کېدل د دې لامل شوي چې په دغه دور ټاکنو کې د مخکني کمپاینونو د مشر په ګډون د هغوی لسګونه پلویان مخالف اړخ ته مخه کړي.

د عبدالله پلویان چې له غني سره یوځای شوي:

عبدرب الرسول سیاف، فضل هادي مسلمیار، عبدالرووف ابراهیمي، امرالله صالح، ګل اقا شېرزی، عبدالهادي ارغندیوال، انجنیر محمد خان، زلمی رسول، میرویس یاسیني، فریدون مومند، له لغمانه انجنیر قرار، امان الله ګذر، حاجي امان خیري، مولانا فرید، د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت او جاوېد فیصل د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله له مهمو پلویانو وو؛ خو د روان کال په ټاکنو کې یې خپل ملاتړ د اشرف غني په رهبرۍ له دولت جوړوونکي ټاکنیز ټېم څخه اعلان کړی دی.  

د بلخ ولایتي شورا رییس ډاکتر حدید، په ولسي جرګه کې د بلخ وکیلانو او عطامحمد نور ته نږدې نورو کسانو چې مخکې یې له ډاکتر عبدالله ملاتړ کاوه؛ خو اوس له دولت جوړوونکي ټېم سره یوځای شوي دي.

د غني پلویان چې له عبدالله سره یوځای شوي:

جنرال عبدالرشید دوستم، حاجي دین محمد، کریم خلیلي، انجنیر وحیدالله سباوون، حاجي حبیب احمدزی، مولوي قلم الدین، حضرت عمر زاخېلوال، ډاکتر انوارالحق احدي، حاجي همایون همایون، حاجي ظاهر قدیر، سید منصور نادري، حاجي زمری احمدزی او نور، په تېرو ټاکنو کې د اشرف غني له مهمو پلویانو وو؛ خو د روان کال په ټاکنو کې یې خپل ملاتړ د ډاکتر عبدالله په رهبرۍ د ثبات او همپالنې له ټېم سره اعلان کړی دی.

بې طرفه شخصیتونه:

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی، حنیف اتمر چې ځان یې نوماند کړی و خو اوس منصرف شو، د بلخ مخکنی والي عطامحمد نور، یونس قانوني، محمد اسماعیل خان، حکمت کرزی، پیر سیداحمد ګیلاني او حاجي حضرت علي هغه کسان دي چې بې طرفه پاتې دي.

د چارو شنونکي:

د چارو شنونکي په دې اړه چې ولې دغو پلویانو یاد دوه کسان پرېښودل؟ بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو یو شنونکی محمد حسن حقیار وویل، داسې ډېر کسان پېژني چې په تېر دور ټاکنو کې له اشرف غني سره وو، خو اوس د ثبات او همپالې له ټېم سره یوځای شوي دي او همدارنګه ځیني غټې څېرې چې په تېره دوره کې له ډاکتر عبداله سره یوځای وې، اوس له دولت ساز ټېم سره یوځای شوې دي.

هغه زیاته کړه، یو غټ دلیل یې دا دی، هغه ژمنې چې کاندیدانو خپلو پلویانو ته ورکړې وې، عملي نه شوې او هغه پوسټونه چې ژمنه یې کړې وه، خپلو پلویانو ته ورنه کړل او دا لامل شول چې د یوه ټېم پلویان بل ته ورشي.

دغه راز د نوموړي په باور، په هېواد کې د نا امنیو ډېروالی، د سولېؤ بېخ بناوو او د ژوند او اقتصادي مسایلو د حل لپاره د یوې مشخصي او بنسټیزې برنامې نه شتون هغه نور غټ دلیلونه دي چې د دغو ټېمونو پلویان زړه توري شي او له بل ټېم سره یوځای شي.

هغه د بېلګې په توګه وویل، اشرف غني د دې ترڅنګ چې د تېرو ټاکنو دوره کې یې له خپلو پلویانو سره پر کړو ژمنو عمل ونه کړ، په تېرو پنځو کلونو کې یې انحصارطلبي او یکه تازي هم درلوده او دا هم د دې لامل شول چې پلویان یې دی پرېږدي او د عبدالله لوري ته ورشي.  

دغه راز د هغه په خبره، عبدالله هم پر هغو ژمنو عمل ونه کړ چې د تېرې دورې په ټاکنو کې یې له خپلو یادو پلویانو سره کړې وې؛ نو ځکه یې پلویانو دی پرېښود.

د سیاسي چارو یوه بل شنونکي سیف الدین سیحون وویل چې دغه ډول کسان پر دوو کتګوریو وېشل کېږي او دوه غټ دلیلونه دي چې د یوه ټېم پلویان بل ته ورځي او خپل ملاتړ یې له مخالف ټېمه اعلان کړی دی.

هغه زیاته کړه: ((لومړۍ ډله، هغه کسان دي چې د شخصي او کورنیو ګټو لپاره یې د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې له یوه کاندیده ملاتړ کړی و، خو کله چې یې ولیدل خپلو موخو ته ونه رسېدل؛ دوستان او خپلوان یې پر هغو پسټونو چې باید ګومارل شوي وای، ونه ګومارل شول، نو په دې دوره ټاکنو کې یې له مخالف ټېمه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.))

نوموړي د دغه ډول کسانو د دویمې ډلې په اړه وویل چې دغو چارواکو د ټاکنو په تېر دور کې ځینې برنامې چې یې اعلان کړې وې، عملي یې نه کړې، دا لامل شو چې پلویان یې پر دوی بې باوره شي او بل ټېم ته ورشي.

دغه راز د نوموړي په باور، په هېواد کې د نا امنیو ډېروالی، د سولې، بېخ بناوو او د ژوند او اقتصادي مسایلو د حل لپاره د یوې مشخصي او بنسټیزې برنامې نه شتون هغه نور غټ دلیلونه دي چې د دغو ټېمونو پلویان زړه توري شي او له بل ټېم سره یوځای شي.

ولې، هغه کسان چې پرون د اشرف مهم پلویان وو، نن د هغه سرسخت مخالفین دي؟ ځینو دغو کسانو دغه ولې ته ځواب ویلی دی.

د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند رهبر جنرال عبدالرشید دوستم، د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې د اشرف غني لومړی مرستیال و او د کمپاینونو په دوره کې دوستم د اشرف غني په ګټه فعال کمپاین کاوه.

د طلوع ټلوېزیون د یوه ویډیويي ګلیپ پر اساس، دوستم د تېر دور ټاکنو په یوه کمپاین کې د ډاکتر عبدالله په اړه داسې ویلي وو: ((ډاکتر عبدالله که تاجک وي چې که هر څه وي، یو ناتوانه شخص دی؛ دغه هغه څوک چې زموږ په خلکو کې نېک نوم نه لري.))

خو اختلافات له کوم ځایه پیل شول؟

د پژواک د یوه راپور له مخې، د دوستم او غني ترمنځ اختلافات هغه وخت پیل شول چې د ۱۳۹۵ کال په لیندۍ میاشت کې، د جوزجان ولاست پخواني والي او قومي مخور او د ملي جنبش مخکني غړي احمد ایشچي له رسنیو سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې د دوستم په سپارښتنه له نیولو وروسته د هغه کسانو دی وهلی او جنسي تېری یې هم پرې کړی دی.

دغه راز د یوه بل راپور پر اساس چې جنرال دوستم له رامنځته شوو دغو لانجو وروسته ترکیې ته ولاړ او د یونیم کال لپاره هلته پاتې شو.  

د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند ویاند د ثبات او همپالنې له ټېم سره د جنرال دوستم د یوځای کېدو په اړه خبرې لري:

د جنرال دوستم په رهبرۍ د دغه حزب ویاند بشیراحمد تینج په دې اړه چې ولې جنرال دوستم چې مخکې د ولسمشر غني لومړی مرستیال و، د ثبات او همپالنې له ټېم سره یوځای شو؟ پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ښکاره ده چې مخکني ولسمشر د تېر دور ټاکنو په جریان کې، هغه ژمنې چې کړې وې، عملي نه کړې، ښاغلي غني د دې پر ځای چې د هېواد د ستونزو په اړه فکر وکړي، د ځان په اړه یې فکر وکړ، انحصاري او تعصبي عمل یې وکړ؛ د دغو دلایلو له مخې مو د یوه اغېز لرونکي سیاسي جریان په توګه وغوښتل چې له هغه بېل شو.))

نوموړي زیاته کړه، که چېرې د ملي وحدمت حکومت ولسمشر پر خپلو ژمنو عمل کړی وای، نن به یې جنرال دوستم ترڅنګ ولاړ و او له هغه به یې کلک ملاتړ کړی و.

د افغانستان د نوین اسلامي ګوند رییس او د ولسمشر سلاکار وزیر انجنیر وحیدالله سباوون چې په وروستیو کې د ثبات او همپالنې له ټېم سره یوځای شوی دی، هم له دغه ټېم سره د ځان د یوځای کېدو په اړه وویل: ((په تېر دور ټاکنو کې موږ ځکه غني ته ورغلو چې هغه یو عالم او متفکر شخص و او په تېرو جګړو کې دخیل نه و او فکر مو کاوه، کومې برنامې چې لري، د افغانستان ستونزې به هوارې شي او سوله به ټینګه شي، خو له بده مرغه چې امنیتي وضعیت خراب شو، د خلکو اقتصادي نور هم کمزوری شو او ژمنه شوې برنامې عملي نه شوې.))

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: ((یو بل دلیل چې موږ دغه ټېم پرېښود، دا و چې اشرف غني صاحب یو انحصار غوښتنونکی دی، یکه تاز دی، د ملي یووالي لپاره کار نه کوي، د خپلو اطرافیانو مشورو ته غوږ نه نیسي او د سولې او ثبات ټينګېدو لپاره فکر نه کوي، دغه ټولې کړنې یې لامل شوې چې لکه ما غوندې ډېر نور پلویان یې هغه پرېږدي.))

د سباوون په خبره، حضرت عمر زاخېلوال، مولوي دین محمد، قلم الدین، کریم خلیلي، منصور نادري او نور لسګونه کسان د غني له پلویانو وو، ولې هغه دلیل ته په کتو چې ده وویل، غني پرېښود.

په یوه ویډیويي کلیپ کې په جوزجان کې د دولت جوړوونکي ټېم رییس او مرستیال له دغه ټېمه بېل شوی؛ هغوی په دغه ویډیويي کلیپ کې د خپل بېلوالي دلیل داسې ویلی: ((پر ملي مشارکت د نه باور او په دغه ټېم کې راتلونکي ته د برنامې نشتوالي [په دلیل] یې خپلې اړیکې له هغوی سره پرې کړې او د ثبات او همپالنې له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شول.))

خو دا یوازې د غني پلویان نه دي چې هغه یې پرېیښی، بلکې د ډاکتر عبدالله عبدالله ځیني پلویان هم د بېلابېلو دلیلونو له مخې له دولت جوړوونکي ټېم سره یوځای شوي دي.

د اسلامي جمعیت ګوند غړی مولانا عبدالفرید د ۱۳۹۳ کال ټاکنو کې د ډاکتر پلوی و؛ خو په دې وروستو کې یې له دولت جوړونکي ټېمه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

مولانا فرید له دولت جوړوونکي ټېم سره د یوځای کېدو دلیل په اړه ویلي: ((د ډیموکراسۍ یوه ښېګڼه دا ده چې یو سړی کولی شي خپلې لارې ته بدلون ورکړي، ما هم وکولای شول خپله لاره تغییر کړم.))

هغه زیاته کړه چې اوس د دولت جوړوونکي ټېم یو له ارشدو غړو دی.

د ډاکتر عبدالله یو پلوی امرالله صالح چې اوس د دولت جوړوونکي ټېم لومړی مرستیال دی، په کمپایني غونډو کې یې له دولت جوړوونکي ټېم سره د یوځای کېدو دلیل د قاطع برنامې درلودل وبلل.

هغه په بدخشان کې له دولت جوړوونکي ټېم په ملاتړ غونډه کې داسې وویل: ((دولت جوړوونکي ټېم ته، چې قاطعیت لري، برنامه لري، پر اقتصاد یې فکر کړی، رایه ورکړئ؛ هغه ټېم چې په ټوکو بدل شوی، له تقسیم پرته یې پر بل څه فکر نه دی کړی، رایه مه ورکوئ.))

د ټاکنیزو ټېمونو د ویاندویانو ځواب:

د یادو ټېمونو ویاندویان سره له دې چې وايي، ټاکنې ملي او ډیموکراتیکه پروسه ده او هر هېوادوال د انتخاب حق لري چې له کوم ټېم سره وي، خو متفاوتې خبرې کوي.

د دولت جوړوونکي ټېم یوه ویاند سید باقر کاظمي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((طبعاُ د ډیموکراسۍ بحث مطرح دی، د هر چا چې زړه وغواړي، له هر ټېم سره وي او له هر ټېمه چې غواړي ملاتړ وکړي، دغه د ډیموکراسۍ یو له اصولو دی.))

هغه زیاته کړه چې دولت جوړوونکي ټېم تر وروستي بریده هڅه کړې څو د خپلو پلویانو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي وویل: ((خو د ځینو برنامو د نه عملي کېدو په برخه کې، موږ یې منو چې زموږ ځینې برنامې نه دي بشپړې شوې؛ دغې ملاحظې ته په کتو، موږ د خپلو برنامو دناتمام فصل بحث اعلان کړی او له ملته مو غوښتي چې موږ ته چانس راکړي څو په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلو ټولو برنامو ته د عمل جامه ور واغوندو.))

هغه وویل چې د ولسمشر ځینې برنامې د اجرائیه رییس د لاسوهنو له امله نه دي عملي شوې.

د ثبات او همپالنې ټېم ویاند فریدون خوځون هم وویل چې په ټاکنو د ډیموکراسۍ اصل له مخې هر څوک حق لري، هرې خوا ته وغواړي ولاړ شي.

نوموړي وویل: ((موږ خپلو مخکنیو پلویانو ته چې اوس د غني له ټېم سره یوځای شوي، اوس هم احترام لرو، خو هیله من یو چې پښېمانه نه شي.))

هغه د عبدالله له خوا د ځینو ژمنو نه عملي کېدو په اړه وویل چې ډاکتر عبدالله په تېر دور ټاکنو کې له هېچا سره شخصي ژمنه نه ده کړې، پر دې اساس که چا ادعا کړې وي چې ډاکتر عبدالله پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، یوه ناسمه ادعا ده.

زرغونه صالحي

Hits: 5029

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…