د ټاکنو کمېسیون څو مهم پوسټونه د فرامرز تمام له خوا انحصار شوي
فیچري راپورونه - سپتمبر 22, 2019

د ټاکنو کمېسیون څو مهم پوسټونه د فرامرز تمنا له خوا انحصار شوي

کابل (پژواک،۳۱ وږی ۹۸): د پژواک موندنې ښيي چې فرامرز تمنا په ټاکنو کې د بریالیتوب او یا له نورو ټاکنیزو ټکټونو سره د یوځای کېدو، معاملې او ډېر امتیاز اخیستو لپاره له خپلې خواښې (د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسې) سره په همغږۍ د دغه کمېسیون پر لسګونو مهمو پوسټونو خپل خپلوان ګومارلي دي.

فرامز تمنا د ۱۳۵۵ کال د سلواغې په ۲۵مه په هرات ولایت کې زېږېدلی، د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري، د بین المللي اړیکو په څانګه کې یې د دوکتورا سند د ایران له تهران پوهنتون څخه او دویم سند یې د نړیوالو مطالعو په برخه کې د هند د ډهلي ښار د جواهر لعل نهرو پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی.

نوموړی د څه مودې لپاره د ستراتيژیکو مطالعاتو د مرکز رییس او بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال و او لس کاله یې په بېلا بېلو پوهنتونونو کې تدریس کړی دی. تمنا د افغانستان خصوصي پوهنتون د رییس او استاد په توګه هم پاتې شوی دی.

نوموړي په ۱۳۷۸ کال کې له حمیرا قادري سره واده وکړ، خو د ټاکنو کمېسیون د رییسې له لور ارزو نورستانۍ سره تر اشنا کېدو وروسته يې خپلې لومړۍ ښځې (حمیرا قادري) ته د ۱۳۹۵ کال د زمري په میاشت کې طلاق ورکړ او د حوا علم نورستانۍ له لور ارزو علم نورستانۍ سره یې واده وکړ.

فرامرز تمنا د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۲۷ مه د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شو او سید قیاس سعیدي او محمد امین رشادت یې په ترتیب سره لومړى او دویم مرستیالان وټاکل.

د پژواک د موندنو له مخې، فرامرز تمنا د خپلې دویمې مېرمنې په وسیله پر حوا علم نورستانۍ نفوذ کړی او لسګونه همکاران او محصلين یې د ټاکنو کمېسیون پر مهمو بستونو ګومارلي دي.

تمنا اوس د ځینو کلیدي پوسټونو ترڅنګ په ټاکنو کمېسیون کې د مشاورینو په نوم یوه بله قوي کړۍ جوړه کړې ده چې دغه کسان د ټاکنو کمېسیون د رییسې پروګرامونه داسې طرحه کوي چې په کمېسیون کې د فرامرز تمنا نفوذ ډېر کړي.

د ټاکنو کمېسیون پر مهمو پوسټونو، لکه د بهرنیو اړیکو او اداري لوی مشاوریت، د بشري سرچینو ریاست، د کمېسیون د ریاست دفتر اجرایه مدیریت، د اسنادو د موجودي مدیریت، د کمېسیون د ریاست دفتر، د ریاست مقام لوی مشاوریت، مالي او اداري مشاوریت، د تدارکاتو برخه، څو مشاورین او د ټاکنو کمېسیون پر لسګونو نورو بستونو د حوا علم نورستانۍ په وسیله د فرامرز تمنا نږدې کسان ګومارل شوي دي.

د کمېسیون د بهرنیو اړیکو او ادارې لوی مشاوریت:

د ټاکنو کمېسیون د بهرنیو اړیکو او اداري ستر سلاکار محمد شفیق بشریار د افغانستان د لوړو زده کړو له خصوصي موسسې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د فرامرز تمنا له باوري کسانو څخه دی.

هغه سند چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، ښيي چې محمد شفیق بشریار د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۳ مه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې په پیل کې د فرامرز تمنا له خوا د ځانګړي استازي او ارتباطي کس په توګه ټاکنو کمېسیون ته معرفي شوی دی.

د ټاکنو کمېسیون د رییسې په توګه د حوا علم نورستانۍ له معرفي کېدو وروسته، بشریار د ۱۳۹۸ کال د وري په ۲۴ مه د ۱۸۰ زره افغانۍ میاشتني معاش په درلودو د ټاکنو کمېسیون د بهرنیو اړیکو او اداري ستر سلاکار په توګه د ولسمشر تر منظورۍ وروسته جذب شو.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل، اوس د جذب په برخه کې تر ټولو ډېره لاسوهنه محمد شفیق بشریار کوي او د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د انفکاک او جذب په برخه کې تر ټولو ډېر لاس کړي.

د کمېسیون د ریاست مقام د دفتر اجرایه مدیریت:

شکېبا مهریار د افغانستان د لوړو زده کړو موسسې څخه چې ریاست یې د فرامرز تمنا پر غاړه و، فارغه شوې او اوس د تمنا په مشرۍ د تدبیر او توسعې ټيم ویانده ده.

هغه اسناد چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي، ښيي چې د ۱۳۹۷ کال د کب په میاشت کې دوه کسان (شکیبا مهریار او عبدالولي جمشېدي) پر یو وخت د ټاکنو کمېسیون د ریاست مقام د اجرایه مدیر پر پوسټ د میاشتې په ۴۲۵۰۰ افغانۍ معاش ګومارل شوي دي.

هغه سند چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، روښانه کوي چې شکیبا مهریار د ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کې د ټاکنو کمېسیون د ریاست مقام د اجرایه مدیرې په توګه ګومارل شوې، خو د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۲ مه د ریاست مقام د عامه پوهاوي د مطبوعاتي خبرپاڼو د مسوولې په توګه وګومارل شوه او د شکیبا مهریار پر ځای د فرامرز تمنا اوښی عبدالله د ټاکنو کمېسیون د ریاست مقام د اجرایه مدیر په حيث ټاکل شوی دی.

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، مهریار په ټاکنو کمېسیون کې د فرامرز تمنا د ځانګړو کسانو د ګومارنې په موخه د څلورو میاشتو لپاره د دغه کمېسیون د ریاست مقام د اجرایه مدیریې په توګه پاتې شوې او پر مهمو پوسټونو د کسانو تر ګومارنې وروسته بېرته د تدبیر او توسعې له ټيم سره یو ځای شوه او اوس د دغه ټيم ویانده ده.

د ټاکنو کمېسیون د مرستیال ویاند په پست کې د اجناسو د موجودۍ مدیریت

د اسنادو له مخې، عبدالولي جمشېدي بل هغه کس دی چې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۱ مه په ټاکنو کمېسیون کې د موجوده توکو د مدیر په توګه ټاکل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې جمشېدي د ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کې د ټاکنو کمېسیون د ریاست دفتر د اجرایه مدیر په توګه ټاکل شوی و، خو هغه مهال یې د زده کړو کچه بکلوریا وه او د ليسانس سند یې نه درلود.

خو د ټاکنو کمېسیون د رییسې حوا علم نورستانۍ په هغه لاسلیک شوي سند کې چې شماره او تاریخ نه لري او پژواک خبري اژانس تر لاسه کړی، داسې ویل شوي: ((عبدالولي جمشېدي په بېلا بېلو اداري برخو کې کاري تحربه لري او د حقونو او سیاسي علومو په برخه کې یې لوړې زده کړې کړې دي، نو د اړتیا له مخې چې اوسمهال د ټاکنو کمېسیون د مرستیال ویاندوی بست تش دی، نوموړی دې د لیاقت او وړتیا له مخې د ټاکنو کمېسیون د مرستیال ویاند په توګه وټاکل شي.))

خو یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، عبدالولي جمشېدي له دې امله له یاد بست څخه رد شو چې دغه بست د ښځو برخه وه.

د یادې سرچینې په خبره، وروسته له هغې چې د ټاکنو کمېسیون د مرستیال ویاند په توګه د نوموړي وړاندیز رد شو، له اطلاع پرته له ادارې غايب شو.

خو عبدالولي جمشېدي د روان کال د وږي په ۲۷ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د یو څه مودې لپاره بل ځای بوخت و، خو بېرته د عامه پوهاوي او اطلاعاتو ریاست د سلاکار په توګه معرفي شوی او په دې بست دنده ترسره کوي.

د کمېسیون د بشري سرچینو ریاست:

د کمېسیون د بشري سرچینو رییس عبدالفتاح عظیمي چې د پژواک د موندنو له مخې په دې برخه کې کافي تجربه نه لري او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون له خوا هم مشروط شارټ لېست شوی، مخکې د افغانستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې چې ریاست یې د فرامز تمنا پر غاړه و، د استادۍ دنده ترسره کوله.

نوموړی د تمنا له باوري کسانو څخه و چې د ټاکنو کمېسیون د رییسې حوا علم نورستانۍ او اداري اصلاحاتو د ادارې د جذب بهیر د دوو مسوولینو په همغږۍ د یاد کمېسیون د دوو کمېشنرانو له خوا چې د فساد او شک په ډکه پروسه کې د دې په منلو چې د بشري سرچینو د ریاست په مقابل کې د تدارکاتو او داخلي تفتیش ریاستونه دوی ته د رشوت په توګه ورکړل شي څو د معاملې طرف وکولای شي یو بېسواده کس د خپلو ټاکلو غوښتنو د پوره کولو لپاره د بشري سرچینو د ریاست سیستم ته داخل کړي.

سرچینې زیاته کړې، که څه هم له دې مخکې د بشري سرچینو د بهیر د فساد قضیې د ارزونې په اړه مکتوبونه تبادله شوي، خو دې موضوع ته رسيدګي نه ده شوې. د دې لپاره چې یو وړ کس د جذب له بهیره بهر شي او د اداري اصلاحاتو د جذب برخې د مسوولانو په همغږۍ یاد دوه کمېشنران یو داسې کس چې اصلا په ازموینه کې شریک نه وو، بهیر ته دننه کوي او د ازموینې نومرې ورکوي.

نوموړی په ۱۳۹۸/۰۳/۱۳ نېټه د ۷۳۶ شمېرې مکتوب له لارې د ټاکنو کمېسیون د رییسې له خوا ولسمشرۍ ریاست ته وړاندیز شوی او د ولسمشر تر منظورۍ وروسته په دغه بست باندې ګومارل شوی دی.

اجرایه مدیر، د حوا علم نورستانۍ زوی او د فرامرز تمنا اوښی:

د ۱۳۹۸/۰۴/۲۲ نېټې د ۱۱۳۸ شمېرې سند له مخې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، ښيي چې عبدالله د محمد علم زوی د فرامرز تمنا اوښی د شکیبا مهریار پر ځای د ټاکنو کمېسیون د ریاست دفتر د اجرایه مدیر په توګه ټاکل شوی دی.

د ټاکنو کمېسیون یوې کره سرچینې په راپور کې د نوم له اخیستو پرته وویل، د فرامرز تمنا اوښی عبدالله د پژواک خبري اژانس د خبرو تر خپرېدو وروسته په ټاکنو کمېسیون کې نه لیدل کېږي.

دغه ګومارنه په داسې حال کې ترسره شوې چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د اوومې مادې په پنځمه فقره کې داسې راغلي: ((یو کس په داسې دنده چې مستقیم امر یې لومړۍ درجه خپلوان وي، نه شي ګومارل کېدای، لومړۍ درجه خپلوان عبارت دي له: پلار، مور، اولاد، مېرمن، خاوند، ورور او خور.))

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ریاست دفتر:

د ټاکنو کمېسیون د دفتر رییس نور ولي خپلواک په دې وروستیو کې د نورستانۍ په همغږۍ او د دغه کمېسیون د دوو نورو کمېشنرانو په همکارۍ په یاد پوسټ ګومارل شوی دی.

هغه د افغانستان له خصوصي پوهنتون څخه فارغ شوی او د فرامز تمنا له مهمو کسانو څخه دی.

هغه سند چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، ښيي چې د کمېسیون رییسې د بشري سرچینو ته په یوه مکتوب کې داسې لارښوونه کړې: ((نور ولي خپلواک دې په ۱۵۰ زره افغانۍ میاشتني معاش د ټاکنو کمېسیون د دفتر د رییس په توګه په دویم بست د دغه کمېسیون د ریاست دفتر د سرپرست عزیزاقا فیضي پر ځای وګومارل شي.))

په دغه مکتوب کې راغلي: ((عزیز اقا فیضي د نور ولي خپلواک پر ځای د ټاکنو کمېسیون د رسنیو د کمېټې د غړي په توګه په ۱۵۰زره افغانۍ میاشتنې معاش په بالمقطع ډول وړاندیز کېږي.)) چې دغه وړاندیز د ولسمشر له خوا هم منل شوی دی.

ځينو سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته ویلي، دغه کار د اداري اصلاحاتو کمېسیون د داخلي پروسېجر او ټولو کړنلارو خلاف دی.

د کمېسیون د ریاست مقام ارشد سلاکار:

د ټاکنو کمېسیون د ریاست مقام ستر سلاکار غلام سخي محمدي هم په یاد کمېسیون کې د جوړې شوې شبکې غړی دی.

د ۱۳۹۸/۰۱/۱۷ نېټې په ۱۷۱ شمېره سند کې د ټاکنو کمېسیون رییسې د دغه کمېسیون د ستر سلاکار پر بست د ۲۵۰ زره میاشتني معاش په بدل کې د غلام سخي محمدي د ګومارنې وړاندیز کړی چې د ولسمشر له خوا هم منل شوی دی.

مالي او اداري سلاکاري:

د ټاکنو کمېسیون مالي او اداري مشاور کمال ناصر همیار په یاد کمېسیون کې د جوړې شوې شبکې بل غړی دی.

د ټاکنو کمېسیون د ریاست دفتر د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې د ۲۷مې نېټې په ۴۹ شمېره سند کې د کمېسیون د مالي او اداري سلاکارۍ په توګه د همیار د ګومارنې وړاندیز کړی چې په دغه سند کې هم د ټاکنو کمېسیون رییسې داسې لارښوونه کړې ده: ((د دارالانشاء محترم ریاست ته! د نوموړي د ګومارنې په اړه لازم اجراات وکړئ.))

په ورته وخت کې نور هغه اسناد چې پژواک ترلاسه کړي، په ډاګه کوي چې د ټاکنو کمېسیون څو نور غړي هم د حوا علم نورستانۍ په مستقیمه لارښوونه د اداري اصلاحاتو او کمېسیون د داخلي پروسېجرونو او ټولو کړنلارو خلاف ګومارل شوي دي.

د تدارکاتو برخه:

فیض الرحمن حنفي د بهرنيو چارو وزارت پخوانى کارکوونکى او په همدې وزارت کې د فرامرز تمنا له مخکينیو همکارانو څخه دی.

په هغه سند کې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، د ټاکنو کمېسیون رییسې د بشري سرچینو ریاست ته امر کړی چې په بالمقطع ډول د ټاکنو کمېسیون د تدارکاتو په برخه کې د هغه مخکينيو تجربو ته په کتلو د بهرنيو چارو وزارت د مخکيني کارکوونکي فضل الرحمن حنفي په جذبولو کې اجراات وکړي.

د بهرنیو اړیکو د ریاست د باورلیکونو د صادرولو ارشد مدیریت:

د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې د ۲۵مې نېټې په ۵۴۵ شمېره مکتوب کې وړاندیز شوی چې سارا رسولي چې د سیاسي علومو په څانګه کې لېسانس سند لري او اوس د نړیوالو اړیکو په څانګه کې د ماسټرۍ د وروستي سمستر محصله ده، غواړي چې د بهرنیو اړیکو د ریاست د باورلیکونو د صادرولو په ارشد مدیریت کې دنده ترسره کړي.

د دغه وړاندیز په ځواب کې د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ داسې حکم ورکړی دی: ((د بشري سرچینو محترم ریاست ته! په بالمقطع (قراردادي) توګه دې په یوه تش بست وګومارل شي.))

د ټاکنو کمېسیون په بستونو کې د حق السکوت په نوم د ځینو کارکوونکو ګومارنه

  • د ټاکنو کمېسیون یو شمېر کارکوونکي چې له فرامرز تمنا سره اړیکه نه لري، خو د یاد کمېسیون د رییسې له خوا د رشوت په مقابل کې او یا د چوپ پاتې کېدو لپاره د کمېسیون کلیدي بستونو ته وړاندیز شوي او د ولسمشر له خوا یې هم ګومارنه منظور شوې ده.

د ټاکنو کمېسیون د تدارکاتو رییس محمد اصف جلالزی هم هغه کس دی چې دغه پوسټ ورته د رشوت او د بشري سرچینو له بست څخه د تېرېدو په بدل کې ورکړل شوی دى.

د جلالزي د ګومارنې مکتوب هم د ټاکنو کمېسیون د رییسې حوا علم نورستانۍ له خوا ولسمشر ته لېږل شوی دی.

جلالزی له فرامرز تمنا سره هېڅ اړیکه نه لري.

۹۵۱ شمېره سند چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، ښيي چې د ټاکنو کمېسیون د تدارکاتو د ریاست لپاره په دویمه رتبه بست کې د کمېسیون د امتیازي معاشونو د مطابق میاشتني معاش د محمد اصف جلالزي د ګومارنې وړاندیز د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ ولسمشرۍ ریاست ته کړی چې د ولسمشر له لوري هم منل شوی دی.

  • دغه راز د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ ثنا‌ءالله ځاځي ته د بشري سرچینو د ریاست له بست څخه د تېرېدو په مقابل کې ټاکنو کمېسیون د داخلي تفتیش د پوسټ وړاندیز کړی دی.

د ټاکنو کمېسیون له خوا ولسمشر ته په ۵۴۶ شمېره مکتوب کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې، د ټاکنو کمېسیون د داخلي تفتیش د رییس په توګه د ثناءالله ځاځي د ګومارنې وړاندیز شوی چې د ۲۰/۰۳/۱۳۹۸ نېټې د ۷۲۸شمېرې حکم کې د ولسمشر له خوا منظور شوی دی.

په همدې ډول، د ۲۹/۰۳/۱۳۹۸ نېټې په ۱۶۹۱ شمېره سند کې چې علي شاه مصباح د ګومارنې په اړه دی، داسې راغلي: ((د دغه کمېسیون په جوړښت کې د ستراتيژيکو اړیکو د مرستیالۍ لومړۍ رتبه بست زیات شوی دی، نو ځکه ولسمشرۍ ریاست ته د دغه کمېسیون د دارالانشاء د ستراتيژیکو اړیکو د مرستیال په لومړۍ رتبه بست کې د علي شاه مصباح چې تحریري ازموینه او مرکه یې وروستي کړي، د ګومارنې د منظورۍ وړاندیز شوی دی.))

ولسمشر غني د ۰۶/۰۴/۱۳۹۸ نېټې د ۸۰۵ شمېرې حکم کې د ټاکنو کمېسیون دغه وړاندیز منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې علي شاه مصباح د عملیاتي معاونیت مخکښ نوماند و، خو په دغه پوسټ کې د نوموړي د ګومارنې وړاندیز د دندو د لایحې خلاف دی.

د یوه لومړي رتبه بست د اعلان پر سر د کمېسیون د رهبری پلاوي ترمنځ اختلاف

د ټاکنو کمېسیون د مالي او اداري معاونیت لومړی رتبه بست چې د سرپرست له خوا رهبري کېږي، د اعلانولو یا نه اعلانولو په اړه د ټاکنو کمسیون د رهبرۍ (د ټاکنو کمېسیون د رییسې او دارالانشاء د رییس) ترمنځ اختلاف دی.

سربېره پردې د ټاکنو کمېسیون د یوه کمېشنر د اجرایه مدیر په توګه د دغه کمېشنر د زوم ټاکل او له موقتي کارکوونکو سره د هغه چلند بله هغه موضوع ده چې ځینو سرچینو له پژواک سره شریکه کړې ده.

هغه اسناد چې پژواک خبري ترلاسه کړي، ښيي چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء ریاست د تازه پوسټونو د رامنځته کېدو او د ټاکنو کمېسیون د رییسې له خوا د جذب مخالف دی.

د کمېسیون د ریاست په عنوان د دارالانشاء ریاست د ۱۳۹۸/۰۵/۱۴ نېټې په ۲۰۰ شمېره مکتوب کې راغلي، د ټاکنو قانون د ۲۲مې مادې مطابق د اداري او اجرایوي چارو د پرمخ وړلو لپاره د دارالانشاء کمېسیون دی، خو د قانون د دغه روښانه حکم خلاف د ریاست دفتر او ځینو نور اداري او اجرایوي پوسټونه د کمېسیون په جوړښت کې زیات شوي دي.

په مکتوب کې زياته شوې: ((د کمېسیون په جوړښت کې د مشاوریت یا بل پوسټ تر جوړېدو مخکې باید په دارالانشاء کې طی مراحل او وروسته منظور کېدلای، په داسې حال کې چې دغه کار نه دی شوی او دارالانشاء ان په ځينو پوسټونو د کسانو له ګومارنې وورسته خبره شوې چې د کمېسیون په جوړښت کې داسې پوسټ زیات شوی او د مشاورینو ډېرېدو له اندازې زیات تورم رامنځته کړی دی.))

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء ریاست غبرګون:

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ هم د جذب په بهیر کې د کمېشنرانو پر لاسوهنه نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د کار له پیل راهیسې کمېشران یواځې د جذب په برخه کې لېوالتیا لري، د نورو کارونو هېڅ لېوالتیا نه لري او اوس هم د کسانو جذب روان دی.))

نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د ټاکنو کمېسیون پر پوسټونو څو سلنه ګومارنې د سلیقې او کمېشنرانو په غوښتنه او مداخله ترسره شوې دي؟ وویل، له ۵۰ سلنه ډېر جذب د کمېشرانو په غوښتنه ترسره شوی دی.

نوموړي وویل، په اداري، اجرایوي او په ځانګړې توګه د بشري سرچینو د ریاست په چارو کې د کمېسیون روښانه او دوامداره لاسوهنه د مخکې په پرتله زیاته شوې او د کمېسیون یو شمېر غړي روښانه مداخله کوي.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء ریاست د کسانو ټول جذب د کړنلارې مطابق ترسره کړی، خو ولسمشر ته چې ډېر وړاندیزونه لېږل شوي، په هېڅ صورت د دارالانشاء له خوا نه دي لاسلیک شوي.

نوموړي وویل، د قانون له مخې ټول وړاندیزونه او مکتوبونه باید د دارالانشاء له خوا ترسره شي او د ټاکنو کمېسیون د رییس له لاسلیک وروسته ولسمشرۍ ریاست ته ولېږل شي، خو له بده مرغه چې زیاتره جذب د کمېسیون د ریاست له لوري په خپل سري ډول ترسره شوی دی.

دغه راز د ټاکنو کمېسیون یوې سرچینې د دغه کمېسیون په جوړښتونو کې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون پر لاسوهنه نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د اداري اصلاحاتو کمېسیون په پنځو کسانو کې یو جعلي کس د بشري سرچینو د ریاست د ازموینې په لېست کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته رالېږلی و چې د دارالانشاء له خوا یې مخه ونیول شوه.))

هغه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، دغه موضوع تر اوسه په واقعي ډول نه ده ارزول شوې.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام پژواک ته وویل، د اداري اصلاحاتو د کمېسیون یو کمېشنر زیاتره وخت د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته راځي او د دغه کمېسیون په جوړښت کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي چې د کمېسیون جوړښت داسې تغییر کړي چې د یو شمېر کمېشنرانو په مرسته د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې مهندسي او د یوه ځانګړي نوماند په ګټه یې بدلې کړي.

خو د اداري اصلاحاتو ویاند عبدالفرید احمد پژواک ته وویل، د اداري اصلاحاتو او ټاکنو کمېسیون ترمنځ ګډه کړنلاره لاسلیک شوې چې له مخې یې د اداري اصلاحاتو کمېسیون یواځې اسانتیاوې رامنځته کوي، خو د جذب بهیر رهبري د ټاکنو کمېسیون پر غاړه ده.

نوموړي د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د جذب بهیر په برخه کې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د کمېشرانو لاسوهنه رد کړه او ویې ویل، د اداري اصلاحاتو د ادارې کارکوونکي یواځې په ټيټه کچه اسانتېاوې رامنځته کوي.

هغه روښانه کړه: ((د ټاکنو کمېسیون غړي په خپلو کې ستونزه لري او له بده مرغه د کمېشرانو او دارالانشاء د ريیس له خوا له موږ سره په ټيلیفوني اړیکو کې ډېر اختلاف دی، په دې کې د کسانو د غوښتنې دوه موارد هم وو چې موږ ورته توجه ونه کړه، ځکه زموږ لپاره د بهیر روڼتیا او خپلواکي سره کرښه ده.))

هغه اسناد چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي، ښيي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې له اداري اصلاحاتو کمېسیون څخه په یوه مکتوب کې د مالي او اداري معاونیت د لومړي او خدماتو د ریاست د دویم رتبه بستونو لپاره د شارټ لېست د طی مراحلو او ازموینې د اخیستو غوښتنه کړې، خو د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ د یوه جلا مکتوب له لارې لیکلي، د دارالانشاء د مالي او اداري معاونیت سرپرست فعال کارکوونکی او په مالي او اداري برخه کې تجربه لري، نو ځکه اړتیا لیدل کېږي چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره یاد بست وځنډول شي.

دغه راز یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته ویلي، د ټاکنو کمېسیون د رییسې حوا علم نورستانۍ په همغږۍ د فرامرز تمنا نږدې کسان هره ورځ د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو ته د (تدبیر او توسعې) له ټيم سره د یو ځای کېدو به بدل دوی ته په بهرنیو چارو وزارت کې د قوي پوسټونو د ورکړې ژمنې ورکوي او دا فکر کوي چې یاد وزارت به د یوې معاملې له مخې د فرامرز تمنا د ټکټ یوه برخه وي.

نوموړی وايي، د محمد شفیق بشریار او شکېبا مهریار په مشرۍ او د حوا علم نورستانۍ په همکارۍ یوه شبکه جوړه شوې چې څه وخت مخکې د خلکو د دوکه کولو لپاره د شبکې په غړو کې یو شمېر بدلونونه راغلي ‌دي.

په ورته وخت کې نوموړي وویل، فرامرز تمنا د ټاکنو کمېسیون رییسې ته زنګ وهي او د دغه کمېسیون په مهمو پوسټونو کې د تغییر او تبدیل غوښتنه کوي.

سرچینې زیاته کړې، کمېشنرانو په خپل منځ کې د باج اخیستو او باج ورکولو سیستم جوړ کړی او په بشپړ ډول پر داخلي اصولو، لوایحو، قوانینو او ټاکنو له عمومي موخې څخه منحرف شوي او پر خپلو شخصي مالي موخو بوخت دي.

سرچینې ادعا کړې چې یو شمېر کمېشنران چې په ښکار تعصب مشهور دي، دغه ملي بهیر به له بحران سره مخامخ کړي.

سرچینې د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو لیدنې د ټاکنو قانون خلاف ګڼي او ادعا کوي چې فرامرز تمنا په اونۍ کې څو ځله د ټاکنو کمېسیون له رییسې سره له کمېسیون څخه بهر ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د غړو د کړنو د اصولو د پنځم بند په څلورمه فقره کې راغلي، د کمېسیون هېڅ غړی نه شي کولای په شخصي ډول له سیاسي ګوند او نوماندانو سره د ټاکنیزو مسایلو په اړه له کمېسیون څخه بهر لیدنه وکړي.

د «تدبیر او توسعې» ټيم نظر:

فرامرز تمنا له پرله پسې اړیکو وروسته هم له پژواک خبري اژانس سره خبرو ته تیار نه شو، خو د هغه په مشرۍ د توسعې او تدبیر ټيم ویاند احسان سروریار پژواک ته وویل: ((موږ د ټاکنو کمېسیون سره هر ډول اړیکه ردوو او دا له تور پرته بل څه نه دي، شکېبا مهریار چې مخکې د ټاکنو کمېسیون غړې وه، له خپلې دندې استعفا کړې او له کمېسیون سره هېڅ ډول اړیکه نه لري او د استادۍ او شاګردۍ د احترام له امله زموږ ټيم ته راغلې او له موږ سره همکاري کوي.))

نوموړي د ټاکنو کمېسیون د بهرنیو اړیکو او اداري ارشد سلاکار شفیق بشریار او نورو په اړه وویل، بشریار مخکې د تدبیر او توسعې له ټيم سره همکاري لرله، خو اوس د فرامرز له ټيم سره اړیکه نه لري او دمګړۍ له هغه سره هيڅ اړیکه نه لري.

د ټاکنو کمېسیون د رییس نظر:

د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ وویل، ښاغلي تمنا په بېلو پوهنتونونو کې د لېسانس او ماسټرۍ دورې محصلين فارغان کړي او په مخنلفو ادارو کې کار کوي؛ دا به غیر عادلانه وي چې یو څوک د ازموینې له ورکړې وروسته په دې جرم چې استاد یې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند دی، په ادارو کې جذب نه شي.

هغې روښانه کړه: ((فکر کوم دا خبرې یو تور او له حقیقت څخه لرې دي او که یو څوک یې راوستلي هم وي، د ازموینې له ورکړې وروسته د ازادې پروسې له لارې راغلي او که یو څوک وړتيا ولري او ډېرې نومرې واخلي، طبیعي ده چې که یوه رقابتي پروسې ته دننه شي، جذبېږي.))

نورستانۍ د ټاکنو کمېسیون د ریاست دفتر د اجرایه مدیر په توګه د عبدالله په نوم د خپل زوی ګومارل رد کړل او ویې ویل، په دغه ډول لویه اداره کې حقوقي، اداري، د بهرنیو اړیکو، مطبوعاتي او … سلاکارانو ته اړتیا پیدا کېږي، مجبوره شوه چې یو شمېر مشاورین د ولسمشر له منظورۍ وروسته جذب کړي.

د هغې په خبره، د درېیو سلاکارانو وړاندیز یې خپله کړی او دوه نور مشاورین د نورو کمېشنرانو له خوا معرفي شوي دي.

قوانین:

د ټاکنو قانون د ۲۴ مې مادې په درېیمه فقره کې راغلي: ((د نوماندانو پلار، مور، بابا، نیا، اولاد، ورور، خور، خاوند، مېرمن نه شي کولای د ټاکنیز کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړي.))

په داسې حال کې چې د افغانستان د اساسي قانون د ۳۳ مې مادې له مخې، د هېواد وګړي د نوماندېدو او انتخاب حق لري، خو پر ټاکنو د څار بنسټونه او حقوقي کارپوهان په دې باور دي چې د ټاکنو کمېسیون له کمېشنرانو په ځانګړې توګه د یاد کمېسیون له رییس سره د ولسمشرۍ ټاکنو د څو تنو نوماندانو کورنیو اړیکو اندېښنې راپورته کړې دي.

د سیاسي چارو د شنونکو نظر:

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاده شهلا فرید وايي، د فرامرز تمنا له کاندیداتورۍ وروسته د ټاکنو کمېسیون د رییسې په حیث د حوا علم نورستانۍ ټاکل کومه ستونزه نه لري، خو امکان لري چې د کمېسیون رییس لهد نوماند سره د کورنیو اړیکو په خاطر اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه: ((په ټاکنو کمېسیون کې د فرامرز تمنا د خواښې حوا علم نورستانۍ له خوا نوموړي ته د نږدې کسانو ګورمال یوه ډول خیانت دی او هغه خدمتونه چې اوس یې د خپل زوم په ګټه ترسره کوي، د قانون خلاف دي او په ولسمشرۍ ټاکنو کې د درغلۍ لپاره زمینه برابروي.))

د حقوقي چارو یادې شنونکې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا قانون اجازه ورکوي چې د ټاکنو کمېسیون رییسه دې زوی د خپل دفتر د اجرایه مدیر په توګه وټاکي؟ وویل، د ملکي خدمتونو په قانون کې راغلي چې آمر په مستقیم ډول نه شي کولای د خپل امر لاندې کس د خپلې کورنۍ يو غړى استخدام کړي.

پر ټاکنو د څار بنسټونو نظر:

پر ټاکنو د څار بنسټونه هم د ټاکنو کمېسیون له کمېشنرانو په ځانګړې توګه د یاد کمېسیون له رییسې سره د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو کورنۍ اړیکې د اندېښنې وړ بولي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشید دې ته په اشاره چې دوی هم د ټاکنو کمېسیون له یو شمېر کمېشنرانو په ځانګړې توګه د دغه کمېسیون له رییسې سره د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د خپلوۍ په اړه اندېښمن دي، وویل: ((موږ دغه راز د ټاکنو کمېسیون له رییسې سره د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند (فرامرز تمنا) د کورنیو اړیکو (دوستۍ) په اړه اندېښمن یو او دغه اړیکه زیان رسوونکې ده او سترګې پرې نه شي پټېدلای.))

نوموړي د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو په جذب کې د نوماندانو نفوذ او سلیقه جدي ستونزه بولي او وايي، که دغه اړیکې ژورې وي، د ټاکنو کمېسیون به د جاسوسۍ په مرکز بدل شي.

عزیزالله همدرد

Hits: 6616

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…