د نوماندانو د جعلي انځورونو خپرول د ټاکنیزو سیالیو ناسمه لار ده
فیچري راپورونه - سپتمبر 23, 2019

د نوماندانو د جعلي انځورونو خپرول د ټاکنیزو سیالیو ناسمه لار ده

کابل (پژواک، ۳۱ وږي ۹۸): د چارو پوهان وايي، د فېسبوک او نورو پاڼو له لارې د نوماندانو د بدنامولو په موخه د جعلي انځورونو خپرول، ټاکنیزې او ټولنیزې ستونزې را ولاړوي او باید مخه یې ونیول شي.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او دغه راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د ټولو ټولنیزو شبکو کنټرول ستونزمن دی او د جعلي پاڼو شتون دغه ستونزه نوره هم ډېرې کړې ده، خو که څوک په دې تړاو له چا شکایت وکړي، دوی به یې په اړه اړین قانوني ګامونه پورته کړي.

ځیني کسان د ټولنیزو شبکو او نورو پاڼو له لارې د نوماندانو بدنامولو لپاره جعلي او فوټوشاپ شوي انځورونه او یا هم جعلي او له ځانه جوړ شوي خبرونه خپروي او هڅه کوي چې له دې لارې په ټاکنو کې د هغوی د بریا مخه ونیسي او یا لږ تر لږه رایې یې کمې کړي.

له دغو یو هم د ولسمشرۍ د نوماند محمد اشرف غني جعلی انځور دی چې ظاهراً ښیي د امریکا متحده ایالتونو بیرغ یې تر ځان چاپېر کړی.

خو په اصل کې دغه انځور د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اصلي انځور څخه جوړ شوی، جعلي انځور دی.

د نوماندانو د جعلي انځورونو خپرول د ټاکنیزو سیالیو ناسمه لار ده

بل انځور هم د ولسمشرۍ د بل نوماند محمد حکیم تورسن دی چې په یوه پاڼه کې خپور شوی دی.

د تورسن په انځور کې نور جعل نه دی شوی، خو پرې لیکل شوي: “تورسن وایي: د طالبانو پښې مچي کوم.”

خو تورسن پژواک ته وویل چې ده کله هم داسې خبره نه ده کړې.

هغه وایي: “زه پر الله (ج) تکیه کوم، له الله پرته پر هېچا اتکا نه کوم، زه به د هغه چا مخ او لاسونه ښکل کړم چې د خپل وطن او خلکو خدمت کوي.”

د نوماندانو د جعلي انځورونو خپرول د ټاکنیزو سیالیو ناسمه لار ده

دغه راز پژواک د یو راپور له مخې چې د وږي په ٢٦مه خپور شو، پر یوه جعلي انځور د ولسمشرۍ د دوو نوماندانو (محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله) د پلويانو ترمنځ په خواله رسنیو کې ناندرۍ روانې وې.

ناسم انځور هغه مهال خپور شو چې غني له عبدالله سره اریانا ټلوېزیون کې مناظرې ته حاضر نه شو، خو عبدالله حاضر شو او پر غني یې سختې نیوکې وکړې.

ځینو کسانو یو ناسم انځور په خواله رسنیو کې لاس په لاس کاوه او ويل یې چې غني د اریانا له لارې د عبدالله څرګندونې ګوري او اوري یې.

خو وروسته اصلي هغه انځور خپور شو چې غني او ورسره کسان د عبدالله څرګندونې نه، بلکې د فوټبال لوبه ګوري.

د نوماندانو د جعلي انځورونو خپرول د ټاکنیزو سیالیو ناسمه لار ده

د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله هم یو فوټوشاپ شوی انځور په یوه پاڼه کې خپور شوی دی.

د عبدالله د دغه انځور اصلي بڼې ته مو لاسرسی پیدا نه کړ، خو له ورایه ښکاری چې فوټوشاپ شوی او تر څنګ یې د سینګار توکي په جعلي بڼه اېښودل شوي دي.

د دغه ډول جعلي انځورونو ترڅنګ ځینو کسانو د ولسمشرۍ د نوماندانو په نومونو جعلي پاڼې هم جوړې کړې دي.

د نوماندانو د جعلي انځورونو خپرول د ټاکنیزو سیالیو ناسمه لار ده

ولې له داسې ناسمو لارو ټاکنيز کمپاينونه کېږي؟

د سياسي چارو شنونکی اکبرجان فولاد وايي، دغه کار ځکه کېږي چې لا تر اوسه په هېواد کې ډېر شمېر افغانانو د ډيموکراسۍ فرهنګ نه دی خپل کړی.

دی زیاتوي: “خو متاسفانه دوی پر دې نه دي پوه چې ټاکنې د څه لپاره دي؟… ټاکنې د دې لپاره دي چې موږ بايد وړ کس وټاکو او په ښه ډول خپله اراده تمثيل کړو.”

د هغه په وینا، کېدای شي ځينې هغه پاڼې چې دا ډول ناسم توکي خپروي، د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتو له لوري جوړې شوې وي، څو افغانان په خپل منځ کې په مصيبت اخته کړي، اختلافات رامنځته کړي او په افغانستان کې شخصيت وژنه وکړي.

منفي اغېز:

فولاد وایي: “دا ډول کړنې طبيعي ده چې د ټاکنو پر بهير ډېر منفي اغېز لري، د يو او بل نظر ته د درناوي فرهنګ له منځه ځي او هر څه پر دښمنۍ بدلېږي او دښمني د هېواد د هر اړخيز پرمختګ مخه نيسي.”

د ده په وينا، دا ډول کړنې په ټاکنو کې د عام ولس پر ګډون هم منفي اغېز کوي؛ ځکه چې ځيني وايي، دغه کسان په خپل منځ کې نه دي جوړ نو خلکو ته به څه خدمت وکړي او ځيني بيا وايي چې که دوی رښتينې برنامې لرلای، نو د يو او بل سپکاوی به يې نه کاوه.

د ټاکنيزو شکايتونو د وياند مرستيال محمد رضا فیاض وايي چې د نوماندانو جعلي انځورونه جوړول او له دې لارې هغوی ته زیان رسول، د ټاکنو پر بهير ډېر منفي اغېز کولای شي؛ ځکه چې دغه کار د مقابل لوري تخريبول او له ناسمو لارو د ټاکنيزو سياليو پر مخ وړل دي.

دی زياتوي: “اخلاقاً دا سم کار نه دی، دا کار د دې لامل کېدای شي چې خلک له سمې لارې او د خپلې خوښې نوماند ته د رايې له ورکولو منحرف کړي.”

د مخنيوی لپاره يې څه کول په کار دي؟

اکبرجان فولاد وايي: “د ټاکنيزو ټکټونو مشران بايد خپلو کمپاينرانو ته ووايي چې د بل کس سپکول نه يواځې دا چې ګټه نه لري، بلکې ډېر زيان يې دوی ته رسېږي.”

د فولاد په وينا، ولس هم بايد د داسې کړنو او هغو ويناوو په مخنیوي کې مرسته وکړي چې د يو او بل سپکاوی په کې کېږي.

دی وايي: “ولس بايد ورته ووايي چې اشنا ته د کنځلو او خلکو ته د فریب ورکولو لپاره راغلی يې او که موږ ته خپلې برنامې تشريح کوې.”

هغه زياتوي: “د دې ترڅنګ بايد د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د دغه کار د مخنيوي لپاره اړين تدابير نيولي وای، يو حد يې ټاکلی وای چې له مخې چا د چا سپکاوی نه شوای کولای؛ متاسفانه داسې څه نه تر سترګو کېږي.”

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ویاند مرستیال وايي: “زموږ د کار پر وړاندې خنډ هم دا دی چې په ټولنيزو شبکو کې ډېرې ايډيګانې فېک يا غير واقعي دي او هويت يې څرګند نه دی؛ کله چې هويت څرګند نه وي، پيګيري يې هم ناشونی کار دی.”

خو دی زياتوي، که څوک د ورته کړنو فاعل وپېژني او یاد کمېسیون ته یې په اړه شکايت وکړي، کمېسيون کولای شي شکايت یې د درغليو او تخلف په ځانګړي ډول د تزوير له پلوه وڅېړي.

نوموړی وايي، تر دې دمه په دې اړه کوم شکايت نه دی ثبت شوی.

د نوماندانو جعلي انځورونه او پر نوماندانو تورونه ډېر د ټولنیزو شبکو په تېره بیا فېسبوک له لارې خپریږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مطبوعاتي سلاکار شېرشاه نوابي وایي، دغه وزارت دوه کاله مخکې د «امنیت سایبري» په نوم ریاست جوړ کړی، په دې برخه کې د امنیتي بنسټونو په همکارۍ فعالیت لري او تر اوسه يې له دې لارې لسګونه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

هغه زیاته کړه: “که کوم نوماند شکایت لري او ویني چې ادرس ته یې سپکاوی کېږي له همدې ریاست سره دې په اړیکه کې شي او خپل شکایت دې ثبت کړي، د افغانستان د اساسي قانون له مخې لومړى دغه شکایت اخیستل کېږي او تعقیب کېږي او وروسته په هغه صورت کې چې تور پورې کوونکی کس شکمن وپېژندل شي، عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ورپېژني.”

خو د ده په وینا، په هغه صورت کې چې کوم کس یا نوماند خپل شکایت ثبت نه کړي، دغه وزارت نه شي کولی د ټولنیزو شبکو د کاروونکو شخصي پاڼې وتړي.

د هغه په خبره، اصلي ستونزه دا ده چې ډېر داسې جعلي انځورونه په جعلي فېسبوکپاڼو کې د ناپېژاندو کسانو له لوري خپرېږي.

نوابي په دې برخه کې د خلکو همکاري اړينه بولي او زياتوي چې دا مهال په هېواد کې تر ۳.۲ ميليون ډېر کسان فېسبوکپاڼې لري او د ټولو کنټرول ستونزمن دی.

احمدشاه عرفانیار

Hits: 7787

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…