په دوو کلونو کې ټولو ولسواليو ته د برېښنا رسولو په اړه د غني ژمنه عملي بڼه نه لري
کابل (پژواک، ٢٦ وږی ۹۸): د پژواک څېړنه ښيي چې په دوو کلونو کې د هېواد ټولو ولسواليو ته د برېښنا رسولو په اړه د ولسمشرۍ د نوماند محمد اشرف غني د ژمنې پوره کېدل شوني نه دي.
د چارو شنونکي دغه ژمنه کمپايني او ناسمه بولي او وايي چې خلک بايد په دې ډول ژمنو باور ونه کړي.
ولسمشرۍ ته نوماند او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د زمري په شپږمه د خپل ټاکنيز کمپاين په لومړۍ غونډه کې چې د روان کال د زمري په شپږمه په کابل کې جوړه شوې وه، وويل: “په راتلونکو دوو کلونو کې به د افغانستان هره ولسوالي برېښنا ولري او له درېيو تر څلورو کلونو به د ډيورنډ کرښې د هغه لوري کلي هم برېښنا ولري.”
پژواک خبري اژانس دغه ژمنه شته امکاناتو ته په پام څېړلې، خو مخکې له دې چې د څېړنې نورو جزئياتو ته ولاړ شو، اړينه ده چې برېښنا ته د خلکو د اوسني لاسرسي د کچې په اړه وپوهېږو.
دا مهال برېښنا ته د خلکو لاسرسى
اړوندې سرچينې د هغو کسانو د شمېر په اړه چې برېښنا ته لاسرسى لري، بېلابېلې شمېرې وړاندې کوي.
د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په افغانستان کې شاوخوا لس کلونه مخکې شپږ سلنه خلکو برېښنا لرله، خو اوس دغه سلنه ٤٥ ته لوړه شوې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت بيا وايي چې نږدې ٤٣ سلنه خلک برېښنا لري، خو د اوبو او برېښنا وزارت د تخنيکي چارو يو چارواکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې دا مهال د افغانستان کابو ٣٠ سلنه وګړي د برېښنا له شبکې سره وصل دي.
د دغو درېيو سرچينو د شمېرو منځنۍ کچه ښيي چې دا مهال په افغانستان کې نږدې ٦١ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسى نه لري.
برېښنا ته د ټولو خلکو لاسرسی څومره وخت غواړی؟
محمد اشرف غني وايي که ولسمشر شو نو په دوو کلونو کې به د هېواد ټولې ولسوالۍ او تر دريېو – څلورو کلونو به د ډيورند کرښې هغه خوا کلي هم برېښنا ولري، خو د برېښنا شرکت وياند بيا وايي چې د پلان له مخې به په دوو کلونو کې د برېښنا د پوښښ اوسنۍ کچه ٥٩ سلنې ته لوړه شي.
توحیدي د ولسمشر غني د یادې ژمنې په اړه وايي: “دا د حکومت هغه پلانونه دي چې په راتلونکي کې هغوی ورته ستراتيژي لري، که ستراتيژي ولري، پلان ولري او برنامه ولري، طبيعي ده چې عملي بڼه لري.”
د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ د برنامو مشر فرهاد محمودي وایي، د پنځه کلن (۱۳۹۸- ۱۴۰۲) پلان په پلي کېدو سره به د هېواد ۷۵ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی ولري.
خو هغه د دې څرګندونو ترڅنګ د ولسمشر د ژمنې پوره کېدو په اړه وویل چې دوی د دولتي امکاناتو او يو شمېر کوچنيو او لويو پروژو ترڅنګ خصوصي سکټور هڅوي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي څو د ولسمشر ژمنه پوره شي.
خو د اوبو او برېښنا وزارت سرچينه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، بیا وايي: “د افغانستان دولت چې کوم تعهد له نړيوالې ټولنې سره کړی او هغوی يې له مخې له موږ سره مرسته کوي، د دوامداره پراختيايي موخو (SDGs) پروګرام مطابق، ټاکل شوې چې تر۲۰۳۰ میلادي کال پورې د افغانستان دولت خپلو ټولو وګړو ته برېښنا ورسوي.”
خو هغه زياتوي چې افغانستان د مالي، امنيتي، مديريتي او رهبرۍ په برخو کې د ستونزو له امله دغې موخې ته نه شي رسېدلاى.
دی وايي: “موږ همدا اوس له خپل پلان څخه شا ته يو او د پلان مطابق مو چارې مخې ته نه ځي.”
سرچينه د اشرف غني ژمنې ته په اشاره زياتوي: “زموږ ډېرې برنامې مو چې اعلان کړې، تبليغاتي او کمپايني بڼه لري، د هغو عملي کول ډېر وخت او لګښت ته اړتيا لري، د يوه بند جوړول، څو ځلې يې د کار موده تمديدېږي. يوازې ]د کابل شکردره کې[ د شاه او عروس بند کار څو ځلې تمديد شو، معنا دا چې پر خپل وخت سره تکميل نه شو.”
د یادو سرچینو څرګندونو ته په پام ویلای شو چې په دوو کلونو کې ټولو ولسوالیو ته د برېښنا رسول شوني نه دي.
پژواک، د هېواد د کورنيو عوايدو او سرچينو، بهرنيو مرستو، خصوصي سکټور پانګونې او دغه راز وارداتي برېښنا پر مټ ټولو ولسوالیو ته په دوو کلونو کې د برېښنا رسول ارزولي دي.
د افغانستان عوايد او د برېښنا کورنى توليد
د برېښنا شرکت وياند وايي: “دا مهال په ټول هېواد کې له ۱۳۰۰ تر ۱۴۰۰ ميګاواټه برېښنا لرو، خو که چېرې ټول هېواد ته برېښنا رسوو، نو له ۷۰۰۰ تر ۸۰۰۰ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لرو.”
د هغه په وينا، افغانستان تر ۵۸زره ميګاواټه برېښنا توليدولی شي، خو اړينې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته اړتيا لري.
په دې برخه کې د پانګونې اړتيا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، تېر (١٣٩٧) کال د افغانستان د دولت عوايد ١٨٩ ميليارده افغانۍ وو، خو د اوبو او برېښنا وزارت د سرچينې د معلوماتو له مخې، له تخنيکي پلوه برېښنا د اوبو، سکرو ډبرو، لمر او باد څخه توليدېداى شي او اټکل کېږي چې يو ميګاواټ، نږدې يو نيم ميليون امريکايي ډالره لګښت لري.
د يادو سرچينو څرګندونو ته په پام، که د برېښنا اړتيا په منځنۍ کچه ٧٥٠٠ مېګاواته او د هر مېګاواټ د توليد لګښت يو نيم ميليون ډالر په پام کې ونيول شي، نو له دولتي عوايدو د هېواد په کچه ټولو خلکو ته د برېښنا رسول څه باندې ١١عشاريه ٢٥ ميليارده امریکایي ډالره لګښت لري او دغه لګښت د هېواد د کلني عايد شاوخوا پنځه برابره دى.
دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ برنامې مشر وایي چې خلکو ته د برېښنا رسولو په برخه کې پنځه کلن پلان یې څه باندې ۱۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
د یادو سرچینو څرګندونو ته په پام شونې نه ده چې د کورنیو عوایدو له لارې په دوو کلونو کې ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسول شي.
بهرنۍ مرستې
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي، نړيوالې ټولنې تر اوسه له افغانستان سره د برېښنا د تولید په برخه کې څه باندې ۳.۴ میلیارده امریکایي ډالره مرسته کړې ده.
له هغه مو وپوښتل چې ټول افغانستان ته د دغه وزارت په وینا، څه باندې ۱۳ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده او که نړيواله ټولنه مرسته ونه کړي، نو افغانستان کولاى شي په دوو کلونو کې له کورنيو عوايدو دغه اړتيا پوره کړي؟
سرچینې په دې اړه له مشخص ځواب ورکولو ډډه وکړه، ویې ویل: “تر اوسه د برېښنا رسولو لپاره د یادو پیسو غوښتنه له مالیې وزارت څخه نه ده شوې، که چېرې یې غوښتنه وشي، مالیې وزارت به خپل تخنیکي نظر له دوی سره شریک کړي.”
نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۶ میلادی کال په اکتوبر میاشت کې د بروکسل په غونډه کې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله به د پراختیایي لومړیتوبونو په برخه کې ۱۵.۲ میلیارده ډالره مرسته وکړي.
چارواکو ویلي وو چې نړیواله ټولنه به په یادو څلورو کلونو کې هر کال له افغانستان سره شاوخوا ۳.۸ میلیارده ډالره مرسته کوي.
دې ته په پام چې افغانستان په بېلابېلو پراختیایي برخو کې د دغو مرستو لګولو ته اړتیا لري، خو که د نړیوالې ټولنې د یادو مرستو ټوله پاتې برخه د برېښنا تولید ته هم ځانګړې شي، شونې نه ده چې پر مټ یې په دوو کلونو کې د هېواد ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسول شي.
د خصوصي سکټور پانګونه
د سوداګرۍ او صنايع خونو وياند جان اقا نويد وایي، خصوصي سکتور په یواځې ځان نه شي کولای په راتلونکو دوو کلونو کې دومره پانګونه وکړي چې ټول هېواد ته برېښنا ورسوي.
هغه وايي: “که امنيتي وضعيت ښه شي، که د خصوصي سکتور پر وړاندې اړينې اسانتیاوې رامنځته شي او په اسانه شرايطو قرضه ورکړل شي، نو خصوصي سکتور کولای شي له پنځو تر لسو کلونو ټول هېواد ته برېښنا ورسوي.”
نويد د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې خصوصي سکتور د سروبي پر دويم بند او د شبرغان له ګازو د برېښنا د توليد په برخو کې پانګونه کړې او کېدای شي دغه کارونه له درييو تر شپږو کلونو وخت واخلي.
وارداتي برېښنا
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان له ۱۳۰۰ تر ۱۴۰۰ ميګاواټه برېښنا لري چې شاوخوا اتيا سلنه يې وارداتي ده.
د افغانستان د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، د پلان له مخې به د ۲۰۲۱ ميلادي کال تر پايه له ازبکستان او ترکمنستان څخه ۲۰۰۰ ميګاواټه نوره برېښنا را وارده شي او شاوخوا ۳۰۰ ميګاواټه به په کور دننه توليد شي.
توحيدي په دې اړه زياتوي: “د کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې د عملي کار پيلېدو ته يې لنډې څو ورځې او اوونۍ پاتې دي، دا په خپله د ډيورنډ کرښې ها خوا خلکو ته برېښنا ورکوي، ۱۳۰۰ ميګاواټه برېښنا ده چې د دوو کلونو عملي کار په موده کې بشپړېږي؛ همدا راز د اوبو او برېښنا وزارت تقريباً څو شپېته پروژې لري چې همدا اوس کار پرې روان دی.”
دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او برېښنا وزارت په ٢٠١٦ ميلادي کال کې هم ويلي وو چې په دغه کال کې به د کاسا زر پروژې تدارکاتي چارې بشپړې شي او د ٢٠١٨ کال په پيل کې به يې عملي چارې پيل شي، خو تر اوسه چې د ٢٠١٩ کال نهمه مياشت ده، دغه کار نه دى شوى.
د اوبو او برېښنا وزارت د نوم له نه ښودونکې سرچينې مو وپوښتل چې ايا شونې ده په دوو کلونو کې د وارداتي برېښنا له لارې د اشرف غني ژمنه پلې شي؟ هغه وويل: “هرګز دا ممکن نه ده.”
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دوامداره پراختيايي موخو (SDGs) پروګرام له مخې د هېواد ټولو وګړو ته د برېښنا رسولو لپاره ٢٠٣٠ ميلادي کال ټاکل شوى، نه ۲۰۲۱ کال.
یادو څرګندونو او دې ته په پام چې افغانستان دا مهال شاوخوا ۱۳۵۰ میګاواټه برېښنا لري، خو ټوله اړتیا یې شاوخوا ۷۵۰۰ میګاواټه ده، شونې نه ده چې په دوو کلونو کې د وارداتي برېښنا له لارې دغه اړتیا پوره شي.
خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټيم له وياند جاوېد غفور سره مو د یادو سرچینو څرګندونې شریکې کړې او ترې ومو پوښتل چې څنګه شونې ده د برېښنا په برخه کې د غني ژمنه پلې شي؟ هغه وویل: “افغانستان ډېر فرصتونه لري، داخلي برېښنا به توليد کړو، لمريزه برېښنا، باد او اوبو څخه د برېښنا توليد دى؛ ولسمشر له پخوا څخه پر دې کار کړى.”
دغه راز دی وایي، له مرکزي اسيا څخه سوېلي اسيا هېوادونو ته د افغانستان له لارې برېښنا لېږدول کېږي، چې ډېره برخه يې افغانستان ته هم ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه: “په تېرو څو کلونو کې نهو ولايتونو ته برېښنا لېږدول شوې ده او په راتلونکو دوو کلونو کې ممکن دی چې نورو ولايتونو او ولسواليو ته هم برېښنا ورسوو.”
پر کمپاينې ژمنو ډېر باور مه کوئ!
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيف الدين سيحون هم د غني د يادې ژمنې د پلې کېدو په اړه وايي: “پلي کېدل يې هېڅ ممکن نه دي.”
دی زياتوي: “دا چې موږ ټولو ولسواليو ته برېښنا رسوو بايد اړينې پروژې جوړې شي، د برېښنا منابع وسنجول شي، شبکې ورته جوړې شي چې دا ډېر زيات مالي او انساني وړتياوو ته اړتيا لري؛ دا ډېرې اوږدمهاله څېړنيزې پروژې دي.”
دی وايي: “د هېواد هر اړخيز وضعيت ته په پام، هېڅ امکان نه لري چې ټول افغانستان ته په راتلونکو لسو کلونو کې هم برېښنا ورسېږي… لږ تر لږه ۱۲ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده چې موږ خپله برېښنا ولرو، هغه هم په راتلونکو لسو کلونو کې چې شپه او ورځ کار وکړو او د هېواد وضعيت هم د دې اجازه راکړي چې موږ کار وکړو.”
دغه راز هغه وايي: “ټاکنيزې ژمنې ډېرې جدي مه نيسئ، په ټوله نړۍ کې داسې انتخاباتي ژمنې وي او د خلکو د رايو راجلبولو په موخه خلکو ته کاذبې اميداورۍ ورکول کېږي.”
سيحون وايي، ولسمشر غني پخوا هم ورته ژمنې کړې وې.
هغه د بېلګې په ډول وايي، غني ويلي وو چې د خلکو په دسترخوان کې مثبت بدلون راولي، خو دا کار يې ونه شو کړاى “بلکې د خلکو له دسترخوانه يې هر څه واخيستل”
د راپورونو له مخې، په ١٣٩٣ کال کې د فقر کچه ٣٩ سلنې ته رسېدلې وه، خو تېر کال ٥٤ سلنې ته لوړه شوې ده.
د سيحون په وينا، په ټاکنيزو کمپاينونو کې کاذبې او غير عملي ژمنې بد اغېز کوي او کله چې کمپايني ژمنې پلې نه شي، د راتلونکي لپاره د خلکو زړونه له ټاکنو تورېږي او په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
پژواک خبري اژانس د ولسمشرۍ د نوماندانو ژمنې ارزوي او خلکو ته ښيي چې دغه ژمنې له “سم، يو څه سم، نيمه سم، يو څه ناسم او ناسم” کټګوريو څخه په کومه کټګورۍ کې شاملې دي.
د پژواک د ارزونې ډله د بېلابېلو سرچينو څرګندونو او معلوماتو ته په پام وايي چې په دوو کلونو کې ټولو ولسواليو ته د برېښنا رسېدو په اړه د محمد اشرف غني ژمنه ناسمه ده؛ ځکه چې امکاناتو ته په پام د دې ژمنې عملي کول شوني نه دي؛ خو دا شونې ده چې تر يوه بريده د برېښنا د پوښښ کچه پراخه شي.
احمدشاه عرفانیار
Hits: 14771
د ګمرکونو او مخابراتو د عوایدو ډېروالي په اړه د حکمتیار څرګندونې یو څه ناسمې دي
کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): د پژواک څېړنه ښیی چې د ګمرک د عوایدو د ډېروالي په برخه کې د ولسمشر…