پر یوه فوټو شاپ شوي عکس د عبدالله او غني د پلويانو ناندرۍ
ناسم - سپتمبر 17, 2019

پر یوه فوټو شاپ شوي عکس د عبدالله او غني د پلويانو ناندرۍ

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٨): د اريانا ټلوېزيون په مناظره کې د اشرف غني له نه ګډون وروسته د فېسبوک ځينو کاروونکو يو داسې عکس خپور کړی چې ښکاري اشرف غني پر ټلوېزیون د عبدالله خبرې ګوري، خو وروسته معلومه شوه چې یاد عکس جعلي جوړ شوی دی.

ټاکل شوې وه تېره شپه په اته نيمې بجې له اريانا ټلوېزيونه د ولسمشرۍ ټاکنو د دوو کانديدانو اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ مناظره په ژوندۍ بڼه خپره شي، خو اشرف غني په وروستيو شېبو کې په دې مناظره کې له ګډونه ډډه وکړه.

کله چې اته نيمې بجې پروګرام پيل شو، د پروګرام چلوونکي نصير فياض اعلان وکړ چې اشرف غني په مناظره کې ګډون نه کوي او يواځې ډاکتر عبدالله حاضر شوى دى.

د اريانا ټلوېزيون ويلي چې اشرف غني ورسره تر وروستيو شېبو پورې منلې وه چې په مناظره کې ګډون کوي، د ټيم کسان يې هم ورغلي وو، او د ارګ ځانګړى امنيتي ځواک هم د اريانا ټلوېزيون ته رسېدلى و.

ناسم معلومات

کله چې  اريانا په مناظره کې د اشرف غني د نه ګډون خبر ورکړ او يواځې له عبدالله سره يې مرکه پيل کړه، نو په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې د اشرف غني يو پخوانى عکس چې پر ټلوېزیون د فوټبال لوبې نندارې ته ناست دی، په جعلي بڼه خپور شو.

دغه فوټو شاپ شوى عکس چې د غني د مخالفو ټيمونو له خوا پر فېسبوک خپور شوى و، داسې ښودل شوي چې هغه د خپل ټيم له مهمو غړو سره  په ټلوېزيون کې د عبدالله مرکه ګوري.

دغه عکس داسې جوړ شوى و چې مخامخ ايښي ټلوېزيون کې د عبدالله د اريانا ټلويزيون د مرکې عکس فوټو شاپ شوى و، په دغه عکس کې له ناستو کسانو د يوه مخ پټ کړل شوى و، څو خلک پوه نه شي چې دا عکس پخوانى دى.

سم معلومات

وروسته د اشرف غني پلويانو د دغه فوټوشاپ شوي عکس اصلي بڼه په فېسبوک کې خپره کړه چې په کې د ملي امنيت پخوانى سلاکار حنيف اتمر هم ناست دى او له ولسمشر سره يوځاى  د فوټبال لوبه ګوري.

دا لوبه د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په درېيمه نېټه په هندوستان کې ترسره شوه، د سارک هېوادونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پاىلوبه وه چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ ترسره شوه او هندوستان دا لوبه ګټلې وه.

د اشرف غني او عبدالله د ټيمونو پلويانو دواړه عکسونه خپرول او پر يو بل يې سختې نيوکې کولې.

پر یوه فوټو شاپ شوي عکس د عبدالله او غني د پلويانو ناندرۍ

د مناظرې په اړه د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم وياند فريدون خوځون په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي: (( تښتېدونکو تېښته وکړه، د ميدان سړى تل په ميدان کې پاتې کېږي.))

د دولت ساز ټيم يوه غړي شاه حسين مرتضوي پر فېسبوک کې وړاندوينه کړې وه چې په وروستيو شېبو کې به ډاکتر عبدالله له مناظرې تېښته کوي، خو کله چې اشرف غني په مناظره کې ګډون ونه کړ، نو مرتضوي خپل پوسټ ړنګ کړ.

هغه په يوه بل پوسټ کې ليکلي: ((ډېر احساساتي  کېږئ مه، لوبه مساوي شوه، په تېرو ټاکنو کې عبدالله له مناظرې تېښته کړې وه، دا ځل د دولت ساز ټيم په کې ګډون ونه کړ.))

دغه راز د دولت ساز ټيم ګڼ شمېر پلويانو په فېسبوک کې لیکلي وو چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې عبدالله د شمشاد او طلوع ټلوېزيونونو په دواړو مناظرو کې له ګډونه انکار کړى و، په داسې حال کې چې اشرف غني په دواړو کې و.

د دولت ساز ټيم يوه غړي خوشال خليل په فيسبوک کې ليکلي: ((ځه خير، کله د بابا وار وي کله د انا وار، يوه خبره روښانه شوه چې ملت د مناظرې شوقي دی، که نن ونه شوه سبا به وشي، ټاکنو ته لا ډېر وخت پاتې دی، دوه درې مناظرې کېدای شي.))

خو د همپالنې ټيم يوه غړي پاينده حکمت په فيسبوک کې ليکلي: ((مشران وايي، د ځوانانو يا ترپ وي او يا خرپ، نن له مناظرې وتښتېد، سبا له افغانستانه تښتي، کاش چې نن حاضر وای د افغانستان خلکو به قضاوت کړی و، درواغ، رښتيا، ملامت او سلامت به هم معلوم شوي و.))

بلخوا د دولت ساز ټيم له خوا تېره شپه په دې مناظره کې د اشرف غني د نه ګډون په اړه يوه اعلاميه خپره شوې ده، په دې اعلاميه کې راغلي چې خلک په تېرو پنځو کلونو کې د دوى او د عبدالله د ټيمونو برنامې او پروګرامونه ليدلي دي او ښه قضاوت کولاى شي.

سرچينې زياته کړې: ((خلک په تمه وو چې عبدالله به خلکو ته خپلې سمې برنامې وړاندې کړي، خو داسې ونه شول، هغه په مناظرو او نورو پروګرامونو کې له محتوا پرته پر نور موضوعاتو خبرې کوي، کمپايني مبارزات نه مراعات کوي او ډېر تمرکز پر شخصي موضوعاتو وي، تورونه پورې کوي؛ ځکه دولت ساز ټيم په مناظره کې د نه ګډون پرېکړه وکړه.))

خو ډاکتر عبدالله له اريانا ټلوېزيون سره  په خبرو کې بيا هم پر اشرف غني ځينې نيوکې وکړې او ويې ويل چې هغه بايد راغلى واى او خلکو ته يې ځواب ويلى واى.

عبدالله زياته کړه: ((موږ منتخب ولسمشر نه درلود، غني زما له برکته ولسمشر وشو.))

هغه ادعا وکړه چې غني په مناظره کې ورسره نه شي درېدلاى، نو په ټاکنو کې به څه ډول ورسره مقابله وکړي.

ده د دولت ساز ټيم د ادعاوو په اړه وويل: ((که زه تورونه پورې کوم، غني هم ژبه لري، را دې شي، پر ما دې تورونه پورې کړي، اوس خو وتښتېد، بيا به په بل کوم ميدان کې سره وګورو.))

عبدالله پر اشرف غني د نيوکو پر مهال وويل، څوک چې يې خوښ شي، ورته اداره جوړوي او څوک چې يې خوښ نه وي، له ادارې سره يې له منځه وړي، له امنيتي سکتور څخه چې څو کسان لرې کړل شوي، زيان يې خلکو ته رسېدلى دى.

هغه ادعا وکړه چې نظام الدين قيصاري يې د دولت ساز ټيم د ملاتړ لپاره خوشې کړى، سره له دې چې ده د ملي امنيت له پخواني رييس څخه د هغه د نه خوشې کولو ضمانت اخيستى و.

عبدالله په راتلونکي کې د ښې حکومتولۍ په اړه وويل چې د ملي بنسټونو په  پياوړي کولو سره دغه کار کېږي، موازي ادارې د هېواد په ګټه نه ده.

نوموړي يو ځل بيا وويل، که سوله نن راځي، يا له ټاکنو يوه ورځ وروسته، دى له ټاکنو تېرېږي او سولې ته لومړيتوب ورکوي.

بلخوا د دولت ساز ټيم لومړى مرستيال امرالله صالح په فيسبوک کې ليکلي چې په مناظره کې نه ګډون د ولسمشر تر ټولو ښه پرېکړه وه.

ده زياته کړې: ((خلکو بېګا وليدل چې ډاکټر عبدالله له شکايت او ګيلو پرته نورې برنامې هم لرلې او کنه، هغه کولاى شول د اشرف غني پر نه راتګ له نيوکو پرته خپلې برنامې تشريح کړي، خودا چانس يې له لاسه ورکړ.))

نوموړي ادعا کړې، له ارزونو او نظرپوښتنو معلومه شوې چې دولت ساز ټيم ٧٠ سلنه راىې لرې، پاتې ٣٠  سلنه پر نورو کانديدانو وېشل شوې چې د ډاکټر عبدالله راىې په کې لوړې دي، په پاتې کانديدانو کې دې ځان ته يو سيال پيدا کړي.

د دولت ساز ټيم وياند جاوېد غفور پژواک ته وويل چې ځيني ټيمونه، په ځانګړې توګه د ثبات او همپالنې ټيم  تل تورونه پورې کوي، خپلې برنامې نه وړاندې کوي.

هغه وايي، عبدالله تېره شپه د سالم رقابت پر ځاى د يو عريضه کوونکي په توګه خبرې کولې.

خو د ثبات او همپالنې ټيم وياند فريدون خوځون وايي، دوى بشپړې برنامې لري، خپل منشور يې هم چاپ کړى او په کتابي بڼه يې د اريانا ټلوېزيون په واک کې ورکړل شوی و.

د حقيقت معلومولو پايله:

پژواک خبري اژانس په يوې نوې برنامه کې حقايق څېړلي او خلکو ته ښيي چې دغه خبر د ((سم، لږ سم، نیمه سم، یو څه سم او ناسم)) ګتګوریو له ډلې د ناسم په ګتګورۍ کې دی.

جاوېد هميم کاکړ

Hits: 10269

Check Also

له ټېک مارک شوې رای پاڼې سره د شاهزادګۍ هندیې خپاره شوي انځورونه جعلي دي

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۹۸): د امان الله خان د لور شاهزادګۍ هندیې انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې…