فیچري راپورونه - دسمبر 14, 2020

د سولې لپاره د افغان ښځو ونډه، لکه چې ویل کېږي کمه او تشریفاتي نه ده

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۹): د سولې لپاره د افغان ښځو ونډه هسې چې ویل کېږي کمه او تشریفاتي نه ده، «د پلوغوړولو یا پلو نیولو» دود یې اوس هم ژوندی دی او ځینو ښځو د دغه دود له لارې په هېواد کې د سولې ټینګښت ته ملا تړلې ده.

د ۱۳۹۸ کال د کب په میاشتې کې د امريکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنـځ په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شو چې له مخې یې ۵۰۰۰ طالب بندیان او زر د دولت کسان خوشي شول او د سولې بین الافغاني خبرې د وږي په ٢٢مه په دوحه کې پیل شوې، خو تر اوسه یوازې د خبرو پر تګلاره سره سلا شوي او دا مهال د خبرو پر اجنډا کار کوي.

ازادي راډیو، هشت صبح ورځپانې، جمهور اژانس او بېلابېلو نورو رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ګواکې د افغانستان په سوله کې د ښځو ونډه کمه ده او همدا لږه ونډه یې هم تشریفاتي ده.

خو د پژواک موندنې ښیي چې په افغاني ټولنه کې د پخوا په څېر اوس هم د ښځو ټیکری د درناوي سمبول دی او که څه هم د سولې په شورا او مرکچي پلاوي کې د ښځو شمېر تر نارینه وو کم دی، خو ګډونوالې ښځې په اړوند چارو کې فعاله ونډه اخلي او په ټولنیزه کچه هم د سولې لپاره د افغان ښځو هڅې د پام وړ دي.

د پلو غوړولو دود مخینه

په افغانستان کې له پخوا زمانو د شخړو او دښمنیو په پای ته رسولو کې د ښځو ونډه شته او تاریخ پوهان وایي چې افغان ښځو د «پلو غوړولو» په څېر دودونو له لارې ډېرې سترې دښمنۍ او شخړې پای ته رسولې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمي سلاکار حبیب الله رفېع پژواک خبري اژانس ته وویل چې په افغانانو کې د پلو غوړول د شخړو او دښمنیو د پای ته رسولو لپاره لرغونی دود دی.

دی وایي، د تاریخ په اوږدو کې چې به کله د دوو قومونو یا دوو ډلو ترمنځ جګړه رامنځته او خونړۍ شوه، یو شمېر سپین سرو مېرمنو به د سولې په موخه مداخله کوله او خپل پلو به یې ورته غوړاوه.

د هغه په خبره، پخوا به دغه پلو نیول دواړو خواوو ته ډېر ارزښت درلود او د ښځو پړوني ته به یې درناوی کاوه، جګړه به یې ځای پر ځای دروله او بیا به مشران سره کېناستل او د جګړو او شخړو لاملونه به یې پای ته ورسول.

د سولې په چارو کې فعاله تاجور کاکړ هم د پلو غوړولو دود د دوو لورو د دښمنیو د پای ته رسولو یوه غوره عنعنه بولي او وایي: «زما انا کېسه کوله چې امیر عبدالرحمن خان په کندهار کې د تور امیر په نوم مشهور و او یو وخت یې پر خلکو زیات ظلم کاوه، د شپې به یې خلک له کورونو ایستل او چا جرئت نه کاوه چې ورته ووایي داسې مه کوه. زما انا وایي، زه او یو شمېر نورې مېرمنې لاړو او تور امیر ته مو وویل، هغه زموږ پلو غوړولو ته په احترام خپل دغه ظلمونه ودرول.»

د سولې لپاره د پلو غوړولو نوې هڅې

په وروستیو شاوخوا دوو کلونو کې د سولې لپاره د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د خوځښتونو او هڅو بېلګې شته او اوس ځینې مېرمنې هڅې کوي چې د پلو غوړولو تر عنوان لاندې د سولې لپاره یو خوځښت پیل کړي.

د مشرانو جرګې پخوانې غړې فریده کوچۍ وایي، هڅې یې پیل کړې چې د پلو غوړولو تر عنوان لاندې یو شمېر ښځې راټولې کړي او بیا په ګډه له دولت او طالبانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړي.

هغه زیاتوي:«زه د ښځو ټولنې په جوړولو بوخته یم، موږ ویل نارینه وو خو هېڅ ونه کړل، موږ به ولاړې شو، پلو به طالبانو ته ونیسو چې ای بچیانو دا پلو موږ تاسو ته نیولی، تاسو په دغه پلو کې څه راته اچوئ؟ زه خو په اسانۍ سره خپل پلو نه ټولوم، سل ورځې به په یوه پښه درته ولاړه یم چې زما پلو ته یو څه واچوئ، زما پلو نه ده، دا د بیبیانو پلو ده… طالبان مجبوره دي زموږ پلو ته یو څه را واچوي، د دوی به هم زړه وسوځې چې یوه مور او یوه خور ورته ولاړه ده.»

کوچې زیاتوي: «جهاد دا دی چې ښځې د جګړو خواوو ته د سولې لپاره پلو وغوړوي او جهاد دا دی چې طالبان د دوی په پلو کې اوربند او د سولې پیغام واچوي.»

هغه وایي، د سولې د دغه جوړېدونکي خوځښت ګډونوالې به پر دولت هم غږ وکړي، عذر به ورته وکړي او پلو به ورته ونیسي چې «مه کوه دولته، له دغو ناخوالو څخه تېر شه.»

فریده کوچۍ وایي، په دې اړه یې په کابل کې له یو شمېر ښځو سره خبرې کړې، د دغه کار لپاره د افغانستان پر ټولو ولایتونو ګرځي او هغه سپین سرې مېرمنې را ټولوي چې په جګړو کې یې خپل بچې له لاسه ورکړي او هرې یوې ته یتیمان ورپاتې دي.

یو شمېر ښځې هم دا ډول هڅه ستایي، ګټورې یې بولي او وایي چمتو دي چې دوی هم ورسره ملګرې شي.

تاجور کاکړ وایي: «موږ ته څوک موقع نه راکوي، که نه په اوسنیو شرایطو کې خو داسې یوې بې طرفې ډلې جوړول څه سخت کار نه دی، که داسې یو خدمت ته فرصت برابر شي، زه هم ورته حاضره یم.»

د دې په وینا، په هېواد کې دننه د سولې لپاره د ښځو هڅې او لاریونونه هم ګټور دي، خو غوره ده چې د بې طرفه ښځو یوه ډله جوړه شي، دوحې ته ولاړه شي او دواړو لورو ته د سولې لپاره ټیکری وغوړوي.

هغه تمه لري چې دواړه لوري (طالبانو او دولت) افغانان دي، پر دغه دود پوهېږي او د خپلو خویندو میندو پلو به تش نه پرېږدي.

د علومو اکاډمي د تاریخ انسټيټیوټ څانګې مسوول محمد شریف ځدراڼ هم د پلو غوړولو تاریخي دود ته په کتو له بې طرفو افغان مېرمنو غوښتنه کوي چې یوه ډله جوړه کړي او له ملګرو ملتونو وغواړې چې دوحې ته د تګ لارې چارې ورته برابرې کړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاده شهلا فرید وایي، د داسې يوې ډلې جوړولو پلوې ده، مخکې یې هم د داسې یوې ډلې جوړولو هڅې کړې او باور لري چې که د ښځو یوه بې طرفه ډله ښکېلو غاړو ته د سولې په موخه پړونی وغوړوي، نو مثبت اغېز به ولري.

د پخوانۍ افغان ډيپلوماتې نظیفې حقپال د «پړونى او سوله» تر عنوان لاندې ليکنه کې هم د پلو غوړولو د دود په اړه راغلي: «افغان ټولنه کې د ښځو ټیکری د درناوي سمبول دی؛ هغسې چې پګړۍ د عظمت بېلګه ګڼل کېږي.»

هغه لیکي: «زه د افغانستان کلیو بانډو ته په بېلابېلو وختونو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت لپاره تللې یم؛ کتلي مې دي چې په وړو کلیوالو جرګو کې له مېرمنو پوښتنه کېږي. په هغو شخړو کې چې لسګونه کسان په کې مړه یا ژوبل وي، د دود او دستور له مخې د ښځو شتون په جرګه کې د بښنې اړخ غښتلی کولی شي.»

د هغې په اند، په جګړو کې د غچ او انتقام روحیه همدا مېرمنې سړولی شي؛ ځکه هر وسله وال که عقیدوي جګړه کوي یا عقدوي، د مور له خبرې نه شي تښتېدلی.

د پلو غوړولو په اړه د طالبانو او حکومت لیدلوري

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند ډاکتر محمد نعیم نه مو وپوښتل چې د پلو غوړولو افغاني دود ته په پام، یو شمېر افغان مېرمنې غواړي له خپلو امکاناتو په ګټې اخيستنې راټولې شي او د دواړو لورو له مرکچې پلاوو د پلو په غوړولو سره د اوربند او سولې غوښتنه وکړي، تاسو په دې اړه څه وایاست؟

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې یوازې دومره وویل: «پر سوله خبرې روانې دي، دواړه ټيمونه ناست دي، هيله ده چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، که چېرې داسې د ښځو یوه ډله رامنځته شي نو دوی یې هرکلی کوي او طالبان باید د ښځو د سولې او د اوربند غږ واوري.

هغه وویل: «حکومت تل اوربند غوښتی او د اروبند غوښتنه یې کړې ده؛ ځکه چې اوربند د ټولو خلکو غوښتنه ده خو طالبانو تر اوسه دغه وړاندیز نه دی منلی.»

«د سولې لپاره د ښځو هڅې تر نارینه وو منسجمې دي»

د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې ښځو په کابل، هلمند، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سولې او اوربند د ټینګښت لپاره لاریونونه، غونډې او نور مدني خوځښتونه ترسره کړي دي.

دغه راز ځینو ښځو ویلي که سوله راځي د خپل مېړه او زامنو قاتلان بښي.

د هلمند ولایت اوسېدونکی لعل محمد صفا چې په دغه ولایت کې یې د سولې لپاره د ښځو د څو لاریونونو په تنظیم کې برخه لرله، پژواک خبري اژانس ته وویل، د سولې په برخه کې د ښځو غږ پورته کول د نارینه وو په پرتله ډېر منسجم دي او ښځو ځکه د سولې لپاره زیاتې هلې ځلې کړې چې هغوی په جګړو کې ونډه نه لري، خو جګړو ډېرې زیانمنې کړې دي.

هغه وویل: «همدا ښځې دي چې بورې کېږي، کونډېږي، د دې لپاره چې نورې ونه ځورول شي، ونه ژړول شي، له خپلو بچو او کورنۍ سره یو ځای په سوله کې ژوند وکړي، په هر ځای کې چې د سولې غږ پورته شوی، سلګونو ښځو په کې برخه اخیستې او د جګړې له خواوو یې په یوه غږ سوله غوښتې ده.»

د سولې په رسمي جوړښتونو کې د ښځو ونډه کمه، خو تشریفاتي نه ده

د دولت په چوکاټ کې جوړه شوې د مصالحې عالي شورا سیاسي کمېټه او رهبري شورا ټول ۴۶ غړي لري چې اته یې ښځې دي.

دغه راز له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت په مرکچي پلاوي کې څلور ښځې او ۱۷ نارینه شامل دي، خو د طالبانو د مرکچي پلاوي ټول غړي نارینه دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وایي، غوره به وه که په دغه پلاوي کې د ښځو شمېر ډېر وای، خو زیاتوي چې که شمېر یې کم هم دی، ونډه یې تشریفاتي نه ده.

هغې په مرکچي پلاوي کې د شته ښځو ونډې د څرنګوالي په اړه زیاته کړه: «دومره پر ځان باور لري چې د افغانستان په کچه د ښځو استازولي کولی شي… هغه وروڼه چې له موږ سره په هئیت کې دي، د ښځو حقونو او د سولې په خبرو کې له موږ سره په مساوي توګه کار کوي.»

د سولې په چارو کې فعاله فروزان داودزۍ وایي، د دولت په پلاوي کې شته شمېر ښځې د حکومت په سلا غوره شوې دي او که شمېر یې ډېر وای، ښه به و، خو بیا یې هم تل د نارینه وو په څېر خپل غږ پورته کړی دی.

داودزۍ وویل، د سولې خبرو ته په کتو سره، په دغه پلاوي کې د ښځو ونډه تشریفاتي نه ده او دوی د مېز پر سر په ډېره زړورتیا سره له سولې د ملاتړ ترڅنګ د ښځو له حقونو هم دفاع کوي.

د طالبانو په مرکچې پلاوي کې د ښځو نه شتون

زرمتۍ وایي، که د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ښځو شتون درلودای، نو دوی به ډېر ژر د یوې او بلې په ژبه سره پوه شوي وای.

هغې وویل: «که د طالبانو په هیئت کې ښځو شتون درلودای، موږ کولی شوای چې د ګډو وجوهاتو له مخې چې شفقت عاطفه او زړه سوی دی، په هماغه ژبه سره غږېدلې وای او پایلې به یې اتیا سلنه زیاته مثبته وه.»

د علومو اکاډمي د تاریخ انسټيټیوټ مسوول محمد شریف ځدراڼ هم وایي، د ورځني سیاست له مخې، دا به ډېره ښه وه چې د طالبانو په مذاکراتي ډله کې هم ښځو شتون درلودای.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ صافۍ وایي، د طالبانو په پلاوي کې د ښځو نه شتون ښیي چې هغوی لا پر دې موضوع خپلو کې بحث نه دی کړی او نه یې دي غوښتي چې ښځې دې د هغوی په رهبري کې برخه ولري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند ډاکتر محمد نعیم څخه مو وپوښتل چې ولې یې په مرکچي پلاوي کې ښځو ته ونډه نه ده ورکړې؛ په داسې حال کې چې مسلمانو ښځو د حضرت محمد (ص) په زمانه کې په سیاسي مسایلو لکه بیعت، هجرت او مشورت کې ونډه اخیستې او ام سلمه (رض) د حدیبې په سوله کې پیغمبر (ص) ته مشوره هم ورکړې ده؟

هغه په ځواب کې وویل: «نبي كريم صلى الله عليه وسلام ته مشوره لکه تا چې ويلي، خپلې مبارکې مېرمنې حضرت ام سلمی رضى الله عنها وركړې، نه پردئ مېرمنې. مجاهدينو ته هم خپلې مېرمنې مشورې ورکوي. همدارنګه هجرت هم چې کومو مجاهدينو کړی، مېرمنو يې هم ورسره کړی دی.»

که څه هم د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ښځې نشته او د دولت په مرکچي پلاوي کې هم د ښځو شمېر د نارینه وو په پرتله کم دی، خو په راپور کې د شاملو سرچینو څرګندونو او د سولې لپاره د ښځو هڅو ته په کتو، په ټولنیزه کچه د سولې لپاره د ښځو هڅې د پاو وړ دي.

احمد صهیب حسرت

Hits: 5887

Check Also

انتي ‌بیوتیک او سپرین د کرونا ضد درمل نه دي‌

کابل (پژواک،۲۰ زمری۱۴۰۰): په ټولنیزو شبکو کې په دې اړه چې ” کرونا باکټریا ده نه ویرو…