جعلي خبرونه او انځورونه خلک زیانمنوي او باورونه له منځه وړي
فیچري راپورونه - سپتمبر 25, 2019

جعلي خبرونه او انځورونه خلک زیانمنوي او باورونه له منځه وړي

کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸): شنونکي وايي، د نوماندانو په اړه د ناپېژاندو سرچینو له خوا د جعلي خبرونو او انځورونو د خپرېدو مخنيوی په کار دی؛ ځکه چې موخو ته د رسېدو ناسمه هڅه ده، خلک زیانمنوي او باورونه له منځه وړي.  

ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ (د تلې شپږمه) د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

د دغو ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي، خو له دې ډلې درې کسان د یو بل نوماند په ګټه تېر شوي، محمد حنیف اتمر ټاکنیز کمپاین درولی او د پاتې نورو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ روانې دي.

د دغو سیالیو پر مهال د ځینو نوماندانو په تړاو جعلي خبرونه او انځورونه خپرېږي او دغه راز ځیني کسان او یا نوماندان پر نورو نوماندانو بې بسنټه تورونه پورې کوي.

بېلګې:

د وږي میاشتې به ۱۶مه د فېسبوک د ځینو کاروونکو له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه کاندید ګلبدین حکمتیار د ټپي کېدو او د هغه د زوی د وژل کېدو خبر خپور شو، خو پژواک له څېړنې وروسته خبر خپور کړ او څرګنده شوه چې دغه خبر جعلي او ناسم دی.

دغه راز د فېسبوک ځينو کاروونکو او یوې خبري شبکې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» له ټيم څخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملاتړ خبر خپور کړ، خو پژواک څېړنه وکړه او خبر یې خپور کړ چې کرزي له عبدالله ملاتړ نه دی کړی.

 د چارو شنونکي د ولسمشرۍ ټاکنو پر نوماندانو د بې سنده تورونو لګول چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په فېسبوک کې ډېر شوي، ګنګوسې بولي او له خلکو غواړي چې پر دغه ډول تورونو باور ونه کړي.

د پژواک د یو بل راپور له مخې چې د (د نوماندانو د جعلي انځورونو خپرول د ټاکنیزو سیالیو ناسمه لار ده) تر سرلیک لاندې خپور شوی، د جعلي خبرونو او بې بنسټه تورونو تر څنګ ځیني کسان په ټولنیزو شبکو کې د نوماندانو جعلي او له ځانه جوړ شوي انځورونه هم خپروي.

د چارو پوهان وايي، د فېسبوک او نورو پاڼو له لارې د نوماندانو بدنامولو په موخه د جعلي انځورونو خپرول، ټاکنیزې او ټولنیزې ستونزې را ولاړوي او باید مخه یې ونیول شي.

جعلي خبر څرنګه وپېژنو او ولې خپرېږي؟

لیکوال او د مستقبل خصوصي پوهنتون استاد محمد وسیم وصال پژواک خبري اژانس ته وویل، جعلي خبرونه هغو خبرونو ته ویل کېږي چې کره سرچینه نه لري او په ټوله کې تبلیغاتي بڼه ولري.

دی وایي چې جعلي خبرونه موخو ته د رسېدو ناسمه لار ده او دا ډول خبرونه، انځورونه او ويډیوګانې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال ځکه ډېر خپرېږي، څو له لارې یې خپروونکي خپلو ټاکنیزو سیالانو ته ماتې ورکړي او یا هم توهین او سپکاوی ورته وکړي.

دغه راز ازاد خبریال عزیزخان هوتک وايي چې جعلي یا ناسم خبر یا انځورونه د یوه شخص یا ډلو خلاف خپرېږي، څو له لارې یې هغوی تخریب شي.

ده زیاته کړه، جعلي خبر ډېر کله سیاسي وي او د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ډېر په ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک، ټویټر او داسې نورو کې خپرېږي.

د ده په وینا، دا ډول خبرونه ډېر هغه کسان خپروي چې په ټولنیزو رسنیو کې په بدلو نومونو پاڼې لري.

د جعلی خبرونو او انځورونو اغېز:

عزیزخان هوتک وایي، د بې بسټه خبرونو او یا هم جعلي انځورونو خپرول کولای شي هغه کسان زیانمن کړي چې په اړه یې دغه ډول خبرونه او انځورونه خپرېږي.

د ده په اند د دې ډول توکو خپرول ځکه خلک ډېر زیانمنوي چې جعلي خبرونه یو څه تر حقیقي خبرونو جالب وي او خلک یې لاس په لاس کوي او په دې توګه یې پر خلکو اغېز ډېرېږي او په نښه شوی شخص یا ډله له لویې بې باورۍ سره مخ کوي او زیامن کېږي.

د هغه په اند، جعلي یا ناسم خبر ځکه زیان اړوي چې د ټولو هغو کسانو پر وړاندې يې سپیناوی سخت دی چې دا خبر ورته رسېدلی دی.

د مخنیوي لارې چارې:

خو وصال وایي، اړینه ده هغه څوک چې په اړه یې جعلي خبر، انځور او یا ويډیو خپرېږي، د خپل ځان د سپیناوې په موخه خلکو ته د رسنیو له لارې کره معلومات ورکړي، څو خلک پر جعلې خپور شوي خبر باور ونه کړي.

دی وایي، جعلي، ناسم او ناکره خبرونه او انځورونه په ټولنه کې د خلکو باور له منځه وړي او که په اړه یې سپیناوی ونه شي، کېدای شي د هغو نوماند پر رایو منفي اغېز وکړي چې په اړه یې جعلي خبرونه او بې بنسټه معلومات خپاره شوي وي.

وصال وایي: “د دغه ډول خبرونو مخنیوی ځکه سخت دی چې یو شخص خبر نه وي او یو څوک یې په اړه جعلي او بی سنده خبر خپروي.”

هوتک هم وایي چې په ټولنیزو رسنیو کې د جعلي یا ناسم خبر د خپرېدو مخنیوی یو څه سخت دی؛ ځکه چې دغه ډول توکي له نامعلومې او بې هویته ټولنیزې رسنۍ څخه خپرېږي.

ده زیاته کړه: “سپیناوی يې سخت او ډېر وخت ته اړتیا لري، څومره چې جعل تیز دی، سپیناوی یا دفع يې وخت نیسي.”

هغه زیاتوي: «مخنیوی یې په یو شرط کېږي چې استخبارات، قضایي ارګانونه او مخابراتو وزارت په ګډه په دې اړه یوه طرحه جوړه او پلې کړي.»

د ټولنیزو شبکو کنټرول ستونزمن دی:

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض په ټولنیزو شبکو کې د جعلي خبرونو او انځورونو خپرېدو د مخنیوي په اړه وايي: “زموږ د کار پر وړاندې خنډ هم دا دی چې په ټولنيزو شبکو کې ډېرې ای ډي ګانې فېک يا غير واقعي دي او هويت يې څرګند نه دی؛ کله چې هويت څرګند نه وي، تعقیب يې هم ناشونی کار دی.”

خو دی زياتوي، که څوک د ورته کړنو فاعل وپېژني او یاد کمېسیون ته یې په اړه شکايت وکړي، کمېسيون کولای شي شکايت یې د درغليو او تخلف په ځانګړي ډول د تزوير له پلوه وڅېړي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي، ۸۱ شکایتونه یې ثبت کړي او له دې ډلې اتیاوو ته رسېدنه شوې ده.

سرچینه د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي، یو شمېر نوماندانو ته اخطار ورکړ شوى او ځیني نور سرغړوونکي نغدي جریمه شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مطبوعاتي سلاکار شېرشاه نوابي وایي، دغه وزارت دوه کاله مخکې د «د سایبري امنیت» په نوم ریاست جوړ کړی، په دې برخه کې د امنیتي بنسټونو په همکارۍ فعالیت لري او تر اوسه يې له دې لارې لسګونه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

هغه زیاته کړه: “که کوم نوماند شکایت لري او ویني چې ادرس ته یې سپکاوی کېږي، له همدغه ریاست سره دې په اړیکه کې شي او خپل شکایت دې ثبت کړي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې لومړى دغه شکایت اخیستل کېږي او تعقیبېږي او وروسته په هغه صورت کې چې تور پورې کوونکی کس شکمن وپېژندل شي، عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ور پېژني.”

خو د ده په وینا، په هغه صورت کې چې کوم کس یا نوماند خپل شکایت ثبت نه کړي، دغه وزارت نه شي کولی د ټولنیزو شبکو د کاروونکو شخصي پاڼې وتړي.

د هغه په خبره، اصلي ستونزه دا ده چې ډېر داسې جعلي انځورونه او خبرونه په جعلي فېسبوک پاڼو کې د ناپېژاندو کسانو له لوري خپرېږي.

نوابي په دې برخه کې د خلکو همکاري اړينه بولي او زياتوي چې دا مهال په هېواد کې تر ۳.۲ ميليونه ډېر کسان یواځې فېسبوکپاڼې لري او د ټولو کنټرول ستونزمن دی.

احمد صهیب حسرت

Hits: 89

Check Also

سرچینه: د ټاکنو کمېسیون غړو د پایلو پر اعلان توافق کړی

کابل(پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۸): د ټاکنو کمېسیون یوه باوري سرچینه وايي چې د دغه کمېسیون غړو له ډې…