له ټېک مارک شوې رای پاڼې سره د شاهزادګۍ هندیې خپاره شوي انځورونه جعلي دي
ناسم - اکتوبر 2, 2019

له ټېک مارک شوې رای پاڼې سره د شاهزادګۍ هندیې خپاره شوي انځورونه جعلي دي

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۹۸): د امان الله خان د لور شاهزادګۍ هندیې انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او په کې ښکاري چې هغې بېلابېلو نوماندانو ته رایه ورکړې، جعلي جوړ شوی دی.

شهزادګۍ هندیه د امان الله خان لور ده؛ امان الله خان د حبیب الله خان درېیم زوی او د افغانستان پاچا و چې سل کاله مخکې یې له انګرېزانو د افغانستان سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه.

هندیه چې اوس ۹۰ کاله عمر لري، په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړې ده.

د هندیې جعلي انځورونه:

د هندیې له رایې ورکونې وروسته د نوموړې ځيني انځورونه خپاره شوي څو د یوه ځانګړي ټېم په ګټه ترې استفاده وشي.

د «شبهای کابل» په نوم فېسبوک پاڼه کې د شاهزادګۍ هندیې هغه انځور خپور شوی چې ښيي نوموړې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډاکتر عبدالله ته رایه ورکړې ده.

تصاویر نشر شدۀ شاهدخت هندیه با ورق رای دهی تیک مارک شده، جعلی است

دغه انځور له ۲۷۰۰ ډېرو کسانو خوښ کړی او ۴۲۹ کسانو یې په اړه تبصرې کړې دي. دغه راز ۵۴ کسانو له نورو سره شریک کړی دی.

فېسبوک کاروونکو د دغه پوسټ په پای کې بېلابېلې څرګندونې کړې دي.

د محمد په نوم یوه فېسبوک کاروونکي د هغې یو بل انځور چې ښيي مېرمن هندیې اشرف غني ته رایه ورکړې، خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، هندیې عبدالله ته رایه نه ده ورکړې.

دغه راز د ګل اقا ضميري په نوم یوه کس د هندیې یو انځور خپور کړی چې په کې ښکاري نوموړې غني ته رایه ورکړې ده.

تصاویر نشر شدۀ شاهدخت هندیه با ورق رای دهی تیک مارک شده، جعلی است

ضمیري لیکلي: “د غازي بابا لور هندیې هم ډاکتر غني ته رایه ورکړې ده، شاباس افرین!”

د فېسبوک یوه بل کاروونکي محمد وکیل عمري تر دغه پوسټ لاندې لیکلي: “دغه ټول کارونه بې منطقه دي، د نوموړې تذکره چېرته سټېکر درلود او هغه چېرته ژوند کوي؟”

دغه راز د «رییس جمهور محمد حکیم تورسن» په نوم په یوه فېسبوک پاڼه کې هم د هندیې داسې انځور خپور شوی چې ګني نوموړې محمد حکیم تورسن ته رایه ورکړې ده.»

یاد کس لیکلي: “شهزادګۍ اندیانا ازاد افغانستان ته رایه ورکړه! مننه د افغانستان له شهزادګۍ.”

تصاویر نشر شدۀ شاهدخت هندیه با ورق رای دهی تیک مارک شده، جعلی است

فېسبوک کاروونکو تر دغه پوسټ لاندې بېلابېل نظرونه او ټوکې لیکلې دي.

د حاجي محمد الیاس په نوم یو کس تورسن ته په خطاب کې لیکلي: “تاته یوازې همدې ښځې رایه درکړې ده.”

د هندیې دغه ډول انځورونه چې ظاهراً ښيي چې نوموړې غني، عبدالله او یا تورسن ته رایه ورکړې ده، یو شمېر نورو فېسبوک کاروونکو هم خپاره کړي دي.

سم اطلاعات:

د شاه امان الله خان لور هندیې پژواک خبري اژانس ته د یادو انځورونو په اړه وویل: “زما کوم انځورونه چې خپاره شوي، ټول جعلي دي.”

نوموړې ویلي، د ټاکنو په ورځ یې له سپینې پاڼې سره انځور اخیستی، خو هغه انځورونه چې ګواکې وښيي دې کوم نوماند ته رایه ورکړې، ټول جعلي جوړ شوي دي.

هندیې زیاته کړه، د ټاکنو په ورځ یې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړې ده، خو نه غواړي نوم یې واخلي.

هندیې وویل: “رایه سري ده، زه نه غواړم په دې اړه [چې کوم نوماند ته مې رایه ورکړې] څه ووایم، خو باید ووایم چې داسې کس ته مې رایه ورکړه چې وطن پرست دی او د هېواد لپاره خدمت کوي.”

نوموړې چې نه پوهېده په کوم مرکز کې یې رایه ورکړې، زیاته کړه: “زه د یوې افغانې په صفت لاړم رایه مې ورکړه، خو نه پوهېږم چېرته لاړم، دستیار مې د رایې ورکونې یوه مرکز ته بوتلم.”

هغې هیله مندي څرګنده کړه چې د ټاکنو پایلې د ټولو نوماندانو له خوا ومنل شي او په هېواد کې سراسري سوله ټینګه شي.

د ولسمشر د ښځې رولا غني سلاکارې زهرې یوسف پژواک ته وویل، مېرمن هندیې د ښځو چارو وزارت د رایې ورکونې په مرکز کې رایه ورکړه.

نوموړې وویل، د هندیې انځور له دې سره دی چې هېچا ته یې ټېک مارک نه دی کړی، خو اجازه نه لري دغه انځور یې له پژواک سره شریک کړي.

د زهرې یوسف پر فېسبوک پاڼه د هندیې انځورونه چې د رایې صندوق ته رای پاڼه اچوي، شریک شوی دی.

تصاویر نشر شدۀ شاهدخت هندیه با ورق رای دهی تیک مارک شده، جعلی است

د حقیقت معلومولو پایله:

پژواک خبري اژانس د ولسمشرۍ د نوماندانو ژمنې ارزوي او خلکو ته ښيي چې دغه ژمنې له “سم، يو څه سم، نيمه سم، يو څه ناسم او ناسم” کټګوريو څخه په کومه کټګورۍ کې شاملې دي.

د پژواک ارزونې ښيي چې له ټېک مارک شوې پاڼې سره د هندیې انځورونه ناسم او جعلي دي او د نوماندانو پلویان دغه ډول د ځانګړي ټېم په ګټه د استفادې لپاره خپروي.

 زرغونه صالحي

Hits: 7169

Check Also

پر یوه فوټو شاپ شوي عکس د عبدالله او غني د پلويانو ناندرۍ

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٨): د اريانا ټلوېزيون په مناظره کې د اشرف غني له نه ګډون وروسته د فېس…