د ۱۳۷ زره رایو د پروسس شوو شمېرو او د بایومټریک معلوماتو د توپیر څرنګوالى
فیچري راپورونه - نوومبر 19, 2019

د ۱۳۷ زره رایو د پروسس شوو شمېرو او د بایومټریک معلوماتو د توپیر څرنګوالى

کابل (پژواک،۲۸ لړم ۹۸): پژواک خبري اژانس د څه باندې ۱۳۷ زره قرنطین رایو چې د رایې ورکوونکو د بایومټریک معلوماتو او پروسس شوو شمېرو تر منځ توپیر په کې شامل دی، بشپړ معلومات ترلاسه کړي دي.

لېږل شوي بايومتريکي معلوماتو، د رايه ورکوونکو هغو معلوماتو ته ويل کېږي چې د رايه ورکوونکو بايومتريکي مشخصات لکه څهره، ايډي نمبر او د ګوتې نښان ولري او د فايلونو په توګه د حافظې په کارت کې ځاى پرځاى شوى وي او د ټاکنو له ورځې وروسته انتقال شوى دي.

پروسس شوې شمېرې، د ټاکنو په ورځ د رايه ورکوونکو له راپور څخه عبارت دى چې معلومات يې د دستگاه په داخلي حافظه کې ذخېره شوى وي او انتقال يې هم د ټاکنو په ورځ ترسره شوى وي.

 دغه اسناد ښيي هغه لس ولایتونه چې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو تر منځ یې تر ټولو ډېر توپیر موجود دی کابل ۲۳۹۲۱، ننګرهار ۱۳۵۴۴، غزنی ۱۰۹۰۴، پکتیا۹۲۳۰، پکتیکا ۸۱۷۳، خوست ۸۰۱۸، بدخشان ۶۹۸۹، کندهار۶۷۳۷، هرات ۵۶۹۴ او بغلان ۵۳۳۲ رایې وې او پاتې ۳۹۰۸۸ رایې په ۲۴ نورو ولایتونو پورې تړاو لري.

د یادو معلوماتو په راپور کې د هغه محلونو د شمېر جزیات چې د پروسس شوو ارقامو او بایومتریک معلوماتو ترمنځ یې توپیر موجود دی د نړیوالو سلاکارانو او دارالانشاء د تخنیکي ټيم له خوا د ١٣٧٦٣٠ قرنطین رایو په اړه د درملوګ کمپنۍ له مکتوبونو څخه په استفادې جوړ شوی دی.

په یاد راپور کې راغلي چې د رایې ورکولو په۴۵۶۳ محلونو کې پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو له بایومټریک معلوماتو سره برابر نه دي او په دې محلونو کې توپیر دوه ډوله ښودل شوی، چې په ۱۴۶۶ محلونو کې پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو له بایومټریکي معلوماتو ډېر دي او د رایو توپیر یې ۳۰ زره او ۶۰۸ دی، دغه راز په ۳۰۹۷ محلونو کې پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو له بایومټریک معلومات کم دي او د رایو توپیر یې ۱۶۸ زره او ۲۳۸ تنه دى چې په ټوله کې شاوخوا ۱۳۷ زره او ۶۳۰ رایې دي.

په راپور کې د هغو محلونو شمېر چې بایومټريکي معلومات او پروسس شوي شمېرې یې توپیر لري، په ډاګه شوې چې د کومو لاملونو له امله توپیرونه رامنځته شوي او د دقیق پوهاوي لپاره ټول معلومات په ۱۱ کټګوریو وېشل شوي دي.

لومړۍ برخه (پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو د بایومټریکي معلوماتو له شمېر څخه ډېر دي):

د لومړۍ برخې په پنځو کټګوریو کې «د څو محلونو هغه رایې چې د یوې دستګاه له لارې لېږدول شوې، له هغو بایومټریک دستګاوو څخه د معلوماتو نه ترلاسه کول چې پایلې یې انتقال شوې، د بایومټریک دستګاوو د داسې معلوماتو استول چې پایلې یې انتقال شوې، د رایې ورکولو داسې محلونه چې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو تر منځ یې پنځه یا له هغې کمې رایې توپیر موجود دی او د رایې ورکولو داسې محلونه چې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو توپیر یې له پنځو رایو ډېر دی» شامل دي.

لومړۍ کټګوري:

په دې کټګورۍ کې د رایې ورکولو د هغو محلونو پایلې شاملې دي چې د یوې دستګاه له لارې انتقال شوې او جزئیات یې په لاندې ډول دي.

  • په یوه دستګاه کې د بېلا بېلو محلونو د حافظو کارتونه د پایلو د فورمې د انځور اخیستو لپاره استفاده شوي دي.
  • داچې پروسس شوي ارقام د دستګاه په حافظه کې زېرمه کېږي، دغه عدد د ټولو هغو محلونو لپاره چې د حافظې کارت په هغه دستګاه کې اچول شوی، یو ډول لېږلي دي.
  • په بېلا بېلو ولایتونو کې د پایلو د انتقال او ترلاسه کولو په برخه کې په ۳۶ بایومټریک دستګاوو کې ۱۱۵ د حافظې کارتونه استفاده شوي دي.
  • په یادو دستګاوو کې پروسس شوي ارقام ۳۷۴۰ دي، په داسې حال کې چې د رایې ورکوونکو د بایومټریکي معلوماتو شمېر ۲۴۳۸ دی.
  • د پروسس شوو ارقامو او بایومټریکي معلوماتو تر منځ توپیر ۱۳۲۰ رایې دي.

دغه راز د لومړۍ کټګورۍ په پای کې راغلي چې د حافظې ټول کارتونه د رایې ورکولو په یو مرکز پورې اړوند دي.

دویمه کټګوري:

له هغو دستګاوو څخه د بایومټریکي معلوماتو نه ترلاسه کول چې پایلې یې انتقال شوې دي، په لاندې جزیياتو کې شامېلږي:

  • په ځينو حالاتو کې له بایومټریک دستګاوو څخه هېڅ معلومات نه دي ایستل شوي، خو په یادو محلونو کې پروسس شوي ارقام موجود دي.
  • په قوي ګومان دا کار د حافظې کارتونو د ورکېدو له امله شوی، خو له سیمې څخه د پایلو فورم او پروسس شوي ارقام لېږل شوي دي.
  • ·         ۱۴۱ محلونه، د هغه د پایلو ډیجیټلي فورم، د فورم عکس او پروسس شوي ارقام یې چې په ټوله کې ۱۰۰ زره او ۳۸ رایې کېږي، مرکزي سرور ته انتقال شوي دي.

درېیمه کټګوري:

له هغو دستګاوو څخه د معلوماتو لېږل چې پایلې یې انتقال شوې، په لاندې جزئیاتو کې شاملېږي:

  • په ځينو حالاتو کې د تخینکي ستونزو (د فایل خرابېدلو او د سرور له طرفه د فایل نه پېژندلو) له امله د رایې ورکوونکو ټول بایومټریکي معلومات د کمپیوټر له لارې نه دي لېږل شوي چې دا د معلوماتو او پروسس شوو ارقامو تر منځ د توپیر سبب شوی دی.
  • په ۱۵۹ ملحونو کې د رایې ورکوونکو بایومټریکي معلومات له پروسس شوو ارقامو کم دي.

په یادو محلونو کې د پروسس شوو معلوماتو ارقام ۱۴ زره او ۵۷۲ رایې دي، خو په ټوله کې سرور ته استول شوي بایومټریکي معلومات ۳۱۶۳ دي او د یادونې ده چې د ارقامو او معلوماتو ټولیز توپیر ۱۱ زره او ۴۰۹ دی.

د یادو کټګوریو په تشرېح کې راغلي چې په دې قضیه کې د رایې ورکوونکو بایومټریک معلومات اخیستل شوي خو د ځینو ستونزو سره امله رسېدلي نه دي. دغه کار ښايي د بایومټریک معلوماتو د هغو فایلونو له امله وي چې د لوست وړ نه دي او له نه لوستل کېدو وروسته د استخراج په بهیر کې ور څخه ډډه شوې وي.

څلورمه کټګوري:

 د رایې ورکولو هغه محلونه چې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو توپیر یې پنځه یا له پنځو رایو کم دی په لاندې ډول دي:

 په ځینو مواردو کې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو ترمنځ توپیر په یوه محل کې له یوې تر پنځو رایو دی چې په ۸۵۹ محلونو کې دا حالت لیدل شوی او په یادو محلونو پورې اړوند پروسس شوي ټول ارقام ۸۸۲۹۸  او د حقیقي رایې ورکوونکو بایومتریک معلومات ۸۶۸۶۹ و چې د پروسس شوو ارقامو او بایومټریک معلوماتو ترمنځ توپیر یې ۱۴۲۹ دی.

پنځمه کټګوري:

د رایې ورکولو هغه محلونه چې د پروسس شوو ارقامو او رایې ورکوونکو د بایومټریک معلوماتو ترمنځ توپیر یې له پنځو رایو ډېر دی په لاندې ډول دي.

په ځینو مواردو کې د پروسس شوو ارقامو او رایې ورکوونکو د بایومټریک معلوماتو ترمنځ توپیر له پنځو رایو ډېر و او دغه حالت په ۲۷۱ محلونو کې لیدل شوی دی. په یادو محلونو پورې اړوند پروسس شوي مجموعي ارقام ۴۰ زره او ۹۵۱ او د رایې ورکوونکو بایومټریک معلومات یې ۳۴ زره او ۵۲۱ و چې د معلوماتو او ارقامو توپیر یې ۶۴۳۰ دی.

 په څلورمه او پنځمه کټګورۍ کې تخینکي منطق دا دی چې د معلوماتو او ارقامو ترمنځ د توپیر لامل ښايي د نرم افزارو پر تخنیکي ستونزه پورې اړوند وي، چې په ځینو خاصو حالاتو کې یې د رایې ورکوونکو ارقام د یو په اندازه ډېر کړي دي.

دویمه برخه (پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو له بایومټریک معلومات کم دي):

 د دویمې برخې شپږ کټګورۍ په (پروسس شوي ارقام د رایې ورکوونکو له بایومټریک معلوماتو کم دي) پورې اړوند دي، چې د ریکارډونو دوه ځلي اپلوډ، د یوې دستګاه له لارې د څو محلونو د پایلو لېږل، هغه محلونه چې پروسس شوي ارقام یې صفر خو بایومټریک معلومات یې لېږل شوي، هغه محلونه چې بایومټریک معلومات یې لېږل شوي خو د دیجیټالي پایلو فورم او انځور یې نه دی رسېدلي، په یوه محل کې له یوې ډېرې بایومټریک دستګاوې استفاده شوې او متفرقه محلونه په کې شامل دي.

شپږمه کټګوري:

لاندې معلومات په هغو اطلاعاتو پورې اړه لري چې دوه ځلې سیستم ته داخل شوي دي:

 درملوګ د نوامبر د څلورمې په مکتوب کې اعلان کړی و چې د یو میلیون او ۹۲۹ زره او ۳۳۳ داسې معلوماتي رایې موجودې دي چې دوباره داخلې شوې او په یاده کټګورۍ کې ۱۰۵ محلونه موجود دي او دغه راز ټول پروسس شوي ارقام ۱۱ زره او ۱۱۴ دي، په داسې حال کې چې د رایې ورکوونکو د بایومټریکي معلوماتو شمېر ۱۳ زره او ۳۰۱ دی.

اوومه کټګورۍ:

د څو محلونو رایې د یوه بایومټریک ماشین په واسطه استول شوې دي:

دا کټګورۍ؛ د مخکنۍ برخې لومړۍ کټګورۍ ته ورته ده، له یوه ماشین څخه  د بېلا بېلو محلونو میموري کارتونه او وروسته د پایلو د انځور د استولو لپاره استفاده شوي دي؛ خو له دغه توپیر سره چې بایومټریکي معلومات استول شوي، له پروسس شوو معلوماتو ډېر دي.

په دغې کټګورۍ کې د رایې ورکولو ۲۳ محلونه شاملېږي چې ټول پروسس شوي ارقام یې ۷۸۵ دي، په داسې حال کې چې د رایې ورکولو د بایومټریکي محلونو شمېر، ۱۴۴۰ دی چې د ارقامو او معلوماتو ترمنځ توپیر ۶۹۵ دی.

اتمه کټګوري:

هغه محلونه چې پروسس شوي ارقام یې صفر دي؛ خو بایومټریک معلومات یې استول شوي دي.

  • په ۳۴ ولایتونو کې د رایې ورکولو د دوه زره او ۱۰۵  محلونو رایې داسې دي چې د هغه پروسس شوي ارقام صفر دي؛ خو بایومټریک معلومات یې استول شوي و او په شپږمې کټګوۍ کې شامل نه دي.
  • دا کټګوري په دوو برخو وېشل کېږي، د درملوګ کمپنۍ د راپور له مخې په لومړۍ برخه کې دغه توپیر په بایومتریک دستګاوو کې د پایلو د دیجیټالي فورم د نه ډکولو او یوازې د پایلو د فورمې د انځور استولو له امله رامنځته شوی دی، نو ځکه اړوند نرم افزارو د پروسس شوو ارقامو شمېر د پایلو د فورمې په فورم کې نه دی ثبت کړی.
  • د درملوګ د راپور له مخې؛ دا توپېر د بایومټریک ماشینونو د ډیجیټالې فورمو د نه ډکولو او یوازې د پایلو د فورمې د انځور استولو پایله ده. لکه څرنګه چې اړوند نرم افزار، د پروسس شوو ارقامو شمېر د پایلو د فورمې په فایل کې نه دي ثبت کړي.
  • ډېری داسې محلونه د قرنطین ماشینونو اړوند دي چې معلومات یې د کمپیوټر په واسطه استول شوي دي.
  • ·         ۲۰۵۳ محلونه چې د ۱۱۲ زره او ۳۷۳ بایومټریک معلومات کېږي او دا قضیه په ۳۴ ولایتونو کې شته. د یادولو ده چې د دغومحلونو لپاره پروسس شوي ارقام ټول صفر دي.
  • په دویمه برخه کې په یوشمېر محلونو کې د بایومټریک معلوماتو د ثبت لپاره یوازې یو ماشین کارول شوی او د پایلو د استولو لپاره، نوی ماشین استفاده شوی، پروسس ارقام یې صفر استولي دي.
  • په ۳۴ ولایتونو کې ۵۲ محلونه چې په ټوله کې ۲۹۹۸ بایومټریکي معلومات ددغې کتګورۍ اړوند کېږي او ددغو ټولو محلونو لپاره پروسس شوي ارقام صفری دي.

نهمه کټګوي:

په دې کټګورۍ کې هغه محلونه شاملېږي چې بایومټریک معلومات یې استولي؛ خو ډیجیټالي فورمونه او د هغه انځور نه دی استول شوي.

  • په یوشمېر مواردو کې یوازې بایومټریک معلومات استول شوي وو؛ خو هېڅ ډول ديجیټالي فورمه او د فورمې انځور یې نه دي ترلاسه شوي.
  • دا حالت د درملوګ د سرور د سرټفېکټ د نېټې د پای ته رسېدو له امله چې د اکتوبر د ۱۶مې او تلې د ۲۴مې له سهار سره برابر و، او هغه معلومات چې هغه ته استول کېدل، طی مراحل یې نه شوای کړای.
  • همدارنګه کله چې بهیر دویم ځل پیل شو، له دې محلونو بایومټریکي معلومات سرور ته زیات شول؛ خو په هغو کې یې د پایلو د فورمو اړوند معلومات او شمېرې نه دی کتلې.
  • د رایو ورکولو ۹۴ محلونه چې د ۱۱ ولایتونو اړوند دي، له دغې ستونزې زیانمن شوي.
  • په ټوله کې له دغو ماشینونو، ۸۳۲۰ د رایو ورکوونکو بامټریکي معلومات استول شوي وو.

لسمه کټګوري:

په دې کټګوري کې هغه محلونه راځي چې په کې له یوه نه د ډېرو بایومټریک ماشینونو ګټه اخیستل شوې ده.  

  • د رایې ورکولو په ۷۵۸ محلونو کې له یوه نه ډېر بایومټریک ماشینونو (احتیاطي ماشین) استفاده شوي او ښايي د ماشین د خرابېدو  یا چارچ خلاصېدو له امله، د رایو ورکولو د بهیر لپاره له بل بایومټریک ماشین څخه ګټه اخیستل شوې وي؛ خو د پایلو د فورمې استولو لپاره یوازې له یوه ماشین څخه ګټه اخیستل شوې.  
  • په دوام کې راغلي چې دا امر سبب شوی څو یوازې د یوه ماشین پروسس شوې شمېرې ولېږدول شي؛ خو له ټولو ماشینونو استول شوي بایومټریکي معلومات، مرکزي سرور ته رسېدلي دي.
  • د یادولو ده چې د دغه ډول محلونو د پروسس شوو معلوماتو ټولګه، ۴۴ زره او ۵۱۵ ده او د رایې وکوونکو د بامټریکي معلوماتو ټولګه، ۸۳ زره او ۲۱۵ ده چې د هغه توپیر ۳۷ زره او ۷۳۶ کېږي.

د یادې کټګورۍ په تشرېح کې راغلي، دستګاه یوازې د هغو رایې ورکوونکو معلومات لېږلي چې خپله یې طی مراحل کړي او نور رایې ورکوونکي چې د ورځې په جریان کې په یاد محل کې د نورو دستګاوو په وسیله طی مراحل شوي وو په پام کې نه دي نیولي.

یوولسمه کټګوي:

دا کټګوري د پاتې محلونو اړوند ده چې په هغه کې ۴۹ محلونه شته چې په پورته یوه کټګورۍ کې هم د شمېرو او معلوماتو توپیر نشته او پروسس شوي معومات ۴۱۴۲ او د بایومټریک معلوماتو شمېر ۷۳۴۱ دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ د لړم په پنځه ویشتمه یوه خبري کنفرانس ته وویل، د ۱۳۷۶۳۰ بایومټریک معلوماتو او پروسس شوو رایې ورکوونکو د مسالې په اړه تخنیکي ټېم بشپړ راپور د تخنیکي همکارانو له خوا په څو ناستو کې ټاکنیزو ډلو ته وړاندې شوی دی.

نوموړې د یاد کمېسیون ۱۰۸ مې پرېکړې ته په اشاره وویل، د کمېسیون د دارالانشا د تحلیل او تجزیې په ځانګړې توګه د ۱۳۷۶۳۰ بایومټریک ثبت شوو معلوماتو په اړه چې له پروسس شوو رایې ورکوونکو سره توپیر لري د نړیوالو او ملي متخصصینو معلوماتو ته په کتو او د هغې تخنیکي ستونزې له امله چې د درملوګ کمپنۍ له خوا رامنځته شوې یاد معلومات کومه ستونزه نه لري.

د ټاکنو کمېسیون یوې سرچینې د نوم نه اخيستو په شرط وویل، له ۱۳۷ زره ډېرې قرنطین رایې په تفتیش او بیا شمېرنه کې شاملې دي.

هغه د درملوګ کمپنۍ له خوا ۱۳۷ زره قرنطین رایو ته په اشاره وویل، یادې رایې په هغو دستګاوو پورې اړه لري چې د ټاکنو په ورځ یې له لسګونو رایو وروسته ستونزه پیداکړې او پر ځای یې له موجوده تقویتي دستګاوو څخه استفاده شوې ده.

نوموړي د بېلګې په توګه وویل، په یوه دستګاه کې له ۵۰ ډېرې رایې کارول شوې خو په یاده دستګاه کې تر ستونزې راپیداکېدو وروسته د مجبوریت له وجې له تقویتي دستګاه څخه استفاده شوې ده.

 هغه روښانه کړه چې په ځینو محلونو کې له دوو دستګاوو څخه د یوې دستګاه معلومات د دستګاه او دویمې د کمپیوټرکارانو له خوا سرور ته انتقال شوي او له همدې امله د ۱۳۷ زره رایو توپیر رامنځته شوی دی.

 د دولت ساز ټېم ویاند جاوېد فیصل د ټاکنو کمېسیون تصمیم مهم وباله او ویې ویل:” د ټاکنو خپلواک کمېسیون بحث منطقي دى او موږ یې له کاره ملاتړ کوو او له نورو ټاکنیزو ټېمونو هیله لرو چې د ټاکنو کمېسیون خپلواکۍ او کار ته احترام ولري، پر دغه بهیر د باور لپاره کار وکړي او د نه منلو کلتور ته د پای ټکی کېږدي.”

 پژواک خبري اژانس له پرله پسې اړیکو وروسته هم په دې اړه د ثبات او همپالنې ټېم په نظر اخیستو بریالی نه شو، خو د یاد ټېم د لړم په ۱۵په یوه پرېکړه لیک کې راغلي چې څلور ډوله تقلبي رایې چې ډېر ارقام جوړوي د هېڅ ډول شرایطو لاندې دوی ته د منلو وړ نه دي او باید له بیاشمېرنې مخکې تصفیه شي.

 د یاد پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي چې ټاکنو خپلواک کمېسیون څلور ډوله تقلبي رایې ١٣٧٦٣٠ مبهمې او ناپېژندل شوې رایې په قرنطین برخه کې، ١٠٢٠١٢ له ټاکلي وخته بهر رایې، شاوخوا ۷۰۰ دستګاوې او د حافظې ورک شوو کارتونو او له انځور څخه انځور او تکراري انځور ته رسېدنه وکړي.

د امنیت او عدالت ټېم مشر رحمت الله نبیل پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ټاکنو کمېسیون یې تر اوسه مشروع غوښتنې نه دي ځواب کړې.

هغه د درملوګ کمپنۍ لخوا له ۱۳۷ زره قرنطین رایو په اړه وویل، له ۱۳۷ زره د ډېرو رایو ادرس معلوم نه دی خو سیستم ته پر وارېدېدو یې ټینګار کېږي.

نوموړی وايي چې افغانستان له بېلا بېلو ناورینونو سره مخ دی او ټاکنو کمېسیون دې نه پرېږدي چې هېواد ټاکنیز بحران ته لاړ شي.

نبیل د دې په څرګندولو چې حکومتي رهبرانو ته احساساتي مشورې ورکول کېږي زیاته کړه، که دغه مشورې ۹۹ سلنه د دوی په ګټه هم وي باید وانه ورېدل شي او هغه عملي نه کړي.

بلخوا په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فیفا) اجرایيوي رییس یوسف رشید پژوک ته وویل: “له ۱۳۷ زره ډېرې رایې چې کله درملوګ کمپنۍ قرنطین کړې وې موږ وویل چې یاد شرکت د رایو د قرنطین صلاحیت نه لري او باید د ټاکنو کمېسیون ته یې راپور ورکړی وای او کمېسیون د قانون، لوایحو او طرزالعملونو له مخې د هغه په اړه تصمیم نیولای وای، خو له بده مرغه چې یاد شرکت هر څه اعلان کړل.”

 نوموړي دې ته په اشاره چې د درملوګ کمپنۍ له خوا قرنطین شوې رایې په بې باوره او باوري رایو کې نه دي شاملې وویل، درملوګ کمپنۍ باید د ۱۳۷ زره رایو په اړه جزیيات ورکړي او کمېسیون یې هم له خلکو او ټاکنیزو ټکټونو سره شریک کړي.

 رشید له ۱۳۷ زره ډېرې رایې ګونګې او مبهمې وبللې او ویې ویل، کمېسیون باید د یادو رایو د قرنطین لامل له رسمي اسنادو سره یو ځای له خلکو سره شریک کړي.

 هغه روښانه کړه چې ټاکنو کمېسیون د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې صلاحیت لري او هېڅوک نه شي کولای دغه صلاحیت ترې واخلي، دغه راز کمېسیون باید د خپل هر تصمیم په اړه ټاکنیزو ټکټونو ته وضاحت ورکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم په پنځمه درملوګ شرکت ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لیکلي چې دغه شرکت، له یوميلیون او ۷۹۱ زره او ۷۰۳ ډېرې رایې منلې دي. همدا راز د یاد شرکت په سند کې راغلي چې له ۱۳۷ زره او ۶۳۰ اختلاف راپورته کوونکې رایې دغه شرکت په احتیاطي ډول په ماشینونو کې د ولسمشریز ټاکنو په ورځ قرنطین کړې دي.

درملوګ یوه جرمنۍ کمپنۍ ده چې د ټاکنو کمېسیون د بایومټریک ماشینونو د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري.

ټاکنو خپلواک کمېسیون د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کولو لپاره؛ د رایې ورکولود ۲۶۵۸۰ محلونو له ډلې د روان کال د لړم په ۱۸ د رایې ورکولو د ۸۲۵۵ محلونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه اعلان او پیل کړه؛ خو دا بهیر د یوشمېر ټاکنیزو ټېمونو لکه عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل له مخالفت سره مخ شو.

د ولسمشرۍ ټاکنو د ډېری ټېمونو د مخالفت له امله، ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په ۲۲مه د رایو تفتیش او بیا شمېرنه بنده او اعلان یې  وکړ چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به هم وروسته اعلان شي.

 خو تېره ورځ ټاکنو خپلواک کمېسیون په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې له ټاکنیزو استازو سره له دویم ځلي خبرو وروسته، د پاتې محلونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه به سبا پیل شي.

ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې، د ټاکنو د مهالوېش له مخې ټاکل شوې وه چې د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د لړم په ۱۶مه اعلان شي؛ خو سرور ته له بایومټریک ماشینونو د معلوماتو د خنډ له امله، د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډېدې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانوي؛ خو دا نېټه هم تر نا معلومې مودې پورې وځنډول شوه.

عزیزالله همدرد

Hits: 6618

Check Also

افغانستان کې د جعلي موسسو جوړېدو په اړه د مایکل مک‌کال خبرې ثابتې شوې نه دي

کابل (پژواک ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویل…